Thu, September 8, 2011 15:10

اسدالله زمری


 

 

د قیام چیغه

 

 ځۍ چې وران یی کړو جیلونه، ځۍ چې بل کړو پرې اورونه

 

ځۍ چې ویې سوزو قصرونه، څو وطن په رڼېدو شي

 

څوک به یې ووژني ملګرو، څوک به یې سوړ کړي په پوکیو؟

 

که زمونږ د زړو سکروټې په لمبو په بلیدو شي

 

ځۍ چې کېنوو په ویر کې لېوني د زور او زرو

 

څو د عمر ویر ژړلي په خوښۍ په خندیدو شي

 

اوچت پورته کړي ملګرو د زمان د تقاضا غږ

 

څو چې دا ویده ولس پری لږ په شور په ویښیدو شي

 

چې دوکه نه شۍ په رنګ یې، دا ګلان ندي زقوم دي

 

د سرو ګلو باغ زمونږ به نن سبا په غوړیدو شي

 

د وطن له مینې جوړ دي که زمونږ وجود یا سر دی

 

نو زمونږ ژوندون به څه وي؟ که وطن په ورکیدو شي

 

په ګولیو به یې توده کړم په ایمان مې د قسم وي

 

هغه دم چې مې سره وينه یوه ذره په سړیدو شي

 

چې دخلکو لار کې نه مريد دې خاورې لایق ندی

 

کاشکې مړیدې زمریه دلته وړ د ښخیدو شي

 

۲۹/ ۷/ ۱۳۵۶

 

دارلامان کابل

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org