زبیر شیرزاد

 

دا خورا د ډیرو کلو یو یاد دی د ښار څخه د باندی میشت (پراته) ولسونو کومه ځانګړی معاش یعنی تنخواه پخوا چا نه درلوده ددوی یوازینی هیله او آرزو د غنمو شولو جوارو د ترکاری او میوو پخیدلو موسم ته سترگی په لاره وی تر څو ددی لاری څو روپی تر لاسه کړی خو د غنمو پخیدو موسم ته بیا د هرچا هیله دومره زیاتی وی چه پوښتنه مه کوه او هر زلمی او پیغله دځان سره د فلکلوری سندرو په شان ویلی غنم به کله پاخه شی دوی سره په دی ویلو د ډوډی غم نه وی دوی لوړی هیلی لری او د لوړو هیلو رسیدو ته همدا د غنمو د پخیدو موسم دی.

حبیب گل چه په حبو او گل محمد چه په گنډیری مشهور وه دغه دواړو هم د نورو په شان مکتب نه وه لوستلی دا یوازی حبو او گنډیری نه وه بلکه ۹۸ په سلو کی ځوانان او پیغلی د سواد نه محروم وه خو اوس د خدای په فضل د پخوا په شان نه دی اوس ټول د لوړو زدکړو خاوندان دی او په انجوګانو کی کار کوی او ډالری معاشونه اخلی او د سراچی موټرو خاوندان دی. خو پخوا هلته ټول په خواری او غریبی لکه دهقانی لو او لور خټی او خښتی اچولو د لرگیو راوړلو او پلورلو د مالداری په ساتلو او په ډول ډول شاقه مزدوریو څوک په خپلو او څوک بیا د نورو سره په کار کولو مشغول وه خوارانو به هم د لو او لور کولو د پاره د زمیندارانو هیلی خپلی هیلی گڼلی او د ځمکو د خاوندانو په شان به یی ویل غنم به کله پاخه شی.

هو حبو او گنډیری د نورو ځوانانو څخه ځان لوړ گاڼه ځکه دوی به ژمی به گرمسیر او اوړی به کابل ته هغه هم ښکلی پغمان ته کډه کوله چه د پغمان خوږی مڼی وخوری کله چه ژمی به بیا خپلو کورو ته ستانه شول خپلو همزولو ته د پغمان د مڼو او میلو خوږی خوږی قصی وکړی حبو او گنډیری اصلاً لو کولو. توتانو وچولو او مڼو ټولولو ته پغمان ته تلل هغوی غریب وه خو ډیر شیک پوشه او تکړه کاریگران وه حبو قره قولی او گنډیړی بیا یوه ښه پلاوی لونگی په سر کوله حبو اوږد چادر هم په اوږو ګرزوه چه نیم یی په اوږه او نیم یی بیا په ځمکی چکر واهه او لاره یی پاکوله دا په هغه وخت کی د کاکه زلمو موډ وه په مقابل کی بیا گنډیری خپل پټو د ځانه داسی تاو کاوه تا به ویل تودی تبی نیولی حبو لږ شانته توتله وو او گنډیری بیا دیر هوقی او مجلسی وه چه خبری به یی شروع کړی بیا یی چاته وار نه ورکاوه. د حبو او گنډیری د بیسوادی څخه یوازی د دوی کلیوال خبر وه او بس. د کلی شا او خوا گاونډی کلو خلک نه پوهیدل چه دا شیک پوشان به سواد ونه لری دیر کوښښ یی وکړ که په کلی کی هغه هم یو د گل جانی او بل د مرجانی سره واده وکړی خو دا هیلی یی پوره نشوی او سرگردانه گرزیدل.

حبو د ژوند تر آخرنی سلگی بی له واده سترگی پټی کړی خو گنډیری واده وکړ مگر د مرجانی سره نه په بل کلی کی واده وکړ. دوی که سواد نه درلود په مقابل کی دواړه دیر غښتلی زلمیان وه دوی به کله چه بیرته له پغمانه خپل کلی او کور ته راغلل هغه زلمیان به یی تر ډیر نا وقته په ځان راټولول او بیا به یی د پغمان قصی ورته کولی کومو چه کابل او یا پغمان نه وه لیدلی د دوی قصی به خورا هلته مزه داری شوی چه پغمان ته د جمعی د ورځی د تگ او میلی قصی چه د مختلفو ښارونو نه پیغلی او زلمیان په موټرو کی ورتلل او بیا به لاس په لاس گرزیدل او د گلونو او ډولی شنو ونو لاندی پټی پټی غوری کولی او یو بل ته یی د خپل د زړونو د مینی او محبت اظهار کاوه دومره زلمیانو ته خونداور وه چه حد نلری. دغه خواږه انډیوالان یوه ورځ د میرانو چینی ته لاړل دوی هیڅکله تنها نه گرزیدل دوی د چینی په سر تصمیم ونیوه تر څو به د نورو ډولی په اوږو گرزوو. خو د چا رحم نه وینو او سلام ته مو څوګ علیک هم نه وایی.

