چهارشنبه، ۱ می ۲۰۱۳
زبیر شیرزاد
زمونږ د کلی دکان
ښایی ستاسو په کلو او بانډو کی به هم زمونږ د کلی په شان کلیوالی دکان وو. زه نه پوهیږم چه ستاسو د کلی د دکان خوا کی به هم مازدیګری بنډار ګرم وه او که نه، خو باور وکړی چی زمونږ د کلی دکان که څه وړوکی هم وو، ډیر "جمع او جوش" یی درلود. خلک به له هری خوا راتلل او راټولیدل. زمونږ د کلی "مازدیګر" د کابل د نوی ښار له "مازدیګر" نه ډیر ګرم وه دا ځکه چی زموږ کلی د "ترګړو" او "مندروړ" له بازارونو نه لری پروت وو؛ د جلال آباد او کابل ښارونه خو مه پوښته.
زمونږ د کلی ختیځ خوا ته د "بلور" په نامه لویه ویاله ده چی تر سُرخکانو پوری غزیدلی ده او لږ وړاندی بیا لوی مست سیند بهیږی، چیرته چی دعلیشنګ او علینګار سیندونه سره یوځای کیږی. د دغه سیند په ختیزه غاړه کی د تره خیلو په نامه بی ثمره خړ پـړاو سپیره غر پروت دی. د ترخیلو د غره لویدیځ او زمونږ کلی ته څیرمه یوه سپیره خو ښکلی غونډی پرته ده. دا غره او غونډی سره له دی چی نه یی د پکتیا د غرونو په شان دنګی ونی لرلی، نه د کنړ او نورستان د غرونو په شان تک شنه وو او نه یی هم د سمنګان د باغونو په شان میوه لرونکی ونی درلودی خو د خپل موقعیت په وجه یی زمونږ کلی ته ځانګړی ښکلا وربخښلی وه، او هغه داسی چه کله به لمر د غره پر سر راوخوت نو وړانګی به یی سمدم زمونږ په کلی پریوتی او د غره له سیوری سره به یی یو ډیر ښکلی او په زړه پوری انځور جوړ کړ او کله چه به مازدیګر شو او لمر به د غونډی پر سر پریووت وړانګو به یی داسی سور رنګ غوره کړ چه تا به ویل د غره پر سر "سور حلوان" غوړیدلی دی. د کلی سړی او ځوانان به د نصرت د دکان خواته را ټول وو او د لمر لویدو ننداره به یی کوله. ښځی او پیغلی به بیا دکورونو بام ته وختی او پیغلو به د لمر په سره څیره کی د مینی او مینتوب خواږه یادونه ، خیال او خوبونه لیدل.
هو، خبره زمونږ د کلی پر دکان او ګرم مازدیګری بنډار وه.
مخکی می وویل چی زمونږ کلی له لویو بازارونو نه ډیر لری پروت وو او له بلی خوا د خدای بخښلی اضغر ماما د "آس ګاډیو" قیمت هم ډیر لوړ وه نو په دی وجه خلکو غوره گڼله چی د خپل کور "سَودا" د کلی له دکان څخه واخلی. له سهار نه تر مازدیګره خلک په کارونو لګیا وو او مازدیګر به بیا د دکان خوا ته راتلل تر څو د "سودا" تر څنګ په ګرم "بنډار" کی گډون وکړی. هم ثواب، هم خُرما.
