د «اصالت» ویب سایت د اومی کالیزی په ویاړ

 

انجینر محمود صافی

  

محترم ورور فضلی او انجینر صاحب فضل الرحیم «همت»!

ډیرۍ دیری سلامونه اوښی هیلی.

د «اصالت» ویب سایت د اومی کالیزی په مناسبت د زړه د کومی مبارکی او ښیی هیلی وړاندی کوم. ستاسو د ملګرو په صحت او خوشحالی سره اومه کالیزه د ویاړه ډکه، او ډیره درنه بریښی. «اصالت» زمونږ او مونږ د «اصالت» یو. «اصالت» خپل امتحان ورکړی، خپل حقیقت یی په اثبات رسولی او دو یاړه ډک منزل وهی او وړاندی ځی. «اصالت» زمونږ د کور او کاله انډیواله ویب سایت دی. «اصالت» اوس اوه کلن شووه. اوس هم د وطنی ولس او پرګنو د پوهاوی ډیوه ده. او دا مونږ ته چا مفت ندی ډالی کړی. دا ستاسو ملګرو د زیار او زحمت محصول دی.

زه په دی عقیده یم چه هدفمند انسان، ځوان او ړوند اندی حرکت او دینامیزم د خپل انسانی اهدافو د تحقق د پاره وجدانی دین دی. که پرون تیر شووه او نن مو د زمانی د سیاسی جریاناتو د تاریخی جبر زهر څکلی د وطن جلاوالی او د حاکیمت سقوط د جهانی امپریالیزم په واسطه دا د خلکو په وړاندی زمونږ ګناه نه ده زمونږ آرزو د خدمت د پاره شریفانه وه ولی میسر نشوه. ژوند اوږد دی، مبارزه ادامه لری، ولی انکار د عقیدی او پرون نه دا لویه ګناه ده «دا داسی مثال لری چه اوبه بیدون د حرکت نه ګنده او له منځه ولاړی شی» پرون هم په حق وه او نن هم او د خپلی عقیدی اظهار د قلم په څوکه د خپلی ګوندی ژبی «اصالت» په نوم چه نن ملی او جهانی  اړخ یی وزن اخلی مینه پری ماته کړو. او مونږ دی ته هڅوی چه قلم راواخلو چه د وطن خلکو ته د خدمت د ټولنی د پوهاوی او حقیقت درس او رمز ښکاره کړو. پرون زمونږ خلکو ویل «یک مرد جنگی  به از صد هزار» مونږ ویاړو چه «اصالت» وطن اوخلکو ته د خدمت په لاره کی په رسالت او مسوولیت سره خپله مبارزه په مخ بیایی. او که چیری ووایو د وطن د درد او خدمت د پاره لکه بعضی ملګری او دوستان یی چه وایی .«به ماغرض نیست» لویه او عظیمه ګناه به مو کړی اوسی. خلک او وطن به مونږ و نه بښی. زه بیا په دی عقیده یم چه مبارزه د خپلو انسانی اهدافو د تحقق د پاره اوس جالبه او مزه داره ده. پرون دښمن دی چه په ستنګرو، سکر ۲۰، ۴۰، ۶۰ او کلستر راکټونو یی وطن را ته کنډواله کړه او ټول وژنی یی وکړی نن دی په کور کی میشته دی. جعلی امریکایی دموکراسی او جعلی امریکایی حقوق بشر سره زمونږ خلک پوره آشنا دی. د عراق افغانستان سوری د کتلوی وژنی مسوول په اصطلاح مدافع، دموکراسی، او حقوق بشر خپله استعماری څیره روښانه کړه.

د یاده ولو وړ ده چه «رهبر فرزانه مردم افغانستان مرحوم کارمل به کله په خپلو ویناوکی ویلی (امپریالیزم خوناشام امریکا) رشتیا هم مونږ نوی الفبا د مبارزی زده کوله او په مفهوم نه پوهیدلو کله به بعضی ملګرو ویلی امریکا چیرته او مونږ چیرته شک به ورته راته. وګوری تاریخ او زمانی ته د رهبر خبری په رشتیا او حقیقت ورسیدلی. ملګری فضلی او انجینر همت تاسو او ستاسو همکارانو ته قوت او ښه صحت پیروزوینه کوم د ملګرتوب په وطنی مینه، په احترام.

انجینر محمود صافی

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org