چهارشنبه، ۱۲ جنوری ۲۰۱۱

د وينو جام

يه آسمانه، بيا دې څه لوبه آغاز كړه؟

بيا دې كومه غمپروره نغمه ساز كړه

ټول وطن مې د عمرونو غمكده شو

زړه دې يخ كه، ورته خانده، ورته نازكړه.

******** *

د آسمان په لاس كې بيا د وينو جام دى

بيا يې كړى قربانۍ ته، زما لام دى

ټول وطن راته د سرو وينو درياب شو

ورځ مې شپه ده، هر سهار راته ماښام دى.

********

د وحشت په اور كې سوزي، ايرې كيږي

د وطن هستي مې ټوله نابوديږي

دښمنانو هسې اور راته كرلى

چې يو ريبم سل يې نور را زرغونيږي.

********

د وحشي ستم دوران دى په وطن كې

هر قاتل اوس قهرمان دى په وطن كې

د وطن لمنه سره ده په سرو وينو

جوړ د سرو وينو باران دى په وطن كې.

********

سرې لمبې دي، د بابا وطن مې سوزي

زړه مې سوزي، ځان مې سوزي تن مې سوزي

په ګلونو مې سكروټې را وريږي

باغ مې سوزي، ښايسته چمن مې سوزي.

********

هر یو «دوست» ته مې چې لاس وركه دښمن شو

اهورا مې چې باله، اوس اهريمن شو

هر يو راغی، زه يې چور كړم، زه يې بور كړم

هر يو لاړه قرباني، زما وطن شو

********

وطن وران شو، ملت چور شو، ولس خوار شو

څوك په يوه او څوك په بل نامه ازار شو

نه مو" كور" شو نه" كالي" شول، نه ډوډۍ شوه

څه چې پاتې له نيكو وو، تار و مار شو.

********

سهار وينې رابهيږي، ما ښام وينې

صراحي نه وينې څاڅي له جام وينې

څه دوينو زمانه شوه لويه خدايه

اغاز وينې راته ښكاري، انجام وينې.

********

تا په كومه ګناه وژني، وطنداره؟

قرباني يې بيا د كوم غاصب لپاره؟

ستا له ورانو كنډوالو نه نور څه غواړي؟

چې لاس نه اخلي دښمن دې له ازاره

********

د وطن سپين سرې مور شوله سر توره

د اسمان د ناكردو بهير ته ګوره

اوس د وينو په درياب كې ده ولاړه

چې پرون وه په سرو ګلو كې ولاړه

*******

چې د ګلو دانې وكرم، اغزي شي

هر ګلرخ ته چې زړه وركړم بازاري شي

هر" امام" پسى چې زه اقتدا وكړم

د مسجد له كونجه پورته شي، عاصي شي

********

چا په يوه او چا په بل نامه خراب كړې

چا ايرې كړې، چا په سرو لمبو كباب كړې

نه پوهيږم څه ګناه لرې وطنه!

چې دا هسې يې د سرو وينو درياب كړې

********

د ملت په اوږو سپور شي محترم شي

هم كعبه شي، هم ساقي شي، هم صنم شي

هم يې وژني هم په قبر ورته ژاړي

هم قاتل شي، هم قاضي يې دستم شي.

********

لويه خدايه ته دا توره شپه رڼا كړې

ټول افغان بيرته په خپل وطن بسيا كړې

شيطاني تروږمۍ وولۍ په ستورو

ورنه خلاصه دافغان دزړه دنيا كړې.

آلمان

جون ۱۹۹۴

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادر مسعود

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org