گزارش: ســاه

 په مونشن کې د نارنج گل د مشاعرې راپور

 

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Date: Mon, 9 Apr 2012 14:00:00 +0100

 

 د اپریل د میاشتی په شپږمه نیټه یو ځل بیا په آلمان کی د مونشن ښار د نارنج گل د مشاعرې په عطر او زوږ ښکلی شو.

دغه دودیزه مشاعره چی له یوولسو کالو راپدیخوا په دغه ښار کی د مولانا صدیق الله فدایی په زیار او همت پیل شوی او لمانځل کیږی، د سږ کال شعار یی سوله وو:

 

                            سوله د هرافغان په کور کی

                            سوله په ټول افغانستان کی

                            سوله په ټوله نړی کی

 

دغې غونډې ته د آلمان له بیلابیلو ښارونو او آن له بهر نه مینه وال رابلل شوی وو چې په مشاعره کی یی په مینه گډون وکړ او خپله ونډه یی ادا کړه.

مشاعره د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره مولانا فدایی پیل کړه او له ټولو میلمنو څخه یې په مشاعره کې د گډون له پاره له مننی وروسته د دا ډول غونډو په اهمیت خبری وکړی او دغه مشاعره یی په افغانستان کی د سولې یو ښه پیغام وباله.

وروسته محترم حبیبی چی د دغې مشاعرې همیشنی مطرب دی، د رباب ښکلې نغمه وغږوله او بیا د پښتو ژبې تکړه ویاندې سهیلا حسرت نظیمی دغې مشاعری ته د هغو شاعرانو سلامونه ورسول چې د ستونزو له امله یې په مشاعره کې برخه نه وه اخیستې ورپسې یې د ښه شاعر عبدالهادی هادی د «څه چی پسرلی شو...» شعر په دیکلیمه کولو سره مشاعره پرانستله.

ځوان شاعر رحیم گل مموزی چی تل په مینه دغې مشاعرې ته راځی، خپل د زړه بړاس په شعرونو کی حاضرینو ته بیان کړ.

تکړه شاعر سید کریم سعیدی هم چی له اوکراین نه دغی مشاعرې ته راغلی وو په خپل وار خپل څو ښکلي غزلونه وړاندی کړل.

ځوانې شاعرې او تکړه ویاندې ډاکټرې فریدی هوډ سیفی مشاعرې ته له پراگ نه خپل ښکلي شعرونه راوړی وو چی په ښایسته غږ یی دیکلمه کړل.

ځوان شاعر لمر پرهیز په فرانسه کی د مهاجرو بی کوره افغانانو هیله په یوه ښکلي شعر کی راوړې او د مجلس حاضرینو ته یی واوروله.

عمر پاڅون د آلمان له لیری ښار شتوتگارت نه د مشاعری کشش ځانته رابللی وو چی د وطن او خلکو په یاد یی ښکلی شعرونه وړاندې کړی.

 د افغانستان د راډیو او تلویزیون سابقه لرونکی ویاند او د آزادی راډیو ژورنالیست انجینیر جان آقا الکوزي مشاعرې ته خپله مینه او پیرزوینه ورسره راوړې وه او د نجیب عامر یو ښکلی شعر یی گډونوالو ته وړاندې کړ.

د مشال راډیو ځوانې ژورنالیستې او شاعرې حسیبه شهید هم دغې مشاعرې ته له پراگ نه له خپلو ښکلو شعرونو سره راغلې وه او په ښکلي غږ یی هغه دوستانو ته وړاندې کړل.

ډاکټر اکرم ملک زی د دغې مشاعرې بل دروند میلمه وو چی بیا یی هم مشاعرې ته ښه سوغات راوړی وو. ده آلمانی شاعر شیلر یو ځل بیا افغانانو ته وروپيژاند، د ده د ژوند په هکله یی معلومات وړاندې کړل او د نوموړي د پسرلي په نامه شعریې په اصل او ژباړه کی اوریدونکو او خوښوونکو ته وړاندی کړ.

کره کتونکی او د آزادۍ راډیو ژورنالیست اجمل پسرلي هم غونډې ته یو عربي ښکلی شعر په پښتو ژباړلی ووچی هغه یی د خپل تر چاپ لاندې کتاب نه د شعر مینه والو ته وړاندې کړ.

