پنجشنبه، ۶ فبروری  ۲۰۱۴

                         

                                                   

غم د اوښکو بحر را چارپیره کړ

څنګه به اوس دغه توفان وساتم؟

هر یو یا رقیب شو یا غماز راته

څنګه د وطن خوږ جانان وساتم؟

چاته مې د زړه داغونه وسپړم؟

کومو لیونو نه ګریوان وساتم؟

آه که اوسیلي او که ځګیروي وکړم

اور نه به یې څنګه جهان وساتم؟

ماته زولنې، زندان او دار دي دیو

څو چې مې عزت د پیمان وساتم

نه کوم ژړا،  ګیله، ما نه چا نه

کلک به می خپل زړه تر سندان وساتم

ورکه پردیسي شه او د سوال کترې

څومره زړه کې سوز او حرمان وساتم؟

ماته د پرواز یو خپور وزر راکړي

څو چې د وطن شین آسمان وساتم

بیا د افغان نوم او پت پر ځای چې شي

زه به مې غښتلی ایمان وساتم

راشه چې کړو ماتې د نفاق کرښې

تا سره به زه هم افغان وساتم

چیرته دی کاوه چې جګ بیرق کړي خپل

څو پورې به غلي زمریان وساتم

۲۰۱۴/۰۱/۲۵

ویسبادن

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org