Fri, September 17, 2010 21:20   

داکتر حنیف بکتاش

 

 

د وسپنې چوکاټ

-------------

 

چېرته لاړ شم؟

نه پوهېږم.

د مینې او باور تر منځ نړېدلی یم

پر زړه مې ډېر څه ګرځي

هر څه ته چې ګورم

راته پردي ښکاري.

زه،

یوه انځور ته پاتې کېږم

چې پر شاوخوا یې

د وسپنې چوکاټ لګېدلی

سترګې پټوم چې څه ووینم

آیا ته په رڼو سترګو

څه لیدلی شې؟

شېبې بدلې دي

ساعت له خوځېدو پاتې دی

شمال د ونو پاڼې رژوي

او د باغ، د بې وسۍ آواز

هرې خواته خپور دی.

ماته داسې ښکاري

چې څوک،

زموږ په جونګړه کې

مینه وژني

څوک، د ګودر شونډې ګنډي

څوک، د جومات پر دروازې باندې

جمع او تفریق زده کوي

 

موږ،

پر خپلو اوږو صفرونه بار کړي

او پر کوڅې باندې مو

غټ کلپ وهلی

حتی موږ،

د اختر په ورځ هم

یو بل ته

د صفر مبارکي وایو.

 

سبا مې د زوی د زېږېدو کلیزه ده

او زه،

حیران پاتې یم

چې ورته څنګه

پر خپلو تشو لاسو

مبارکي ووایم؟!

 

   

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org