بسم الله الرحمن الرحيم

په کابل کي د اوسيدونکو ځدراڼو د قومي شورا

اعلاميه

۱۷ ثور ۱۳۹۲

 

مونږ د پاکستان له دولت او نظامي مشرتابه څخه په کلکه غواړو چې زمونږ د هيواد پر ضد خپلو ښکاره او پټو تيريو ته د پاي ټکي کيږدي او که نه پايلي به يي د دواړو هيوادونو د خلکو لپاره ډيري بدي وي. زمونږ مشوره دوي ته داده چې د ښه ګاونډيتوب اصل د په نظر کي ولري، کوم چې د دواړو هيوادونو د خلکو په ګټه دی. دا په تاریخ کې څرګنده ده چې افغانان د خپل هيواد څخه د دفاع په برخه کي ځلانده تاريخ لري چې پر دي خبره تر بل هر چا زيات پاکستانيان ښه پوهيږي. مونږ نه يوازي د ګوشتي په ولسوالۍ کې د پاکستان تيري په کلکه غندو، بلکې د دوی هر ډول لاسوهنې، کومې چې له لسيزو را په ديخوا زمونږ د هيواد پر ضد رواني دي غند و.

د انګليسي استعمار په لاس جوړ کړی شوی پاکستان اوس نه يوازې زمونږ د هيواد، سيمې، بلکې ټولي نړۍ لپاره په يوه لوی خطر اوښتي، پاکستان د پر دې پوه وي چې د ضرورت په وخت کې به ټول افغانان د خپل هيواد څخه د ساتني په سنګر کې تيار و اوسي. همدا ډول که چيرې امريکا، بريتانيا او يا کوم بل څوک د ډيورند استعماري کرښه په رسميت پيژني، مونږ دا د همدغي سيمي د خلکو په حقوقو تيری ګڼو او مونږ به هيڅکله د دې کرښې له په رسميت پيژندلو سره موافقه ونکړو.

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org