صــــدیق کاوون
«زموږ ورونو، زموږ ملگرو او زموږ يارانو د هېواد د تاريخ په يوه ځانگړي کړکېچن پړاو کې خپل رسالت تر سره کړ. مهمه نده چې نن د سياست دوکانداران د هغوئ د سرښندنې او زړه ورتيا او د هغوئ د سپېڅلو آرمانونو او آرزوگانو په هکله څه ډول قضاوت کوي، مهمه داده چې راتلونکي نسلونه به د هغوئ د شهادت پرتمينې حماسې په خپلو زړونو او ذهنونو کې ابدي کړي او د هغوئ يادونه به ژوندي وساتي.»
(صدیق کاوون)گرانه غلجيه سلام،
تا خو د خپلو ورونو: صالح محمد او نيازمحمد د خاطرو پر مزار يو ځل بيا د ارادت گلونه کېښودل او د هغو د شهادت د تلپاتې حماسو يادونه دې تازه کړل او په اصطلاح خپل دين دې ادا کړ. کور دې ودان. خو زما د زړه په نړېدلي ښار کې دې د تېرو خاطرو هغه اور بيا را تازه کړ، چې کلونه کلونه يې د خاموشولو په ناکامو هڅو لگيا يم.
دادی يو ځل بيا مې د سلگونو هغو تلليو يارانو غوړېدلې څېرې او شمشادي قدونه د سترگو په هيندارو کې غبرگون مومي چې خوښۍ او غمونه مې ورسره شريک وو، هڅې او هوډونه مې ورسره شريک وو، ساندې او سندرې مې ورسره شريکې وې او د منډو او ترړو لوری مې ورسره شريک و.
صالح او نياز مې له لمريزې پنځوسمې لسيزې راهيسې، هغه وخت چې موږ د لغمان په روښان ليسه کې په زده کړو بوخت وو، پېژندل. نياز لا کوچنی و او تر موږ څو کاله کشر، خو د صالح په ملتيا مو د چا خبره، دوزخ ته ډېرې کوندې چلولي دي.
هغه مهال د ښي او کيڼو ځواکونو سياسي مبارزو د هېواد فضا توده کړې وه. هر کال به په کابل او د افغانستان په ځنو نورو ښارونو کې د عقرب د دريمې د شهيدانو ورځ او همدا رنگه د ثور په يوولسمه چې د می لومړی ورځ ده د نړۍ د کارگرانو نړيواله ورځ، د مظاهرو او غونډو په ترڅ کې لمانځل کېدله. موږ به د مظاهرو لپاره جلال آباد ته تلو. ځکه چې په لغمان کې مو د امنيتي پېچلو شرايطو له امله د مظاهرو اجازه نه درلوده. تر هغه د مخه يو ځل چې د لړم په دريمه په مهترلام ښار کې مظاهرې ته راووتو، د اخوانيانو او د هغوي د پاکستاني يارانو او مدافعينو له لوري له ستر تهديد سره مخامخ شوو. موږ او نورو چپو مظاهره چيانو خپلې مظاهرې تر وخت دمخه پای ته ورسولې خو د اخوانيانو مظاهرې دوام درلود. ځکه چې هغوی د وينو تږي وو، هغوی لا خپله ورسپارل شوې دنده نه وه تر سره کړې. بايد د مهترلام د صلحدوسته ښار په واټونو کې د وينو رودونه بهېدلي وای، بايد د وېرې، ترور او وحشت فضا حاکمه شوې وای او بايد د ستم او استبداد پر ضد پورته شوې چيغې خاموشه کړای شوې وای. خو کله چې د هغوئ د مظاهرې مشران او اصلي سازمان ورکوونکي وپوهېدل چې وخت يې له لاسه تللی او مخالفې مظاهرې ختمې شوي دي نو يې د ښاروالۍ د دفتر پر ودانۍ يرغل يووړ. د ودانۍ په دوهم پوړ کې د نورو کارمندانو تر څنگ د عبدالرحمان څوکۍ هم وه.
عبدالرحمان زموږ يار او ملگری و. د همدې بدمرغه کال په غبرگولي کې له روښان ليسې څخه فارغ شوی او يوازې دوه درې مياشتې کېدې چې د مهترلام ښار په ښاروالۍ کې په کار گومارل شوی و.
کله چې عبدالرحمان و پوهېده چې د وينو تږی د تيارو لښکر دده د وژنې نيت لري د خپل ځان د خلاصون په مقصد يې د دفتر له کړکۍ څخه لاندې ټوپ کړاو په منډو يې د پوليسو ادارې «سرماموريت» ته ځان ورساوه. خود سرماموريت دروازې يې پرمخ وتړل شوې. د نظم او قانون «مدافعينو» ورته پناه ور نه کړه. له هغه ځايه نهيلی بېرته راوگرځېد او په مخامخ ودانۍ کې چې د جوړېدو کار يې لا بشپړ شوی نه و، پټ شو. خو ډېر ژر د انسانيت د دښمنانو تور لښکر ورورسېد او د ټولو انساني، اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف په ډېر بې رحمانه او وحشيانه ډول شهيد کړای شو.
