زرغونه ژواک عطا

 

زما او زما د ګران هیواد د آرمانو او لوړو هڅو خاوند محترم د «اصالت» د سایت د نشراتو مسوول فضلی!

د لوړ ارادت او مینی سره هیله لرم چی د ژوند په ټولو معنوی او انسانی کار او عمل کی بریالی او سرلوړی اوسی، زه ستاسو نه د هغو ځلانده کارو لپاره چی د انسان د عدالت او ښیګڼی لپاره یی سرته رسوی او دادی د هغه د اومی کالیزی په درشل کی یاست د زړه له کومی مبارکی او ښی هیلی ښکاره کوم، د هغه ځایه چی زموږ ګران هیواد د ډیرو کړکیچنو او بد حالت کی ژوند کوی او ورسره د هیواد کورنی او باندنی دښمنان هره ورځ د افغان ملت تر منځ په ډول ډول دسایسو غواړی چی ټول ملت په سیاسی، قومی او مذهبی کړیو لا هم ټوټی ټوټی او خپل شوم پلانونه د دوی په مشغولتیا کی عملی کړی، نو د واقعی او رښتینو انسانانو او سیاسی کړیو لومړنی دنده یو د بل سره د یوالی او یو موټی توپ دنده ده چی د هغه په مرسته د دی لوی بحران نه د ځان او ملت خلاصون لاسته راځی، زه له تاسو نه هیله کوم چی په دی موقع کی تاسو د تیر په شان خپل ملی او وطنی دین د هیواد او خلګو په وړاندی په پوره امانت داری تر سره کړی، ځکه تاریخ زموږ او تاسو د اعمالو ښه هنداره ده چی وروستی نسلونه بیا پر ښه او بد یی قضاوت کوی، په آخر کی بیا هم تاسو ته پدی ټولو ښو هڅو کی بیا هم بریالیتوب غواړم .

 

زرغونه ژواک عطا

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org