انجنیـــــر محمــــود صافـی

 

 

د فلک د لاسه څه وکړم کوکار /څملوى هر ګل چه خاندى په بهار

 

 يادونه او خاطرى:

زه او زما د کورنى ځوانان د لغمان جان د عمرزايو د ادوخيلو د کلى په اوبو او دانى لوى او نيا ته راغلو، دريم جهان، فيوډالى ټولنه او اخلاقو باندى سم په تيارو کى سمبال وه، د سياست کلمو سره آشنا نه وه، ما کليوالى ژوند کړى روښان ليسه مو ولوسته پوهنتون ته کامياب شووه په کانکور امتحان کى، مونږ نوى ځوانان تحول طلب وه سياسى بدلون مو په مثبت جهت غوښته، دا دومره آسان کار نوه، آوازه ولګيده چه نوى خلقى جريان جوړشى دى او په بى اتفاقى دوه برخى شوى، مرحوم تره کى، او مرحوم داکتر  صالح محمد زيرى خلقى جريان مخ ته بيايى  تاريخ يى  ډير اوږد دى، تفصيل دلته ګنجايش نلرى، داکتر زيرى په قندهار کى په يو سياسى موضوع بيانيه ورکړى وه، د وخت حکومت د عقيدى او نظر باندى بندى کړه، ډير عمر يى په دهمزنګ مرکزى زندان کى تير کړه، په صداقت او پاکى يى د خلفاو راشدينو نه پورته مقام درلوده، صادق او مدبر شخصيت وه د مرحوم کارمل سره ملګرتوب او رفاقت چلووه، ګوندى ستونزى په جګه درجه باندى دى کل اختياره وه. په لغمان کى په هغه وخت کى د څه اختلاف د وجهى نه لغمان ته راغى، مونږ ټولو مسوولينو سره يى دوه په دوه خبرى وکړى، ماته يى برات راکړه، او نور يى ټول تبديل کړه. د جيب نه پيسى ويستلى د منشى دفتر مسوول ته ورکړى د بازار نه چاى او پنير راوغوښته، دفتر کى نوش جان کړه، ما ورته عذر وکړه، زما ډوډى ومنله، دا يو افغانى صادق ګاندى وه، وطن ته د خدمت په لاره ځان، ميرمن اولادونه يى ټول قربانى کړه، د تيښتى فکر يى هم نکووه، زمونږ افغانى خاوره، د بلاو په لاس وهنه هميشه صادق بچى قربانى کړى چه يو د هغو نه داکتر زيرى دى. ډيرى ليکنى ته ضرورت دى خو دلته يى ځاى ندى، الله دى د جنتونو سردار کړى، نوم، تاريخ يى، او کار نامى په زړونو کى ځاى لرى، معنوى ژوندى دى، تل پاتى زرين تاريخ او کارنامى د صداقت لرى لوى مکتب يى افغان ولس ته په معنوى ميراث پرى ښوده. روح دى ښاد، او ياد تل تازه اوسه مشره داکتر زيرى!

 ***********

 په درنښت،

انجنیر محمود صافی

ویانا

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org