نجلۍ او سپوږمۍ

يو نجلۍ وه ښاپېرۍ وه

بس د حسن دنياګۍ وه
د ښكلا سارى يې نه و

بس ګلاب وه بس هيلۍ وه
د هغې د مخ ښکلاته

وه حيرانه دنيا پاته

يوه شپه په بام شوه پورته

كړ يې مخ د سپوږمۍ لور ته

سپوږمۍ تته شوه پيكه شوه

د نجلۍ د ښكلا زور و

سره لمبه وه خو ايره شوه

سپوږمۍ ږغ وكړ نجلۍ ته

ها د حسن دنياګۍ ته

دا دې څه را باندې وكړه
سپينه ورځ دې راتياره كړه

ژر شه ژر شه وايه وايه

چې ته څوك او څه بلا يې

او تر ما ولې بالا يې

نجلۍ ږغ كړ، زه ښكلا يم

زه يو تالنده برېښنا يم

دا زما د حسن زور و

چې شوې خړه او پيكه شوې

دا زما د حسن زور و

سره لمبه وې خو ايره شوې

سپوږمۍ چوپه يو شيبه شوه

بيا يو دم له غوسې سره شوه

ښكلې زه يم څومره ښه يم

چې د هر سړي په زړه يم

په هر شعر كې زه يادېږم

ټوله شپه ګوره ځلېږم

ما ته ګوره ځان ته ګوره

ته زما په مخ كې هيڅ يې

نجلۍ وويل په كبر

ته زما په مخ كې هيڅ يې

ما ته ګوره ځان ته ګوره

لږ دې ځير شه و څېرې ته

د خپل مخ و دايرې ته

دې خپل داغ ته دې اوس پام شو

سپين سهار در ته ماښام شو

خو زما و مخ ته ګوره

هيڅ يو داغ به پيدا نه كړې

اوس نو وايه

ښكلې ته يې او ښه ته يې ؟

ته د هر سړي پر زړه يې ؟

نجلۍ وخندل ښايسته شوه

خو سپوږمۍ له ژړا شنه شوه

 

           خاطره اسحقزۍ
 

       
 

عشق مې نيمګړې ترانه ده ګرانه

د خزانونو سلسله ده ګرانه

بيا ستا يادونه مې زړګى تخنوي

بيا لكه زهر توره شپه ده ګرانه

زه د يو چا ليدو ته ناسته يمه

زما يو چا ته تلوسه ده ګرانه

د چا د ښكلي وصال ښكلى اميد

زما همدغه خزانه ده ګرانه

دا چې په چيغو چيغو سر، ده ژاړي

دا ليونۍ ستا خاطره ده ګرانه
 

خاطره اسحقزۍ
 

22 - 01 - 2009