د مبارکۍ پیغام

نثار احمد بهین

 

 

ډیر ګران او محترم ملګری فضلی،

د «اصالت» دښکلی او دروند سایت د خپرونو د اووم تلین په مناسبت زما د زړه له کومی مبارکی، سلامونه او احترامات ومنی.

ستا او ستا ټولو ملګرو ته د هغی ستری مبارزی په ویاړ چی دتیرو اوو کالو په اړ کی مو په پرلپسی توګه د افغانستان خلکو او په خاص ډول بی وزلو زیارکښو پرګنو ته د خدمت په خاطر د بهرنیو یرغلګرو، مذهبی ارتجاع او مافیایی کړیو پر ضد پر لیاره کړی ده دلا بریالیتوبونو او پر مختګ هیله کوم.

او بیا دا چی تاسو د خپل انترنیتی سایت د خپرونو په هکله د نظر او وړاندیزونو غوښتنه کړی ده، پدی مورد کی باید ووایم، چی د ډیر شمیر تجربه لرونکو ژورنالیستانو په عقیده د یوی مطبوعاتی «رسنی» اعتبار او دریځ په ټولنه کی د هغی رسنی د همیشنی لوستونکو او لیدونکو د فکری ډول او لیرلید سره ډیر توپیر نلری. نو زه چی ستاسو دانقلابی سایت یو وفادار لوستونکی او لیدونکی ایم، د «اصالت» د سایت زیاتره مطالب زما له خوښی او طبع سره برابردی، پدی هکله به قضاوت پریږدو نورو لیدونکو او لوستونکو ته.

څرنګه چی د تاریخ پدی حساسو شرایطو کی اوس دافغانستان استقلال، ملی حاکمیت او ځمکنی بشپړتیا، د یرغلګرو قوتونو د شته والی، بهرنیو لاسوهنو او د مذهبی ارتجاع د ټینګ تسلط او رنګارنګ دسیسو له امله له ستر خطر سره مخامخ ده نو د وخت او زمان غوښتنه دا ده چی د هیواد ټول ملی او مترقی وګړی د وړو وړو ډلو ټپلو  جوړولو پرځای د یوو قوی مترقی، چپ او دموکراتیک افغانستان شموله ګوند د رامینځ ته کیدو په خاطر مټی راونغاړی، او زما له نظره که چیری امکان ولری د «اصالت» با اعتباره سایت چی د ډیر شمیر ملګرو د تایید وړ دی کولای شی په دی برخه کی خپل تاریخی نقش ولوبوی ـ

 په درناوی،

نثار احمد بهین

جرمنی- ما ینز

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org