هو، زه هغه وخت ځوان زلمی وم، ږیره می په مخ ښکاریده او بریتونه می هم تور شوی وو، تر دی دمه می د خپل کلی شاوخوا، د مکتب لویه لاره او د جمعی د لمانځه له جومات نه پرته، نور کلې او بانډی می هیڅ نه وه لیدلی. زمونږ مکتب د مندروړ د ګرم بازار په خوا کی پروت وو چیرته چی د جمعی د لمانځه لوی جومات هم موقعیت درلود او دا جومات بیا د ویالی په غاړه "د مندروړ" په ګرم بازار کی د هغی لویی لاری پخوا کی پروت وه چه د اندور، میاګانو، شیخانو او بولان اوسیدونکی پری هره ورځ تلل او راتلل. په دغه جومات کی به د اندور د کلی لوی مولوی صاحب اوږدی "مسلی" کولی. د جمعی په ورځ به مونږ نوی کالی واغوستل د پلار یا ورور او یا کلیوالو سره به یو ځای لاړو تر څو چه د مولوی صاحب له مبارکی خولی (ژبی) نه وعظ او مسلی واورو، او د اسلام له د یـن نه، له روا او ناروا کارو نه، د ظالم له ظلمه او د عادل له عدالته نه خبر شو او بیا هغه څه وکړو چه په کړو یی خدای (ج)، د خدای رسول او "صحابۀ کرام" خوشحاله شی. د مولوی صاحب مسلو (خبرو) ته به مونږ ټولو ژړل او له سترګو به مو اوښکی روانی وی. ژړا به هلته زور واخیست چه مولوی صاحب به هم په ژړا شروع وکړه، ما هم ژړلی او نورو هم. خو د دکاندارانو او ځوانانو له زړونو خدای خبر وو. هغوی به په زړه کی ویل "مولوی صاحب د خدای لپاره اوږدی مسلی پریږده چه لاړ شو سودا وکړو او بنډار ګرم کړو".
د مندروړ بازار کی د مسلمانانو تر څنګ د هندوانو او سکانو له میوو او دانو ډک دکانونه هم وو او د جواهر لعل یونانی دکان هم وه. هندوانو او سیکانو به له "سود، سَلم" پرته تش لاسو او بی وزلو خلکو ته تر غنم لو او شولو ریبلو پوری سودا په قرض ورکوله خو مسلمانو بیا ګټه یعنی سود هم پری ورزیا تاوه. مولوی صاحب د سود، سلم په باب چوپه خوله وو، نه یی د سړک او شفا خانی جوړول له حکومت و غوښتل او نه یی هم د مکتب جوړولو او ماشومانو د لوبو، د روزنی او زده کړی غم درلود. مولوی صاحب به هره ورځ له پینځه وخته لمانځه وروسته د جنت د حورو، غلمانو او د شاتو او شدو د ویالو خبری کولی او خلک به یی د دوزخ له سرو لمبو، مارانو او لړمانو نه ډارول او همدا به ویل "جومات ته راشی، عبادت وکړی، نذر ورکړی، ذکات ورکړی، خیرات ورکړی" د مولوی صاحب په خوله کی د «واخله» خبره هیڅ نه وه. ښایی په کتابونو کی یی تر سترګو شوی نه وه. په یاد می نه دی چه چا، یو وخت ویلی وو چه «که زه پیغامبر وای، نو خلکو ته به می د ویری او ډار پر ځای د مینی، محبت، خوښۍ او انسانیت تبلیغ کاوه» خو زمونږ مولوی صاحب هره ورځ زمونږ په ویرولو او ژړولو بوخت وو. هغه زمونږ د خوښۍ او زمونږ د کلی د ځوانانو د بنډار لوی دښمن وو او تل به یی زمونږ مشران را پارول. د مولوی صاحب د مخالفت سره سره زمونږ د کلی د دکان بنډار ګرم وو. مازدیګری بنډار به هله رنګینه او ډیر ګرم شو چی رنجیت سنګ به د سری کوزی سره چی د اندور «کلال» ورته فرمایشی جوړه کړی وه او الماس ماما به بیا د چلم او میر عطا ماما به د رباب سره راغلل او مدیر صاحب به نکلی او آرمونیه یی ګلاسونه له ځانه سره راوړل. او د رنجیت سنګ له سری کوزی نه به «بنګاو» په ګیلاسونو کی واچول شول او په سر به مو واړول. چا به چه د سری کوزی د بنګاو سره نه لګیده، نو د الماس ماما خوا به یی ونیوله تر څو په چلم سترګی تکی سری کړی. زمونږ د کلی ملا صاحب به هره ورځ زمونږ پلرونو ته شکایت کاوه چه دا زلمیان جومات ته نه راځی او بی لاری شویدی. د هر چا کور کی به د ملا صاحب له لاسه جنجال جوړوه. د ملا صاحب له لاسه ټول پوزی ته را غلی وو. ارسلاح خان چی د ملا په لمسون د مور د لاسه د لمانځه د نه کولو په خاطر جانانه وهل خوړلی وو، پریکړه یی وکړه چی د ملا صاحب له شر نه به څنګه ځان بی غمه کړی. او د هغه پر ځای یو بل ملا چه نوم یی ملا تور وه او مونږ به ورته په ټوکو اکو ملا تور ویل راولی. لنډه دا چی ارسلاح خان زمونږ د کلی ملک ماما چه یو جریب ځمکه یی لا پخوا ځوانانو ته د سپورت د پاره ورکړی وه د ملا پر ضد یی ولمساوه او ورته ویی ویل چه «ملک صاحب دا ملا جرنیل ډیر خراب سړی دی او ستا غیبت کوی او تا ښه نه بولی» ملا بیا د ملک ماما له ملاتړ نه بی برخی شو او ارسلاح خان په ملا پسی را واخیسته. د جومات په ممبر کی یی د چرګ مات شوی هډوکی ښخ کړل او تیری څوکی یی د ملا صاحب تندی ته عیاری کړی وی. ملا صاحب سهار وختی راغی آذان یی وکړ، کلیوال هم راغلل لمونځ شروع شو او ارسلاح خان یی بیا ننداره کوله. رکوع تر سره شوه مولوی چی کله د سجدی په لور لاړ د الله اکبر په ځای یی آخ له خولی ووت او وینی یی په تندی را ماتی شوی. لمونځ ورنه پاتی او رد بد په عاملینو وویل شول. چا به یو او چا به بل ګنهکار ګاڼه او ارسلاح خان داسی ولاړ وه چه تا به ویل هیڅ یی نه دی کړی. د ملا پر تندی یی بنداژ کیښود. ملا پوه شو چه د خپلی بدی ژبی له امله دا کار پری شوی، او دلته یی نوری مسلی نه چلیږی. هغه وو چی زمونږ له کلی لری خپل کلی ته لاړ بیرته را نغی او په ځای یی ملا تور چه د ځوانانو په ژبه پوهیده راغی نور چا د پلار محنت و نه لید.
ورو، ورو ملا تور او قاری ماما هم په څښلو او دود کولو روږدی شول او د بنډار ونډ وګرځیدل. میر عطا ماما به خپل رباب غږاوه او خوندوری سندری به یی ویلی او الماس ماما به ویل ونیسه یوه خوله نصوار خو راکړه. ټنګ او ټکور به د جمعی په شپه د ملک ماما په حجره کی وه. اوس نه د نصرت دکان شته او نه هغه مازدیګری بنډار. نه رنجیت شته او نه هغه سره کوزه او د بنګاو ګیلاسونه. نه هغه چلم شته او نه هغه الماس خان، نه هغه حجره شته او نه هم د رباب غږ. میر عطا ماما خو پخوا وژل شوی. قاری ماما په حق رسیدلی. مدیر صاحب هم نشته کابل ته کډه شوی او نه هم هغه ډګروال صاحب شته هغه هم په حق رسیدلی. ملا تور اوس ملایی نه کوی هغه اوس خیاط دی کالی ګنډی خو سترګی یی همیشه سری دی. اوس د لمر لویدو ننداری ته څوک خپلو بامونو ته نه خیژی. جګړی ټوله سیمه په وینو سره کړی هری خواته چه ګوری سورغروب دی. هر کور کی سری وینی تویی شوی. زمونږ د کلی دکاندار نصرت هم مړشوی اوس هلته نه بل دکان شته او نه هم بل نصرت او نه هم د زلمو ډلی، کلی وران دی خو نا امیده نه دی په دی تمه دوی ژوند کوی چه بیا به کوچنی دکان جوړ شی، بل رنجیت به د ډکی کوزی سره راشی او یو بل الماس خان به په دی کلی کی پیداشی او د بنډار ځای ته به چلم راوړی او د میر عطا ماما په څیره کی به یوبل څوک رباب وغږوی. خو ګمان می نشی هغه د کلی ملک په شان بل ملک پیدا شی او ځوانانو ته د لوبو د پاره زراعتی ځمکه ورکړی او په حجره کی ټنګ ټکور غږ د ځوانانو ترغوږو شی.
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat