مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

۶-۶-۲۰۱۷

  د (غیر متمرکز حکومت) اصطلاح کارول اشتباه ده

 

د (غیر متمرکز حکومت) اصطلاح د افغانستان او سیمي په ادبیاتو کي مروجه او پر ژبو پرته اصطلاح ده خو پدې ورستیو وختو کي یو تعداد افغانان او ځني تنظیمونه د حکومت د ضعف او بې کفایتۍ له کبله په ټولنیزو رسانیو کي را ښکاره کیږي او په تودوو احساساتو کي د غیر متمرکز حکومت شعار ورکوي او ټینګار کوي چي د حکومت شکل یا په ټوله کي د دولت فورم باید عوض سي، یعنې د مرکزي حکومت پرځای دي غیر مرکزي حکومت رامنځته سي.

د (غیر مرکزي حکومت) اصطلاح نه دا چي په بین المللي سیاسي ترمینولوژي کي شتون نلري بلکه د شکل او جوړښت په لحاظ هم د اوسنیو نړیوالو موجودو حکومتو سره همږغي نلري ځکه چي په نړۍ کي داسي حکومت نلرو چي هغه دي مرکز ونلري او همدغه اصطلاح چي د (غیر متمرکز حکومت) په معنا ئې استعمالو په سیاسي ترمینولوژي کي بر عکس افاده سوی ده چي وروسته به رڼا پر واچوم.  

اوس باید د غیر مرکزي حکومت په اړه لاندي دوه اساسي ټکي په نظر کي ولرو:

لومړی – په فلسفه کي مرکزیت د پدیدې ذات یا جوړښت بلل سوی دی، ځکه پدیده نسي کولای چي بیله مرکزیت څخه خپل شتون ثابت کړي، یعنې وجود بیله مرکزیت (اصلیت، طبېعت) څخه ځکه امکان نلري چي مرکز د پیدایښت هغه لومړۍ هسته او جریانات دي چي یوه پدیده د هغه پر بنسټ شکل اخلي او د خپل موجودیت تر پایه د هغه مرکزیت یا ذات پر ستنو باندي ولاړ پاتیږي او هر کله چي د پدیدې مرکزیت یا جوړښت بدلون مومي بیله شکه د پدیدې شکل هم تغیر کوي. لحاظا موږ نه سو کولای چي یوه پدیده یا مفهوم بیله مرکزه معرفي کړو.

دوهم - که موږ او تاسې د فلسفې زرین اصل (شکل او مضمون) ته ځیر سو وینو چي د شکل د تآثیراتو سره سره مضمون تل اساسي او جوړونکی رول لوبوي چي همدغه مرکزیت یا د پدیدې ذات دی. معنا دا چي هیڅ پدیده یا مفهوم د خپل مرکزیت څخه جلا کیدای نسي او که چیري یوه پدیده د مرکز د مدار او تآثیراتو څخه لیري سي هغه پدیده به پخپل نوي شکل کي خپل سرې او د کنترول څخه وتلې پدیده وي.

اوس که د ټولنیزو پدیدو د جملې څخه حکومت تر څیړني لاندي نیسو اتومات د حکومت د مضمؤن یا مرکزیت سره مخامخ کیږو چي درې قواوي دي (مقننه، اجرائیه، قضائیه). بیله شکه هره قوه ځانته صلاحیتونه، وظایف او مسؤولیتونه لري چي په ډیموکراتیکو او با ثباته رژیمو کي درې واړه قواوي مستقلي او یو د بل په چارو کي مداخله نه کوي.

دا چي د اوسني حکومت درې واړه قواوی په فساد اخته دي او هیڅ ډول ثبات او د قانون حاکمیت وجود نلري موږ نسو کولای چي د حکومت شکل متهم کړو او د بدلون غوښتنه ئې وکړو ځکه چي شکل د مضمون محصول دی.

مګر بیا هم یوه ډله افغاني سیاسیون فکر کوي چي د اوسنیو ناخوالو د حل یوازنۍ لاره په افغانستان کي د ریاستي نظام پر ځای د فدرالي یا د دوی په اند پارلمانی نظام جوړیدل دي.

لومړی دا چي د (فدرال) کلیمه د (غیر متمرکز حکومت) د اصطلاح سره هیڅ همږغي نلري .

دوهم دا چي ریاستي او فدرالي دواړه پارلماني نظامونه دي.

دریم دا چي د فدرالیزم مدعیان نه روښانه کوي چي کوم ډول فدرالي نظام غواړي، د امریکا متحده ایالاتو په شان ریاستي فدرالي او که د هالند، جرمني، هند . . . په شان صدارتی فدرالي نظام غواړي. که څه هم په فدرالي نظام کي محلي حکومتونه ځني نسبي خپل مختارۍ لري ولي هیڅکله بې مرکزه ندي او موږ هیڅکله دا دعوا نسو کولای چي فدرالي حکومت غیر متمرکز حکومت دی ځکه چي محلي یا ولایتي حکومت پخپل ذات کي یو مرکز دی، بل دا چي په فدرالي نظام کي ولایتي حکومتونه په ټولو مهمو ملي او بین اللملي مسائلو کي مستقیمآ د مرکزي حکومت تر امر لاندي دي.

دا هم باید هیر نکړو چي د فدرالي حکومت لپاره پر سیاسي، ملي او نظامي شرایطو سربېره د واحد، قوي او مرکزي حکومت شتون بنسټیز او لومړی شرط دی، موږ هیڅکله نسو کولای چي بیله یو غښتلي او با ثباته افاقي حکومت څخه د فدرالیزم پر خوا ولاړ سو.

د بیلګي په ډول کله چي په کال ۱۸۶۲ م کي د امریکا متحده ایالاتو د کنفدراسیون په سست او ضعیفه حکومت کي داخلي شخړو زور واخیست د امریکا فدرالیست حزب او امریکایی سربازانو چي د امریکا د یوالي طرفداره وه د فدرالي نظام د رامنځته کیدو لپاره د یوه مرکزي او مظبوط حکومت غوښتونکي سول څو د غښتلي مرکزي حکومت د ټینګښت وروسته ئې وکړای سول چي یو مضبوط فدرالي نظام را منځته کړي. مګر متاسفانه چي موږ نن ورځ د قوي، ملي او مرکزي حکومت څخه محرومه یو ځکه نو د فدرالیزم یادول بې وخته دي.

 تر ټولو مهمه دا چي د فدرال کلیمه د لاتیني ژبي د Foedus څخه اخیستل سوی ده چي برعکس د اتحاد او توافق په معنا ده نه د غیر مرکزي په مفهوم. اوس که منظور په ریاستي نظام کي د ولسمشرې د زورواکۍ او خپل سرۍ څخه وي نو ښایسته به وي چي د متمرکز حکومت پر ځای ځني نور داسې اصطلاحات پکار یوړل سي چي د سیاسي ترمینولوژي پر بنسټ د موجود حکومت د شکل او محتوا سره صدق وکړي د بېلګي په ډول اوتوکراسي (Auotcratie)، (Despotism) دیکتاتور یا مستبد حکومت، غوغا سالاری او داسې نور.

لنډه داچي موږ کولای سو د «فدرال» کلیمه پکار واچوو اما نه د غیر متمرکز حکومت په معنا.

بله باریکي دا چي په ګډو وډو شرایطو او انارشیزم کي چي هر څومره د مرکزیت څخه لیري کیږو په هغه کچه انارشیزم تقویت او پراختیا مومي چي حالات به تر بد بدتره کړي.

پایله داچي که اوسنی په فساد ککړ حاکمیت په هر حکومتی فورم کي واچوو (هغه آش او هغه کاسه) هیڅ به د مظلوم اولس په ګټه تغییر و نکړي. لحاظا د وطن د ژغورلو لپاره باید د ټولو وروڼو قومونو روڼ اندي، پوهان او زړه سواندي سیاسیون لومړی په پوره مسؤلیت او صداقت سره د یوه ملي هدف (عادلانه صلحي تآمین) پر شا وخوا راټول سي او تر ټولو لومړی د یوه ملي، مترقي، سالم او صلحي ته ږمن مرکزی حکومت جوړولو لپاره په جدي توګه لاس پکار سي.

صلحي ته ږمن او ملي حاکمیت به وکړای سي چي په لومړي ګام کي عادلانه او سراسري صلحه ټینګه کړي او په دوهم ګام کي به افغانستان د پرمختګ او نیکمرغۍ په لور روان کړي څو بالآخره به افغان مظلوم اولس پر خپلو پښو ودریږي او د فرصت طلبو او بې پرنسیپه ګاونډیانو د احتیاج څخه به خلاصون پیدا کړي.

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)