حبو او گل محمد فیصله وکړه چه له همدی شیبی به نور حبو مامور او گنډیری ضابط وی او دا غږ به حتمی همسایه کلو ته رسوو که په دی کار دکورنی خاوندان شو دشنی چینی او دشنی چینی د پاسه لوړ چنار څخه یی چه حرکت کاوه گنډیری په حبو غږ وکړ مامور صاحب. حبو بیا په خوژه او توتله ژبه گنډیری ته یی ضابط صاحب وویل نور نو حبو حبو نه وه. او گنډیری بیا گنډیری نه وه دوی نور مامور او ظابط وه کله چه یی حرکت کاوه ناڅاپه انور خان د سمندر خان کاکا زوی ورباندی غږ وکړ ځوانانو سلام. حبو او گنډیری چه په ځان یی د تحصیل لرونکو په شان نومونه یی ایښیوه نو انور خان ته یی وویل د مامور او ظابط سلامونه هم تاسو ته او ستا سلام ته په دیر محبت وعلیک وایو انور خان وویل ژوندی اوسی زلمیانو خو دا راته ووایی کوم یو مامور او کوم یو ظابط یاستی حبو ورته د پخوانی فیصلی په اساس ځان مامور او گنډیری یی ورته ظابط معرفی کړ. انورخان یی بل سوال ته پرینښود. ژر یی ورته وویل مونر په رخصتی کورو ته راغلی یو. انور خان د خدای څخه مننه وکړه چه دی کلی کی هم مامور او ظابط شته بیا حبو انور خان ته وویل چیرته روان یی مونږ سره غرمه تیره کړه په داسی حال کی چه زړونه یی دربیدل چه رښتیا له مونږ سره لاړ نشی چه زمونژ په دی نوی فیصلی خبر نشی. انورخان دوی ته وویل مننه زه د گل نبی کاکا چه د گلروز خان د کلی خان او ملک هم ده میلمه یم. او هغه سره می وعده کړی چه د غرمی ډوډی به ورسره خورم او که تاسو هم غواړی نو مهربانی وکړی له ما سره یو ځای لاړ شی. او ښه غرمه به ور باندی تیره کړو. مامور حبو او ظابط گنډیری چه له خدایه داسی وخت غوښته ویی ویل تاسو چه وایی بیا ښه ده او لاړ به شو. هم به هغه کلی او هم به د هغه کلی ځوانان او هم به گل نبی خان کاکا ووینو او هم به غرمه د شنه چنار او د گلو په بڼ کی ورسره تیر کړو. دوی دری واړه د گل نبی خان د کلی په طرف وخوزیدل یله بله د دوی د زړونو درزهار ورک شو او یو بل ته یی د سترگو لاندی کتل چه انور خان تری کومه پوښتنه ونکړی. گوری چه گل نبی خان کاکا خپله د دیری مخ کی د انور خان ښه را غلاست ته د خپل بچو سره ولاړ دی. د انور خان او نا بللو میلمنو په رسیدلو بغل کشی او ښه را غلاست په گرمه او د محبت په فضا کی تر سره شوه ټول دیری ته دعوت شول او له انور خان څخه یی ونه پوښتل دا نا بللی شیک پوشان څوک دی او څه کاره دی. دا د کلو او باندو دستور دی چه د ډوډی خوړلو وروسته روغ او بړ شروع کیږی روغ بړ هغه وخت خوندور شی چه هیلداره شین چای درته راوړی چای چه راورسید او پیالو کی بیا تقسیم شو بیا نو گل نبی خان انورخان ته مخ واړاوه د کورنی د غړو د انورخان د پلار سمندر خان او د انور خان د ژوند او کار و بار یی وپوښتل او انور خان هم په ډیره مینه ځوابونه ورکړ. او بیا یی د نابللو میلمنو ورځنی وپوښتل چه دا زلمیان را باندی وپیژنه. انورخان خو شیک پوشان لمړی ځل لیدلی وو دومره یی گل نبی خان ته وویل دا مامور صاحب او دا بل ضابط صاحب دی او زما دوستان دی دوی هم زما په شان هیله درلوده چه خپل کاکا یعنی تاسو سره آشنا شی. او دا کلی او ستا ښکلی بڼ او دا شنه چنارونه ووینی او د شنه چنارو لاندی د غرمی خواږه خوبونه وکړی. گل نبی خان خوشحاله شو خو مامور او ضابط صاحب ته تشویش پیدا شو مبادا چه کوم خط ډاگی ملک کاکا ته نه وی راوړی. او گل نبی خان یی په مونږ ونه لولی. چه زلمو دا راته ولولی. مامور او ظابط د خدای څخه یی غوښتل چه ډیر ژر رخصت شی. کله چه گل نبی خان پوښتنه وکړه زلمیانو وظیفه مو چیرته ده په عاجله توگه گنډیری په ډیر ادب وویل. خانصاحب زه د ریشخورو په فرقه او مامور صاحب په کابل کی د زراعت مامور دی. گل نبی خان وویل ډیر ښه. دا چه نوری پوښتنی د گل نبی خان له لوری ونه شوی شکر یی وویست. دوی په ډیره مهربانی خدای پامانی وکړه او دګل نبی خان له دیری د خپلو کورو په طرف روان شول. او تر نیمی لاری پوری یی د انور خان سره یو ځای وه او ښی غوری یی وکړی. او بیا یی انور خان ته وویل خانصاحب ته څه پروگرام لری که مونږ سره شپه کوی ښه به وی. او که نه مونږ دغه کلی ته ځوو دلته مو د مکتب د دوری یو ښه اندیوال ژوند کوی او تیار راغلی یو تر څو هغه هم ووینو. انور خان بیا له دوی مننه وکړه او دوی ډیر ژر د خلاصون لاره لټوله چه انور خان د دوی له رازه خبر نشی. رښتیا که دوی مکتب نه و لوستلی خو په دی ښه پوهیدل چه د دروغو منزل لنډ دی. هغه هم چه د گل نبی خان مهمانی یی د انور خان له برکته خوړ لی. خو کله چه انور خان د دوی څخه رخصت واخیست او انور خان ورباندی پوه نشو ژر یی آه وویست. او ګنډیری وویل نن خو بچ شولو خو مامور حبو بیا ظابط گنډیری ته مخ واړوه او ویی وویل ته د څه تشویش کوی او زه بیا وایم ای کاش څو کاله دمخه مو دا کار کړی وای اوس به مو کورونه آباد شوی وه. او گلالی بچیان به مودرلود. خو گنډیری ویل د ظالم زویه راشه زما خولی وگوره بیا خبری وکړه. خو حبو بیا وویل رښتیا مو چه ویله چا خپل کړو چه په دروغو مو له کلی وباسی. حبو نور په مامور مشهور شوی وه نور نو حبو ته کلیوالو همیشه مامور او گنډیری ته یی بیا ظابط گنډیری ناری کولی دوی دا نوی نوم په وړیا او ساده توگه نه وه تر لاسه کړی. خو په دی ښه پوهیدل چه دا جعلی نوم خو یی یو ورځ بی آبه کوی. خو څه یی کړی وای. بیله دی چه دی کار ته یی ادامه ورکړی وای له همغی شیبی چیرته چه خیرات وه که واده هر چا حبو او گنډیری خبراوه او مزه داره ډوډی یی پری خوړله.

