شنبه، ۹ جولای ۲۰۱۱

 

ای د ټوپک ږغه!

 ای د ټوپک ږغه ته خور مور لري

ای د راکټ درَزه ته پلار ورور لری

نه یې لرې، پوهیږم بې پدر یې ته

ماشه دی بل په لاس کې، فرمان بر یې ته

سترگی دې ړندې، خاصه نوکر یې ته

زمونږ غوندې ته چیر ته کور او اور لرې

خبر نه له اولاده نه له مینې

لاهو د مور زړگی په رود وینې

سیلاب چې غوټی غوڅې کله یې وینی

کری شپه ورځ غمونه څونه نور لرې

پټې چې کې سترگې یو زخمي ماشوم

درد نه چې آرام سي بیده سوی شوم

لړزوي مریض ستا ږغ بدمرغه شوم

بوډا دې لیونی کی څه زړه تور لری

اورونه او بریښنا وې گرده ستا دي

د ښاره دې لوټ کړي ټول په غلا دي

یخنی او تاریکی په برخه زما دي

ډک ای بې انصافه، ته شاجور لري

سپرلیه، سږ نسیم دې جوړ توپان که

ږغونه د توپو ورک له جهان که

درَزا او لړزا چُخ په گورستان که

بیا جوړ یو گلستان که ته خو زور لرې!

 

یادښت: د جمیلی شهیدې په فرمایش چې ویل یې:

بابکه! ډیر عمر کیږي شعر دې نه دی راته ویلی. نو لاندې څوبیته ولیکل چې لومړی بیت به یې څو وخته د دی پر سرو شونډو جاري و.

 

ډاکتر صالح محمد (زیری)

دریم مکروریان – بلاک ۱۰۴ کابل

۱۹ حوت- ۱۳۷۱

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org