پنجشنبه، ۲۹ سپتامبر ۲۰۱۱

 
انجنېر ظهورالدين اندېش

 

د قدرت ترانه

 

ځمکه آسمان باندی وېاړېږم
دواړه مې وروڼه دي سلام لره ئی ورځمه

غليم مې وخته محوه کړۍ
په دود تبديل شو د آسمان لور ته ورځينه

په طبيعت کی ئی ځای نشته
آسمان تری کرکه هم کوي، کوم خوا به ځينه

راځه صندوق کی به ئی ځای کړو
چی د تاريخ موزېم پری ښکلۍ شانته شينه

زاړه ئی لاړل، واړه زما دي
د پانګوالۍ نېشه ئی ژوند ته نه پرېږدينه

په خپلو وينو کی لمبېږي
خوند ترېنه اخلي، ژوند دوربين کی نه ويني نه

راځه د ژوند سره ئی آشنا کړم
د اکتبر مشعل په لېار وروښېمه

که جنت غواړۍ رارسېږي
مينې مې هم راته ښودلي جنتونه

که وروڼه کافر، مسلمان نه شول
قهر حتمي دی، زلزله به وويني نه

بلشويکي ټانکو ېرغل کړ
ځمکه لړزېږي، آسمان سم ورسره ځينه

رقيب خبر شو چی حمله ده
سنګر ئی پرېښوده، ځنګل لره تښتينه

اټومي مبتکر لاړه، قطبي خرس شو
اوس ئی ځنګل کی لټوم پېدا به ئی کړمه
 

انجنېر ظهورالدين اندېش

۲۹/۹/۲۰۱۱

ويانا

 

 

 

  

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org