گل حبیب او گنډیری تر مرگه یو ځای ګرزیده. او په انډیوالی کی تغییر را نغی. حبو دومره قوی او غښتلی زلمی وه چه حد نلری. د ژمی یوه ورځ چه ډیر ساړه و او مسجد ملا صاحب ډیر گرم کړی وه او د سره اور شا وخوا ته ډیر خلک ناست وه گوری چه مامور حبو هم راغی ټول په تعجب کی شول چه حبو لاره غلطه کړی دا ځکه حبو د لمانځه سره چندان جوړ نه وه په دی لحظه کی گلو چه کندهار کی عسکری کړی وه او نوی یی ترخیض اخستلی و او لهجه یی هم لږ شانته قندهاری شوی وه ویی ویل ما قندهار کی یو زلمی ولیده چه په لوڅوو پښو په اور ودرید او ورته حیران پاته شوم مامور حبو دومره غوسه شو او گلو ته یی وویل که دا قندهاری دلته وای حتماً خور دی ورته نکاح کوله. که هغه کار زه وکړم بیا راته لیونی حبو وایی گلو په غوسه شو او مامور صاحب ته یی وویل ته دا کار کولی شی. چه چیرته ووایم مامور صاحب دومره قوی ده چه د کندهار پای لوچان ورته هیڅ دی مامور بیله دی چه څه ووایی په اور وغزیده او سری سکروټی یی په خولی کی واچولی هم یی په خپلی ملا او هم په خولی اور په ایرو بدل کړ او ویی ویل غنم به کله پاخه شی. دومره سوی وه چه هیڅ حد نلری په همدی لحظه کی په داسی حال کی چه ټول ځان یی سوی وه ټولو ته یی وویل یو ورځ مجنون ته چا وویل راشه د محبت قصی درته وکړم خو مجنون ورته وویل که هر څه وایی خو د لیلا د خولی ووایه او بیا یی وویل دا رښتیا ده چه غریب یم خو غیرت مو له هرچا زیات دی. گولو ډیر ژر لاس یی ونیو ویی ویل ته له هر چا زړور یی که خور می درلوده اوس می درته په رښتیا نکاح کوله هر چا که یی د کور غړی وه او که د کلی خلک ټولو ورنه وغوښتل راځه چه ډاکتر او روغتون ته لاړ شو. خو دی حاضر نشو زخمونه یی ناسور شو. خو ډاکتر ته لاړ نشو او خپله تداوی یی ونکړه هره و رځ چه هوا گرمیدله زخمونه یی ډیریدل او د نه تداوی علت یی دده د غیرت نښه وه له دی کبله درد یی قبلوه خو همت یی له لاسه ورنکړ مور یی هغه پغمان ته کوم چه همیشه حبو به په خپلو خپو ته او هلته یی خپله خواری او غریبی کوله خو دا ځل په کټ کی ویوړ. پغمان ته لاړل خو دا ځل یی نه مڼی وخوړی او نه یی لو وکړ او نه یی په پغمان کی د سرو گلو لاندی د سرو زرکو د محبت قصی واوریدی او نه یی د سرو شونډو موسکا ولیده په ډیر نا امیدی ولی په یو لوړ همت سترګی یی پټی شوی او ټولو ده ته د ده د همت او بیوزلی په خاطر اوښکی تویولی او ورته یی ژړل.