له دغې خونړی پېښې وروسته د لغمان «امنيتي!» اورگانونو چاته د مظاهرې اجازه نه ورکوله خو له نژدې يوکلنې چوپتيا وروسته موږ بيا بيا واټونو ته راووتو او د ستم او ناروا پر ضد مو بيا بيا د اعتراض غږونه پورته کړل. په دغو ټولو اعتراضي مظاهرو او غونډوکې د نورو يارانو تر څنگ د صالح محمد او نياز محمد شتون حتمي و.
د هغو ځلمي زړونه د وطن او د وطن د زيارکښ انسان له مينې ډک وو. هغوئ پوهېدل چې له همهغې ورځې څخه يې چې خپل برخليک د هېواد او هېوادوالو له برخليک سره غوټه کړی، د وينو پر واټ يې قدم ايښی دی. هغوئ د يوه آزاد، آباد او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره د مبارزې ډگر ته راوتلي وو. د يوه داسې افغانستان د جوړولو لپاره چې هلته څوک د چا د حقونو پر حريم تېری و نه کړای شي. چاته دا امکان ميسر نه وي چې د نورو د لاس گټه غلا کړي، د هېواد ټول اوسيدونکي، له قومي، مذهبي، ژبنيو اوسيمه ايزو تبعيضونو پرته لکه د ورونو غوندې د سولې او سوکالې په فضا کې گډ ژوند وکړي او د قانون پربنسټ د هېوادوالو د ځان، مال او ناموس د ساتنې ضمانت شوی وي. ښځې هم د نارينه وو په شان د هېواد د آبادۍ او سمسورتيا په چاره کې د کار او زيار مساوي حقوق ولري.
هو، صالح او نياز او د هغوئ قهرمانو ملگرو د دغسې يوې انسانې ټولنې د جوړيدو په هيله ځانونه قربان او خپل وياړلي سرونه يې د هېواد او خلکو په لاره کې نذرانه کړل. وياړ دې وي د هېواد پر ټولو رښتينو اتلانو.
وايي هغه مهال چې آذري ستر اتل بابک د تازيانو د تزوير او حيلې په نتيجه کې اسير شو، لاس تړلی د عباسيانو د خونړي خليفه معتصم دربار ته و لېږدول شو. خليفه له خپلو درباريانو سره د بابک د اعدام د څرنگوالي په هکله سلا مشوره وکړه. پرېکړه داشوه چې بابک دې تر اعدام د مخه په ښځينه کاليو کې پر يوه رنگ شوي او سينگار شوي پيل کېنول شي او په ټول ښار کې دې وگرځول شي. هغوئ همداسې وکړل او تر څو يې چې په وس کې وه د آزادۍ او خپلواکۍ د لارې دغه لوی سردار يې توهين او تعجيز کړ.
کله چې د اعدام شيبې راورسېدې، بابک يې پر يوه ځانگړي دريځ کېناوه. خليفه يې تر څنگ کېناست او ورته ويې ويل: تا چې د جنگ او مبارزې په ډگر کې ځان غښتلي او استوار ښوده، اوس به وگورو چې د مرگ په وړاندې دې مقاومت څومره دی! بابک ورته وويل: وبه گورو.
بيا نو خليفه خپل ميرغضب ته چې نود نومېده وويل چې ټوټه ټوټه يې ووژنه. جلاد لومړی د بابک کيڼ لاس له تنه جلا کړ. بابک په ښي لاس د خپل غوڅ شوي کيڼ لاس له پرهاره چې وينو ترې دارې وهلې، يو موټی وينه را واخيسته او خپل مخ يې پرې سور کړ. خليفه سمدستي ترې وپوښتل چې ددې کار معنا څه ده؟ بابک ورته ځواب ورکړ او ويې ويل چې کله مې چې لاسونه او پښې له تنه جلا شي وينه به مې له بدنه ووځي او رنگ به مې زېړ شي بيا به ته وايې چې د مرگ له وېرې مې رنگ الوتی دی. ځکه مې مخ په خپلو وينو سور کړ چې بې له وېرې او په سره مخ د ژوندانه له ټاپو څخه ووځم.
هو، زموږ ورونه، زموږ ملگري او زموږياران لکه د بابک په شان په سرو مخونو او جگو سرونو دژوندانه له کرښې پورې وتل.
ماته خو د هغوئ هر يو، يو افغاني بابک دی. ماته د هغوئ هر يو د وطن او د وطن د زيارکښو خلکو د آزادۍ او سوکالۍ د لارې د مبارزې يو قهرمان دی.
