د خواشینی او خواخوږې پیغام

 

په ډیره ستره او زړه بوږنوونکی خواشینی سره زموږ د غم ځپلی او جګړه ځپلی هیواد په سترو ناورینونو او ناخوالو همیش دردیدلی او زوریدلی مشر او ویاړلی سپین ږیری د جرګی، مرکی، څلی او نرخ یوه درنه او با وزنه سټه ارواښاد حاجی محمد څمکنی په کړیدلی، غمیدلی زړه او سترو ارمانونو سره له دی فانی نړی څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.

انآلله و انا الیه راجعون

زه د کډوالی په مهال په یوه لیری پراته ټاټوبی کی د دغه غمجن او ویرجن خبر په اوریدو سره د خپلو تودو اوښکو تر شړقنده باران لاندی راغلم خدایږو سخت ودردیدم او د ده د صلابت او وجاهت درنه پښتنی څیره می سترګو ته ولاړه وه هغه انسان چی د خپل عمر په اوږدو کی یی تل د خپلو خلکو او ولسونو په منځ کی ژوند وکړ د هغو په غم، ښادی او د ژوند په ټولو چارو، ستونزو او ربړو په هواری کی یی رښتینی او صادقانه نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی او دخپل ولس په غم غمجن او په ښادی ښادمن و هغه څوک یادوم چی د پښتنی او افغانی جرګو د ویاړ شمله وه هغه لکه د اوسنیو واکدارانو په څیر پراخه پانګه نه درلوده د ژوند په بهیر کی د زیاتو بی وسیو سره مخامخ و.

که څه هم په ملی او دولتی لوړو پوستونو کی یی دندی تر سره کړی او پخپل ټول فکری او معنوی ځواک سره یی په هیواد کی د سولی د ټینګښت او ملی روغی جوړی د تامین په لاره کی په سلګونو او زرګونو جرګی مرکی کړی دی او د ژوند تر وروستی شیبی پوری د خپل هیواد او هیوادوالو په غم وکړیده.

له هغه څخه دنګی دنګی ماڼی پاټی نه شوی خو د هغه درنه سټه هغه دنګه ماڼی ده چی زموږ د ولسونو په منځ کی به تل په ویاړ او درنښت یادیږی.

ارواښاد حاجی محمد څمکنی یوه قوم یوی سیمی او یا یو ولایت ته منسوب نه و هغه د خپل هیواد د ټولو وروڼو ملیتونو، قومونو او سیمو سپین ږیری او خواخوږی مشر و.

ما زیات کلونه د هغه د مشر تابه او لارښوونی لاندی د جرګه ییزو او سوله ییزو کارونو ویاړ او افتخار درلود زه ځان عاجز بولم چی د داسی یوه ستر قومی، ملی او ټولنیز شخصیت ټولی ښیګڼی په دغه لنډه لیکنه کی راونغاړم.

ســـتا د ښایست ګلــــونه ډیــر دی

ځولی می تنګه زه به کوم کوم ټولومه

زه په ډیر ژور تاثر سره د ارواښاد څمکنی صاحب د وفات له کبله د هغه درنی کورنۍ، زامنو او دوستانو ته د جمیل صبر او تسلیت غوښتنه کوم او د لوی خدای له سپیڅلی درباره ورته د فردوس جنت غواړم.

قالو انالله و انا الیه راجعون

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هیڅ خندا می له دی خلکو سره نه شی

ژړوی می هغه تلــلي تلــلي خــلک

نه پوهیږم چــی و کومی خواته ولاړل

لیدی نه شـی هغــه ما لیدلي خلک

بسم الله اکبري هالینډ.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org