نثار احمـــد بهین

 

غله “رهبر” ته :

که په سل واری دی واورمه وینا

که هر څومره راته وکاندی ژړا

که مسجد کی په قران باندی لاس کیږدی

که آخوند شی، که چړی شی که ملا

زه دی پیژنم چی غل یی

نه له خلکو څخه ویریږی نه له خدایه

نه شعور لری نه عقل ستر چار پایه

کوم کارونه چی تا کړی په ټول عمر

کوم یی ښه وو اوس پخپله راته وایه؟

بیاهم وایی چی ته هم دلاری مل یی

خلک دی مړه کړل په نا حقه بی حسابه

غنچی زړونه دی زخمی کړلو، خونابه

ډیر کورونه دی په غم کښینول هسی

خوشحالی دی له ملک ورکه کړه نایابه

بیا فریب اوبیا ګناه کړی، بیا په چل یی

د پردو په زور ته نه یی زورور

د دښمن په لمڅون مه جوړوه شر

څو لوچک او لنډغر ستا تکیه ندی

خپل ولس باندی تکیه وکړه او باور

بی ولسه لوڅ بربنډ او لکه شل یی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(نثار احمد بهین) ۲۲/۱۰/۲۰۱۶

 

 

§         منطـق -  نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         رسوایی : نثار احمـــد بهین

§         د مړو جـنــازی - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د شهـید هیــــــله - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د کلــی شیطـان - نثار احمـــد بهین

§         هغـــــــــه ورځ - نثار احمــــــد بهــــــــین

§         ځان ځانی: - نثار احمد بهین

§         د غـــم بــلا - نثار احمد بهین

§         مینه: -  نثار احمد بهین

§         عقده یی لیونیان - نثار احمد بهین

§         زمونږ کشتی: نثار احـمـد بـهـیــن

§        

 

 

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org