زه چې کله ناکله د ځنو پرونيو يارانو ليکنې لولم او يا يې له کورنيو او بهرنيو رسنيو سره مرکې اورم د هغوئ په کږو او کرغېړنو نظرياتو او قضاوتونو مې د کانگو تر پولې زړه بديږي او له ځانه سره وايم چې بې انصافانو، دا تاسې نه وئ چې پرون مو چمن چمن تنکي گلان د جگړې لوگرو ته په لاس ورکول او ډلې ډلې ځوانان مو د وطن، انقلاب او گوند په نامه د جگړې سره تناره ته غورزول؟ قربانۍ د هغو وې خو افتخار يې ستاسو و، رنځونه هغوئ زغمل او مزې تاسو کولې. اوس هم لگيا ياست د خپلو ځانونو د سپينولو په مقصد شپه او ورځ د نورو په تورولو خپلې خولې ستومانه کوئ. په هغو طاعوني کلونو کې چې هرڅه بد دې د نورو دي او هر څه چې ښه دي هغه ستاسو جلالتمابانو وياړ دی!!
دا سمه ده چې د انسان تفکر او عقايد د وخت په تېرېدو او د ملي او نړيوالو شرايطو له بدلون سره سم بدلون مومي او د کمال او جمال پر لور حرکت کوي او که سړی خپل فکر او خپلو کړو وړو ته بدلون ورنه کړي په ماضي کې پاتې کيږي او د نن او سبا د مسايلو د حل توان له لاسه ورکوي. خو زه چې ستاسو کړه وړه او اندېښنې گورم بدلون نه بلکې سقوط پکې له ورايه وينم. «نه به آن شوري و نه به اين بې نمکي.».
کله کله هم وينم چې په ځنو پخوانيو اورنيو «انترناسيونالستانو» کې ناروغه قوم پرستي هومره غښتلې شوې چې د خپل قوم هر جنايتکار ورته پرښته ښکاري خو د بل قوم هرې پرښتې ته بيا د شيطان په سترگه گوري.
دا خبرې خو زموږ له عقيدتي اصولو سره بېخي پردئ وې. موږ خو عقيده درلوده چې افغانستان د ټولو افغانانو گډ کوردي او ټول افغانان يو له بل سره ورونه دي. زموږ باور خو داو چې طبقاتي ستم د نورو ټولو ستمونو او بې عدالتيو مور ده. د طبقاتي ستم په له منځه وړلو د نورو ظلمونو او حق تلفيو د ختمېدو امکانات برابريږي او. . .
پوهېږئ، ستاسو په هکله زما قضاوت دادی چې ستاسو په مخونو کې که تر اوسه کومه ذره سوروالی پاتی دی هغه زموږ د هغو شهيدانو د ځوانو وينو رنگ دی چې ځانونه يې د وطن او د وطن د انسان له سترې چارې قربان کړي دي. که دا نه وي، تاسې پيکه او بې رنگه ياست.
زموږ ورونو، زموږ ملگرو او زموږ يارانو د هېواد د تاريخ په يوه ځانگړي کړکېچن پړاو کې خپل رسالت تر سره کړ. مهمه نده چې نن د سياست دوکانداران د هغوئ د سرښندنې او زړه ورتيا او د هغوئ د سپېڅلو آرمانونو او آرزوگانو په هکله څه ډول قضاوت کوي، مهمه داده چې راتلونکي نسلونه به د هغوئ د شهادت پرتمينې حماسې په خپلو زړونو او ذهنونو کې ابدي کړي او د هغوئ يادونه به ژوندي وساتي.
تر دې به لوی وياړ چېرته وي چې څوک دې په جگه غاړه او ډکه خوله وويلای شي چې: زما پلار د غلا، چور او چپاول په پيسو ماڼۍ ندي جوړې کړي، زما پلار د ستم او استبداد غلامي نده کړې، زما پلار د خپلې هستۍ تر ټولو ارزښتمن ثروت يعنې خپل ژوند له هېواد او هېوادوالو څخه قربان کړی دی او زما پلار ماته او زما خويندو او ورونو ته د وطنپرستۍ او له انسان او انسانيت سره د مينې او مرستې درس راکړی دی. زه پر خپل پلار وياړم.
هو، د صالح او نياز بچيان دا حق لري چې پر خپلو پلرونو و وياړي او زما د هېواد د زرگونو صالحانو او نيازانو بچيان او ورونه دا حق لري چې پر خپلو گلگون کفنه پلرونو او ورونو ووياړي. او زه هم دا حق لرم چې پر خپلو تلليو ملگرو او يارانو و وياړم او په ډېر افتخار د هغوئ نومونه د خپل زړه او ذهن پر تخته وليکم.
زه د هغو ټولو د خاطرې په وړاندې د احترام او ارادت سر ټيټوم او د تلپاتې يادونو د څلي په پښو کې يې د اوښکو څو تاوده څاڅکي ږدم.
اوس همدومره.
صديق کاوون
منبع: فیسبوک
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat