فاروق فردا

مسکو

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Sun, October 31, 2010 04:34

 

د فاروق فردا څو نوی شعرونه

------------------

 

د شهادت آذان

 

د پرواز مړو هیلو ته . . .،

کوترې ساندې بولي،

او نازوی کوچني بچي د شهادت په آذان،

سږکال بیا هم ښکاریانو ګوتې په ماشو ایښي دي.

 

کوترې

 

نوی موسم شو د کوترو مهاجرې ډلې راغلې خدایزده چېرې به ځي؟

ستوري دي لرې چې په غېږو کې یې ځالې وکړي

لاندې پر ځمکه د کوترو د «شوقیانو» پرځای،

دانې د نورو په لمنو کې دي.

سپینو کوترو ته برجونه او بامونه هم پردي ښکارېږي.

 

رڼا

 

دا ورته سخته ده چې

ځان د تیارو له لومو ورغوي،

ځکه د تورو شپو ښکاري هغه ته دام ايښی دی

د لمر له وړانګو نه امسا په لاس کې ځمه ورته

او را ولمه یې د لمر کلي ته.

 

چڼچڼي

 

چڼچڼي هر څومره چې والوزي، پرواز وکړي وزر ووهي،

آسمان . . .،

د زړه لمنه ورته نه تنګوي.

خو د دَمې د پاره

چې غواړي ځمکې ته ستنې شي د شنو څانګو پر ځای

بس د ښکاریانو پر منګولو کیني.

 

دښمن!!!

 

هغه به هېڅکله زه نه ویشتلم

که ورته نه وای چا ویلي چې دښمن دی ورنه مخ واړوه

چې که دې ونه واژه، وژني به دې.

او ماته هم همداسې،

چې کله موږ سترګې په سترګو شولو وپوهېدو، څوک دې دښمن؟

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org