فاروق فردا

مسکو

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Sat, November 27, 2010 22:49

 

د فاروق فردا څو تازه شعرونه

 

------------------

 

د اوربل ګل

 

 ته د وږمو غیږو ته ولوېدلې

هغوې هم تاوه کړې را تاوه کړلې

او زما پرېشانه حال په شان زلفې دې جړې پړې

پرمخ او ولو دې را ماتې شولې

خو هغه ګل چې زما له لاسه ستا اوربل باندې وږمو ایښی دي

پر اننګو دې د خپل سیوري نندارې ته لا تر اوسه ناست دی.

 

د زړه بڼ

 

زه مې د زړه په بڼ کې وګرزېدم

نظر مې ته یې د وږمو سیوري کې ګېره کړلې

 - ومې لیدل-

چې ګلان ستا له مخ نه رنګ اخیستل

غوټیو هم ستا د ښکلا سین کې مخونه وللو.

ته

یوازې ته یې او رڼا ده ستا چې،

ما ته مې ځان را ښکاري

او رڼوي مې ستا د وړانګو په څېر

زه مې د ځان د رڼا . .

سیوري کې تا ته ګورم

یوازې ته یې هلته.

 

لـَوګر

د انتظار پر شېبو

راځه د پاې د ټکي ګل وکرو

 چې هر سهار د غنم لو د شپو لنډیو سره

راويښوم به دې د ناز له خوبه

تر کروندو د خپلې غېږې پر منګولو یاره وړمه به دې

زه د غنمو د ډنډرو پر مخ

د لور مچکو ته سندرې وایم

ته په پستو لاسونو ما پسې لمنه کې دې،

را ټولوې به وږي.

 

د مستقبل ناوي

کالبد مو د ماضي، نویو شېبو په سترګکونو وړي پر ولو د بڼو

راوړي به د اتڼ مستو څپو سره جوړه له هغې لورې

ډولۍ د مستقبل د ښکلېو ناوو چې له ژنو وې خپه.

 

د رڼا غونچې

ګیډۍ په لاس،امېل په غاړه کې یې

راځي، شکرۍ یې د ګلونو پر سر

له ستورو ډکه یې لمنه، وېشي

د تیارو زړونو په کوڅو د رڼا ګانو غونچې.

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org