مامور حبو هم تر تورو خاورو لاندی شو خو یوڅه یی په آخره کی وویل موری غنم به کله پا خه شی. مور یی هم په سترگو وړنده او د زوی ناکامو هیلو په زړه سوری کړه او سکته یی وکړه کلیوالو هغه هم هلته د زوی په خوا کی خاورو ته وسپارله خو ظابط گنډیړی بیا کله چه غنم پاخه شوه هم یی په خپل کلی او هم یی په پغمان کی دیړ لو او لور وکړ پیسی د غنمو خرڅولو له لاری پیدا کړی واده یی وکړ. د واده نه یی لا څو اوونی تیری نه وی چه د خپل د کلونو کلونو وفادار انډیوال قبر ته لاړ دعا یی ورته وکړه او په ژړه غونی سترگو یی وویل ماموره غنم پاخه شوه خو تا ونه لیدل ما لو او لور وکړ خوته نه وی. په همدی ویلو لایی د وړوکی ګوتی د نکریزو رنگ بدل شوی نه وه د کلونو کلونو وفادار انډیوال په قبر یی له خولی وینی لاړی تر شفاخانی هم و نه رسیده هم سترگی د یو انډیوال له غمه پټی کړی. خو ده بیا په آخره کی وویل غنم می لو کړ ته نه وی. او مامور صاحب د مرگ په وخت کی وویل. غنم به کله پاخه شی. خو د ظابط صاحب په کور کی خدای یو زوی پیدا کړ د ظابط غیرتی کونډی خپل زوی ډیر ښه هغه هم په غریبی کی لوی کړ مکتب ته یی ولیږه او انجنیری فاکولته هم پری ولوسته اوس زوی یی په یوه انجو کی انجینر دی کله چه اولین معاش یی واخیست د ضابط کونډه د خپل خاوند او د هغه وفادار ملګری قبر ته د خپل زوی سره لاړ او په ژړا یی د هغو د هیلو د پوره کولو په خاطر وویل تاسو ویل غنم به کله پاخه شی. غنم پاخه دی خو تاسو نه یاستی چه ویی ریبی.

 

۶ می ۲۰۱۲

جرمنی

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org