صدیق
کاوون توفاني
هېر
کلونه وشول چې دې نه وینمه
غزل د سترګو دې لوستلای نه شم
نور مې دا ستړی سرګردانه نظر
- دا د اغزنو اوږدو لارو د سفر لاروی -
ستا د خوږو سترګو چینو کې لمبولای نه شم .
* * * * *
نور مې د سترګو د ګودر په غاړه
ستا د پښو پلونه هم نه ښکاري
نور مې د شونډو د بیدیا په څنډو
- په دې شګلنو بې بهاره تالو-
ستا د بوسې ګلونه هم نه ښکاري
* * * * *
نور دې د خیال په آسمان نه ځلېږم
نور مې د خوب کلي ته هم نه راځې
داسې ښکاریږي چې هېر کړې دې یم
د ګلورینو خاطرو له باغه،
د وچ لرګي په شانې لیرې غورزولای دې یم .
* * * * *
زما او ستا هغه اورینه مینه
چې ځلېدله، بلېدله مدام
هغه د تورو ماښامونو ډیوه
- لکه د شپو په زړه کې بله شمه –
چې سوزیدله، خندیدله مدام
اوس په کې اور نه شته، سپرغۍ نه لري
اوس له رڼا ډکه ځولۍ نه لري .
* * * * *
خو لا تر اوسه مې د زړه په قاب کې
یوازې ستا د مخ تصویر پاتې دی
یوازې ته مې یې د ذهن په ډولۍ کې ناسته .
یوازې ته مې لکه وینه په رګو کې جاري .
آلمان (نومبر- ۲۰۰۰)
شاعر: صدیق کاوون توفاني
د مینې تړون
بیا مې جانانه، د زخمي زړګي په سوې للمه
ستا د خوږو، خوږو یادونو باران ووریده
بیا مې د مړاوو خاطرو په رژیدلي چمن
د پسرلي د سرو ګلونو باران ووریده .
* * * * *
کلونه وشول چې له تا نه جلا شوی یمه
کلونه وشول چې په تا مې سترګې نه خوږېږي
کلونه وشول چې دنیا لکه زندان ده راته
کلونه وشول چې د سا وزر مې نه غوړېږي .
* * * * *
اوس مې یادېږي هغه تللې تېرې شېبې
هغه د ګلو غوندې ښکلي او رنګین وختونه
هغه د مینې د رڼا په میوو مستې ورځې
هغه ساده، هغه سپېڅلي نازنین وختونه .
* * * * *
چې مې له تا سره تړون پکې د مینې وکه
چې ستا په غېږه کې مې ځان او جهان وپېژانده
ته مې کعبه شوې درته زه په لمانځه ودریدم
ستا په لمنه کې مې هوډ او ایمان وپېژانده .
* * * * *
ما ویل زه به دې جانانه جنتي ښایست ته
د سرو غوټیوغوندې ښکلی سور غزل ولیکم
ما ویل زه به دې د تور ټیکري په تورو څنډو
د لمر په اوښکو حماسه د سره تکل ولیکم .
* * * * *
ما ویل زه به ستا د زلفو په حسینو شپو کې
د ابدي مینې ځلانده ستوري وځلوم
ما ویل زه به ستا د مخ هغه سپېڅلی سهار
د پسرلي د شنې وږمې په عطرو ولمبوم .
* * * * *
ما ویل زه به د تیارو اوږده، اوږده لاسونه
ستا په زرینو، پرتمینو زلفو وتړمه
ما ویل زه به د بدرنګې شپې ناولی کجیر
د سپینې ورځې د رڼا په غشو وولمه .
* * * * *
خو د تیارو د خدای، بدرنګه اراده بله وه
ستا برخه لیک یې د بادونو په وزر وتاړه
ستا په تندي یې آیتونه د لمبو ولیکل
ستا په ټیکري یې د سرو وینو سمندر وتاړه .
* * * * *
ما مرغلرې ستا له سترګو نه راټولې نه کړې
ما دې په زلفو د آرمان ګلونه، و نه ټومبل
د ماتمونو تورو شپو ته دې څراغ نه شومه
د زړه داغلي پرهارونه مې دې ونه ګنډل .
* * * * *
چې ستا د زړه په ښار لښکرې د ماتم وختې
ما یې یوازې په سرو سترګو تماشا کوله
ستا په دردونو او په خپلې بې وسۍ مې ژړل
ته سوزیدې ما درته هیله د بقا کوله .
* * * * *
خدایزده چې په زوریدلي زړه به څه تېرېږي
ښایي چې تاته به بې هوډه، بې وفا ښکارمه
ته به مې وړ د خپلې مینې د پرتم نه ګڼې
تاته به مات ښکارمه تاته به رسوا ښکارمه .
* * * * *
مات خو به یمه، خو جانانه بې وفا نه یمه
د تومتونو زنځیرونه په پښو ګرځوم
له تا نه لیرې، په پردیو نا آشنا کوڅو کې
د مجبورۍ د ژوندون پېټی په اوږو ګرځوم .
* * * * *
خوستا د سترګو په زیارت باندې قسم کومه
یوه شېبه دې هم له یاده جلا شوی نه یم
د شنه باور په کرونده مې لا هوډونه شنه دي
د سرو غاټولو په تړون باندې ختلی نه یم.
* * * * *
د یاد په دښته کې مې څري ستا د مینې هوسۍ
د خوب باغچه مې ستا د حسن په ګلونو پټه
د ذهن دړه مې یوازې ستا نامه پوښلې
د زړه ماڼۍ مې ستا په ښکلو تصویرونو پټه .
* * * * *
آلمان (جنوري - ۲۰۰۱)
شاعر: صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدلقادر مسعود
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat