جمعه، ۱ مارچ ۲۰۱۳
صدیق کاوون توفاني
زما د هېواد افغاننستان رنځېدلو او ستم زپلو ښځوته:
د پرښتو په شانې نه یې
د پسرلي د گلو سا یې، ښایسته یې ښځې
د ژوندانه د تورو شپو بله ډیوه یې ښځې
دخپلې مینې په هنر کیڼې کږې سموې
د پرښتو په شانې نه یې، پرښته یې ښځې
ته چاته مور یې، چاته خور، چاته د ژوند ملگرې
ته لکه مینه، یوه ښکلې حادثه یې ښځې
ته لکه اوښکه د سپوږمۍ چې گل ته رنگ ورکوي
ته د رڼا د خدای د ښکلي مخ شغله یې ښځې
کله ناز، کله ملاله، کله ښکلې ناهید
کله سپرغۍ د چا د ننگ، کله شمله یې ښځې
کږې وږې لارې مې پل کړې د تاریخ د کوڅو
چېرته چې زه یم هلته ته هم راسره یې ښځې
ته مې د کار او زیار په منډو کې قوت د مټو
ته مې د رزم په ډگر کې ولوله یې ښځې
کله مې گل د افتخار شې د پگړۍ په وله کې
کله زما د وچ غرور، توره قصه یې ښځې
زما غیرت د شرم داغ شي د تاریخ پر تندي
چې قرباني یې ته د دروغو په پلمه یې ښځې
څوک دې قفس کې بندوي، څوک دې وزر ماتوي
چاته پیاله یې د هوس چاته نشه یې ښځې
د زمانې کاڼه غوږونه ستا آواز نه اوري
د غم سرود یې، د دردونو ترانه یې ښځې
راځه چې ماتې کړو په گډه دا زړې زولنې
تر څو به ناسته د تقدیر په بهانه یې ښځې.
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat