د «اصالت» ویب سایت د پنځمی کالیزی په ویاړ د مبارکی پیغام

 

د «اصالت» ویب سایت د قدر وړ درنو ملګرو او دوستانو او د هغه په سر کی محترم ورور او خوږ ملګری زمونږ د ګوند همت په خاص ډول انجینر همت ته د داسی تاریخی او دروند مسوولیت، په اجراء کولو کی د ویب سایت د بریالی خپرونو او نشراتو د پنځمی کالیزی په ویاړ، او ستاسو نژدی همکار ملګرو ته او په وطن مینانو ته د زړه د کومی مبارکی ډالی کوم. حقیقت دادی چه د «اصالت» ویب سایت زمونږ دی او مونږ د «اصالت» یو. او ویب سایت زمونږ ټولو سره په کالکی په معنوی شکل د زړه خواله او خبری کوی. د ویب سایت د خپرونو سره په رښتیا هم د کډوالی په دی ناخوالو کی او د جلا وطنی د ورکی مینی په ورکه مینه زمونږ د روانی او روحی امراضو ښه نسخه ده. د «اصالت» ویب سایت نن سبا د یووالی او خوږوالی په خواه درومی. په لیدلو او لوستلو مو زړه روښانه او روح مو تسل شی. د «اصالت» خپرونی او نشرات اوس یو ملی او بین المللی اړخ لګوی او په ټوله نړی کی لیدونکی او لوستونکی لری. د «اصالت» مشعل او نور دی نور هم روښانه او ځلانده وی. په پای کی باید وویل شی د ویب سایت چلول په حقیقت کی د سیاسی مبارزی نیمائی بریالیتوب دی. «اصالت» ویب سایت د حق او حقیقت ښکارندوی او تریبون آزاد «حقیقت انقلاب ثور» د ټولو ګوندی غړو د نظریو او عقایدو تمثیل کونکی دی، د منحرفینو او غیر اصولی غړو د سترګو اغزی دی. د «اصالت» ویب سایت پرچم دی څپانده او رپانده وی. او د هغه سیوری دی زمونږ په دادایی وطن او خلکو باندی ابدی او دایمی خپور وی.

 په درناوی.

  انجینر محمود صافی، ویانا ښار

 

 

 

 توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org