پنجشنبه، ۱۴ جون ۲۰۱۲

 
مجیب الرحمن ساپی

 

                                             

حافظ الأسد، سوریه، بعث

 

بعث یا پاڅوني د الارسوزي، چې د سوریې د علویانو له ډلې څخه دی د فکر زېږنده ده، چې د ماروني مسیحي میشل عفلق او صلاح الدین بېطار له لوري بنسټ یې اېښودل شوی او واک ته رسېدلی دی.

 د سوریې د بعث ګوند په لومړي سر کې په کودتا سره پیل شو، چې د ۱۹۶۳ زېږدي کال د مارچ په میاشت کې بعثیانو د کودتا له لارې واک تر لاسه کړ او لکه څنګه، چې سوریه نوي سیاسي ډګر ته د دانګلو په حال کې وه، هغه قومي لږکیو (اقلیت) ته زمینه برابره شوه، چې له دې وړاندې یې د سوریې په سیاسي ټولنیز ډګر کې شتون نه درلود.

له هغه مهاله، چې عثمانیانو له فرانسوي مسیونرانو او ختیځ پېژندونکو څخه پر علویانو د فشار آلې په توګه کار اخیست د بعث د ایډیولوژۍ تر رامنځ ته کېدو دغه لږکی په بشپړه سیاسي ټولنیز انزوا کې و او د خپل تاریخ ډېری برخه یې د سوریې په غرونو کې تېره کړې ده.

د علویانو شالید په اړه ډېرې څرګندونې شوي دي. یو شمېر یې د بیزانس ارتدوتکس او ارمني مسیحیت بدله شوې بڼه بولي، یو شمېر يې له اسلام څخه وړاندې پر ډلو د شیعه پوښښ ګڼي؛ خو علویان بیا ځان شیعه او د اسلام سپڅلي دین په لارښوونو ولاړ ګڼي.

 الحریة، الوحدة، الإشتراکیة

خپلواکي، یووالی او سوسیالیزم په ۱۹۶۹ زېږدي کال کې د بعث ګوند شعار شو. میشل عفلق د ګوند ایډیولوګ په توګه وویل: دغه درې شعارونه د ګوند اساسي آرمانونو په توګه، چې د یوه متیافیزیکي واقعیت بېلابېل او نه په ډاګه کېدونکي اړخونه رانغاړي، د عرب ولس نه بېلېدونکي موخې شمېرل کېږي. د عفلق په آند سربېره پر یادو موخو عرب ولس یوه بل معنوي زېږندې  یا نوي پاڅوني ته اړتیا لري، څو  د دغو آرمانونو لاره ورته هواره شي. د دغه لیدلوري له مخې باید د عربي ټولنې بدلون په پرتله د عربي وګړي معنوي بدلون لومړیتوب ولري. په واقعیت کې د بعث ګوند نوم، چې د پاڅوني په معنی ده په همدې باور د عربي ولس معنوي بدلون اړتیا ريښه لري.        

د بعث ګوند په ۱۹۵۳ زېږدي کال کې د اکرم حوراني په مشرۍ د سوریې له سوسیالیست ګوند (حزب الاشتراکیة) سره یو ځای شو او دغو دوو ګوندونو د بعث عربي سوسیالست ګوند رامنځ ته کړ. په لومړیو کې دغه ګوند د ۱۹۵۲ زېږدي کال د مصر انقلاب د مشرانو له بنسټ پاله پان­عربیزم څخه په کلکه ملاتړ کاوه، چې د عربو متحد جمهوریت تر نامه د سوریې او مصر د یووالي اصلي لامل وګرځېد او په عراق کې د عبدالکریم قاسم د حکومت پر مهال له ده سره خونړۍ نښتې تر سره کړې؛ خو د عربو په متحد جمهوریت کې د نورو ګوندونو په منحل کېدو سره د بعث ګوند په ځانګړي توګه د اکرم حوراني ډلې له ناصر سره مخالفت پیل کړ او په ۱۹۶۱ زېږدي کال کې د یاد جمهوریت له منځه تللو څخه وروسته ورو ورو د بعث ګوند په سوریې کې واک تر لاسه کړ او په ۱۹۶۳ زېږدي کال کې یې په بشپړه توګه د سوریې واک تر لاسه کړ.

میشل عفلق او اکرم الحوارني د بعث ګوند بنسټ اېښودونکي.

د بعث ګوند باور د عرب قوم پر اصالت او رسالت ولاړ دی. بعث د عرب له خلیج څخه تر اتلانتیک سمندره د واحد عربي دولت پر رامنځ ته کېدو باور لري.

د بعث سوسیالیزم د ټولنې پرګنو ترمنځ پر همکارۍ او مرستې ولاړ دی نه پر طبقاتي جګړې او مبارزې، له دې امله بعثیان له علمي سوسیالیزم سره مخالف دي او اصولاً سوسیالیزم یو ډول نشنلیزم ګڼي، چې عربانو ته دا امکان ورکوي، څو خپل توان په ډاګه کړي. بعث د دین او سیاست پر بېلوالي باور لري او هغه ارزښت، چې اسلام ته ورکوي یوازې له قومي او کلتوري لیدلوري څخه دی.

د (نوي صلاح) په مشرۍ نویو کیڼ اړخو او بنسټ پالو بعثي ځوانانو د میشل عفلق په مشرۍ تجربه لروونکي سیاست­وال یې په محافظه کارۍ تورن کړي. کيڼ اړخو بنسټ­پاله ځوانان په لوېدیځ په ځانګړي توګه په پاریس کې د لوړو زدکړو تر سره کولو له امله له مارکسیستي آندونو سره آشنا ول، چې له امپرالیزم سره د مبارزې لاره یې د پانګونې له منځه وړل په ګوته کول او عربي او اسلامي ارزښتونو او کلتور ته یې چندان پاملرنه نه درلوده. پر میشل عفلق د دوی نیوکه دا وه، چې د ده له لوري سیوسیالیزم د نشنلیزم قرباني شوی دی.

عفلق له بعثي حکومت سره اړیکې نه درلودې او د هغو فشارونو له امله، چې د سوریې له لوري پر عراق راغلل صدام حسین ده ته د عراق په بعث ګوند کې ښه مقام ورکړ، څو له دې لارې د سوریې بعث ګوند په پرتله د عراق بعث ګوند ځواکمن کړي. البته د عراق بعث ګوند د عفلق پراخو ګوندي اعتراضونو ته کوم ارزښت نه ورکاوه.

عفلق په ۱۹۸۹ زېږدي ومړ او د عراق دولت د ده د مړینې له کبله د ویر شانداره مراسم تر سره کړل. میشل عفلق د صدام حسین معنوي پلار شمېرل کېږي.

 

حافظ بن علي بن سلېمان بن اسد

حافظ الاسد د ۱۳۰۹ لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۴، چې د ۱۹۳۰ زېږدي کال د اکټوبر له ۶ سره برابره ده د سوریې په لوېدیځ د الاذقیه ښار په قرداحه سیمه کې په علوي کورنۍ کې وزېږېد. دی له ځوانۍ څخه د عرب ملت­پالنې او د سوسیالستي او د استعمارۍ ضد آندونو تر اغېز لاندې راغی او په ۱۶ کلنۍ کې له بعث ګوند سره یو ځای شو. دی په ۱۳۳۰ لمریز کال، چې له ۱۹۵۱ زېږدي سره برابر دی د سوریې د زدکوونکو سراسری شورا (المؤتمر العام لطلبة سوریة)  مشر په توګه وټاکل شو. حافظ په ځوانۍ کې غوښتل، څو د طب ډاکټر شي؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله و نه توانېد خپله دغه هیله پوره کړي او له هوايي ځواک سره یو ځای شو، چې د (نوي صلاح) دولت پر وړاندې، چې له ده سره د عفلق مشرۍ پر وړاندې په کودتا کې یو و کودتا وکړه.

د ۲۲ کلونو په اوږدو کې په ۵۲ کودتاوو سره سوریه په نړۍ کې د تر ټولو زیاتې کودتا لورنکي هېواد په توګه پېژندل کېږي.

د دغې کودتا په پایله کې، چې د( الحرکة التصحیحیة) اصلاح غوښتونکي خوځښت په نامه یادېږي نوی صلاح او نور الدین آتاسي له لومړۍ وزیرۍ او ولسمشرۍ او له ټولو ګوندي دریځونو څخه لرې او بندیان شول او د حافظ الاسد په لومړي وزیرۍ نوی دولت رامنځ ته شو. څلور میاشتې وروسته د ۱۳۴۹ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۱، چې د ۱۹۷۱ زېږدي کال د مارچ میاشتې له ۱۲ سره برابره ده حافظ الاسد د سوریې ولسمشر په توګه وټاکل شو.

حافظ الاسد په خپل بهرني سیاست کې د دې په لټه کې و، څو سوریه له انزوا څخه بهر کړي؛ له همدې امله یې په بهرنیو اړیکو کې د شخړو له منځه وړل غوره کړل. په لومړیو کې ده هڅه وکړه، څو د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې ښې کړي او له هغه وروسته په ډېرې هوښیارۍ او محافظه کارۍ سره له لوېدیځو هېوادونو سره خپله ملګرتیا یې پیل کړه. حافظ الاسد د اسراییلو پر وړاندې منفي لید درلود او له دوی سره یې په مبارزې کې ټول امکانات په کار اچول. حافظ ایران ته دخپل سفر په ترڅ کې د ایران له پادشاه محمد رضا شاه پهلوي څخه ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته تر لاسه کړه. په ورته وخت کې اسد د موسی صدر او ډاکټر چمران له لارې د پهلوي رژیم له مخالفینو  سره نږدې اړیکې درلودې.

حافظ الاسد د خپلې واکمنۍ پر  مهال د واک په جوړښت کې یې هېڅ راز اساسي بدلون رامنځ ته نه کړ او د ده د واکمنۍ پر مهال د سوریې سیاسي نظام د نسبي ثبات درلودونکی و. ده اړین پوځي، اطلاعاتي او امنیتي دندې علوي پوځیانو ته وسپارلې. حافظ الاسد د بعث ګوند له لارې د واک په قبضه کولو سره یې نورو خپلواکو سیاسي او مخالفو ګوندونو ته د فعالیت اجازه ور نه کړه او یوازې د بعث ګوند د سوریې رسمي ګوند په توګه پېژندل کېده. امنیتي ارګانونو ته د پراخو واکونو ورکول، د مخالفانو بندیانول، په بندخونو کې د بندیانو بد حالت، د وینا او آند آزادۍ او د خپلواکو قضايي ارګانونو نشتون د هغو مواردو له برخې څخه دي، چې د ده پر حکومت یې ډېرې نیوکې متوجه کړې وې.

په کورني ډګر کې د حافظ الاسد اساسي کړکېچ د حاکم بعث ګوند پر وړاندې د سوریې اخوان المسلمین غورځنګ مخالفت و. په ۱۳۵۲ لمریز کال، چې ۱۹۷۳ زېږدي سره برابره د سېکولار اساسي قانون تدوین، په همدې کال کې له جګړې وروسته د سولې له لړۍ سره یو ځای کېدل او د مسیحي مارونیانو په پلويتوب او د فلسطیني ډلو پر ضد د لبنان په کورنیو چارو کې لاسوهنه هغه څه ول، چې په سوریې کې یې د حافظ دولت پر وړاندې د اخوان المسلمین مخالفت په جدي توګه رامنځ ته کړ.

په حمص او حما ښارونو کې د اخوان المسلمین پاڅونپیل شو، چې  د حافظ الاسد ورور رفعت ا لاسد تر قوماندې د پوځ ځواکونو په ټول شدت او تاوتریخوالي سره دغه پاڅون وځاپه او دواړه ښارونه یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

حافظ الاسد د ۲۰۰۰ زېږدي کال د جون میاشتې په ۱۰ نېټه د لبنان له ولسمشر امېل لحود سره د ټيلیفوني خبرو اترو پر مهال د زړه ناروغۍ له امله د ۶۹ کلنۍ ومړ.

 د کودتا له پیل څخه تر مړینې حافظ الاسد ته له نږدې کسانو څخه یو هم عبدالحلیم خدام دی. دی د حافظ الاسد او بشارالاسد دولت ترمنځ د نښلوونکې کړۍ رول لوبوي او د اساسي قانون له تعدیل وروسته، چې د بشارالاسد له عمر سره برابر نه وو دولت ده ته سپاري.

په ۲۰۰۰ زېږدي کال کې د حافظ الاسد له مړینې څخه وروسته بشارالاسد ولسمشرۍ ته لار ومونده او د بعث ګوند مشر په توګه وټاکل شو.

عبدالحلیم خدام په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې له خپلې دندې په استعفا ورکولو سره د سوریې حکومت له مخالفینو سره یو ځای شو. دی د محکمې له لوري په ابد حبس محکوم شوی دی. د هغو اسنادو له مخې، چې د پرانسې خبري آژانس تر لاسه کړي دي، خدام د سوریې مشرۍ ته په افترا او د لبنان پخواني لومړي وزیر رفیق حریري قتل په اړه نړۍوالۍ محکمې ته د دروغ ویلو په تور  بندي دی.

اوس مهال بیا عبدالحلیم خدام د دې په لټه کې دی، چې د معمر قذافي دولت پر وړاندې د انتقالي شورا په څېر په سوریې کې هم د بشارالاسد پر وړاندې ورته انتقالي شورا رامنځ ته کړي.

 

لیکوال سید رضا صانعي

ژباړن: مجیب الرحمن ساپی

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org