چهارشنبه، ۷ اکتوبر ۲۰۰۹


غلام نبی "رنجبر"

تر هر څه دمخه خپل سلامونه او نیکۑ هیلۑ د ادب مینه والوته وړاندﯤ کوم او غواړم خپل لمړنۑ شعر چی ما د شل کلنۍ په عمر کښی په حربی پوهنتون کښی د پښتو د ژبۑ د زده کولو په حالت کښی جوړکړی دی د پښتو د ژبۑ د زده کړی په خاطر نورو وطنوالو ته د تجربی په شکل وړاندی کړم یعنی که څوک وغواړی د شعر په لوستلو سره فارسی زبانان په ډیره ښه توگه د پښتو ژبه ډیر ژر زده کولی شې چی ما هم د شعر په لوستلو سره پښتو یاده ځکه دا دوه مهمې ژبې یعنی فارسی او پښتو د هر افغان لپاره یوه ضروری مسئله بلل کیږی که په ټولو ملی ژبو وپوهیږو خو دا به زمونږ بر لاس او لویه لاس ته راوړنه وۑ اما لږ تر لږه باید فارسی او پښتو د ټولو افغانانو زده وی دا به زمونږ افغان ولس ته یو ښه پر مختگ او لوی ویاړ وۑ او د ډیرو مشکلاتو سره به نه مخا مخ کیږو عفوه غواړم چې موضوع اوږده نشی نو خپل شعر به وطنوالو ته وړاندی کړم.

د پښتو ژبه

ما د پښتو ژبه په شعرونو کی زده کړی دی

ما ددی هنر نه ډیری ګټی پورته کړی دی

مور می فارسی وانه زه خوری د کوهستانیانو یم

اصل او په نصب کی پلار خبری را ته کړی دی

خټه می مومند په بالا ده کښی زیږیدلی یم

ابتدایه ښونځی می خواجه علی کښی هم لوستلی دی

پس د مور د مرگه د خپل کلی نه وتلی یم

یو کال په ځدرانو کښی دوه خوست کښی می تیر کړی دی

یو کال دوکاندار د سید کرم په دوکانو کښی وم

بیا یو ځلی خوست بازار کښی چاری می هم کړی دی

ما به چی گازری ایشولی په خوستی ژبه می غږ کول

گرمی گجری خوږی گجری په مزی گجری

بیا می ژبه کږه وږه لهجه می د خوستیانو وه

اوس می ژبه بیا د گردیزیانو په څیر کړی دی

ژوند په کابل جان کښی کړم هجوم د وردگیانو دی

ژبه می بیا هم یو څه سوکړکه گرزیدلی دی

حق حیران ډیران یم چی څه وکړمه

گرزم په پښتو پسی پښتو هم ځپل شوی دی

ټولو پښتنو په دی ډگر کښی غفلت کړی دی

نه تدریس پښتو لرو نه ژبه مو زده کړی دی

دی لپاره زیار چی استادان متقبل نشی

بیا مو نو دعوه هم په درواغو باندی کڔی دی

 

غلام نبی "رنجبر"

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org