د مشاعرې بل گډون وال د پښتو ژبې او ادب پیاوړی شاعر اسداله زمری وو چې په څو ښکلو شعرونو یی د شعر ماښام ته لا ښکلی رنگ وروباښه.

ورپسې د پښتو ژبې تکړه شاعر، عبدالوهاب سرتیر دریځ ته راغی او د وطن او خپلو خلکو په یاد یی ښکلي شعرونه په خاص زوږ وړاندې کړل چې د اوریدونکو د پاملرنې وړ وگرځیدل.

د پښتو ژبې د شعرونو دکلیماتورې سهیلا حسرت نظیمی د شاعرانو او ادیبانو د راتگ په واټنونو کی د تکړه شاعرانو عبدالهادي هادي،عبدالباری جهاني، اسحق ننگیال، عمر پاڅون، فریدې هوډ سیفی او خپل شعرونه د رباب له نغمو سره مشاعرې ته وړاندی کول او هم له نورو ټولو شعرونو سره د رباب ښکلې نغمې ملگرې وی چی د سالون فضا یی لا ښکلی کړې او د شعر، هنر او ادب مینان یی لا په زړه ټکورول.

خو بیا د محترم علم خان د «شینوارو لونگینې» سندری دغه شپه لا رنگينه کړه او حاضرینو یی په دوامداره چکچکو، بدرگه وکړه. همدا شان محمد نادر ظاهری هم د شپیلۍ په ښکلو نغمو د مشاعری فضا لا شاعرانه رنگ ورکړ.

وروسته له دی مولانا صدیق الله فدایی اعلان وکړ چې په مونشن کې دغه مشاعره به د سولې د پیغام ليږدوونکې وی. ده د افغانستان له هر کور نه هیله وکړه چی د خپل کور د دروازې پر سر ولیکی: «دا د سولې کور دی».

په مونشن کی د نارنج گل مشاعرې د تنظیموونکو د پریکړې په بنسټ، پښتو ژورنالیستې او ویاندې سهیلا حسرت نظیمی ته د ټولې پښتو د تر ټولو تکړه ویاندې لقب ورکړ شو او د یونسکو لخوا په ښکلي ډيزاین او ثقافت چاپ شوی د «حافظ شیرازی» لوی دیوان ورته ډالی شو. دغه راز د پښتو ژبې تر ټولو تکړه ویاند جان آقا الکوزی اعلان شو. ډاکټره فریده هوډ سیفی د ښې دیکلماتورې او حسیبه شهید د ډیرې ښې ځوانې ویاندې په نامه ونومول شوې. عبدالوهاب سرتیر د پښتو ژبې انقلابی شاعر اعلان شو، اسد الله زمری په آلمان کی د پښتو بیاوړی شاعر او عمر پاڅون د سولې او احساس د لیکوال په توگه اعلان شول. اجمل پسرلی د پښتو ادب ښه نقد لیکونکی ونومول شو. ډاکټر اکرم ملک زی د انسانی خدمتونو ډاکتر او لمر پرهیز د مونشن د ښار ښه پښتو شاعر وپيژندل شول. ښاغلی ډگرمن حبیبی د کال غوره رباب غږوونکی وبلل شو. دغه ټول شاعران او ادیبان د سرو گلانو په ویشلو لا ونازول شول.

د ماښام د نهو بجو په شاو خوا د ماښامنۍ تر تیریدو وروسته، مشاعرې بل رنگ ونیو او په شعر او شاعرانو له هنری ټوکو سره یو ځای شو او چا هم په سر تیرې شوې خاطرې یادې کړې. دغه راز ټولو گډونوالو شاعرانو یو ځل بیا خپل د خوښې او خاطره ایز شعرونه وړاندې کړل چې د دغه ماښام ښکلا او مینه یی لا زیاته کړه. ټولو گډون کوونکو د مولانا صدیق اله فدایی زیار وستایه او د سولې او کلتوری هڅو په لار کی یی د ده د هلو ځلو له ښه نیت سره، همکاری اعلان کړه.

محفل د شپې د یوې بجې شاوخوا پای ته ورسید.

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org