فاروق فردا

مسکو

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Thu, November 11, 2010 17:04

 

د فاروق فردا څو نور شعرونه

------------------

 

د واورو پاغوندې

 

ځمکې د واورې تر بخمل لاندې ویده پرته ده

توتکۍ زېری د سپرلي یې په مښوکو ګرزي ځای نلري چېرته کینې؟

د ونو څانګو باندې اوس هم لا د واورو پاغوندې ناستې دي.

 

د شمال ږمنځ

 

څانګې مې ولیدلې

چې ګرزولو یې پر زلفو باندې

د پسرلو شمال د ګوتو ږمنځ

سږکال به سیوری د شنو پاڼو له شا

وړانګو د لمر ته سترګکونه وکړي.

 

باده

 

له کومې لورې ته راوالوتلې

چې زموږ د زړونو د ډیوو سا ټولوې لپو کې

د سا پر ستوني باندې

د غټو شمعوـ ته د پښو د ایښودلو پر ځای

ایا تعبیر د دې کېدلای نشې

چې یوې کوچنۍ شمعې ته سا وبښې؟

 

بلاربې هیلې

 

ستا په لاسونو کې دا څه دي چې درګرده ورانوې پرې زموږ د زړونو کلي؟

ګوره چپه به دې نیولی وي راسته یې کړه چې

د ورانولو پر ځای

ګوندې د زړو د آبادۍ هیلې مو بلاربې شې د خدای له نوره.

 

ناوې د خداې د نور له وړانګې

 

رڼې د خدای د نور په وړانګې شولې سترګې زموږ

چا وې چې ناوې به شي

او زېږوي به وچو شاړو کې زرغون فصلونه

خو چېرته زړه یې د تیارو د پلخمان په کاڼي و لګېده

او پر اوږو یې جنازه د بکارت کېښوده بېرته ولاړه.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org