دوشنبه، ۲۸ جنوری ۲۰۱۳
اسدالله زمری
د پتنګ په وزرونو
ګلانه ستا د وصال ده، د چمن په لوري ځمه
تصور کې ستا د زلفو، د ختن په لوري ځمه
له هر تاره د ویښتو دې، کاږم ښکلي مخ ته لاره
زه له دې پل صراته، د عدن په لوري ځمه
ما شریکه کړله ژبه، له بلبل سره د چیغو
د پتنګ په وزرونو، د دیدن په لوري ځمه
په میدان د سربازۍ کې، د میینو بزم تود دی
د مجنون مخکې روان یم د کوهکن په لوري ځمه
نن د هیلو په ګلونو د، دلدار ښکالو لګیږي
غوړیدلی پسرلی شوم، د ګلشن په لوري ځمه
د وفا تاج مې په سر ده، د تهمت لرم لښکرې
زه د عشق د ملک پاچا یم د وطن په لوري ځمه
۲۰۰۷/۲/۱۲
۱۲۳
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat