پنجشنبه، ۱۱  می  ۲۰۱۷

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

داکتر سرلوڅ مرادزی

 

 

 

 ۹ مې، ۲۰۱۷ 

 پښتو کې یو متل دی وايی «چاڼي کوزې ته وویل چې تا کې دوه سوري دي!»

کابل ته د حکمتیار په راتګ سره له ټولو مخکې نظار شورا او اسلامي جمعیت په رسنیو کې یوه غوغا پورته کړې  چې هله باید عدالت پلی شي او حکمتیار باید ژر د جرمونو په تور محکمه او مجازات شي. د عبدالله عبدالله او قانوني په څېر یو شمېر نور چې تازه يي نیکټایي تړل زده کړی، په یوه شپه دیموکراتان شوي او غواړي د دیموکراسۍ له دریځه د حکمتیار په وړاندې دوسیه پرانیځي او له نورو تورونو مخکې په مذهبي سخت دریځۍ حکمتیار مجازات کړي!

بلخوا په دې غوغا کې تر نورو هغه څوک مخکې روان دي چې هره ورځ يی هېواد او نظام سره د جرمونو په دوسیه کې نوی څپرکی ورزیاتیږي او په هیڅ شان له دې لارې د شاتګ تکل نه لري!

د زیات شرم خبره لا دا چې په پیل شوي قرصک کې ځیني په اصطلاح روښانفکران تر نظار شورا ډېر تاوده او مست نڅیږي او حکمتیار ته په مجازاتو کې د محاکمو دندو هم د ځان حق ګڼي.

که لنډ تېر تاریخ ته نظر واچوو د حکمتیار د مذهبي سخت دریځۍ، توندلاریتوب او جګړي یو غټ لامل خپله اسلامي جمعیت او نظار شورا ده چې اوس غواړي دا ټول تورونه پر حکمتیار او نورو ورواچوي او ځان افغانانو ته دیموکراتان او د سولې پتنګان وروپیژني!

حکمتیار د ټاکلې ايدیولوژۍ، ځانګړي سیاسي نړۍ لید او پخپل کړنچار کې د سخت دریځۍ له شهرت سره سره حق لري د دوی پشان پخپل هېواد کې واوسیږي، د خپلو اندیښنو او لیدتوګې سره سم ټولنیز فعالیت وکړي او د هېواد په سیاست کې د نورو پشان ونډه ولري.

دا هم باید هېر نه شی حکمتیار او د هغه اسلامي ګوند پخپله خوښه هېواد پریینښود، بلکې یو شمېر لاملونو نوموړی اړ کړ چې هېواد پریږدي او وسلې ته لاس کړي. د ۱۹۹۲ کال وروسته کله چې اسلامي جمعیت او نظار شورا په پخواني دولت کې د پنځم ستون په مټ کابل ونیو او په انحصاري ډول يي دولتي واک ترګوتو کړ، د رباني واکمنۍ سره د حکمتیار شخړه او جګړه دفاعي بڼه لري. په دې جګړو کې اسلامي جمعیت او نظار شورا د تیري کوونکی او د دولتي واک د انحصارګر په توګه، خو حکمتیار د ځان او خپل حق په دفاع کې جګړې ته اړ کیږي.

د ۱۹۹۲ کال مخکې هم حکمتیار په تېره بیا د جلال اباد ښار د ۱۹۸۹ کال جګړې په اړه خپله تېروتنه ومنله او په دې اړه يي له ننګرهایانو او افغانانو بخښنه وغوښته. اوس د اسلامي جمعیت او نظار شورا وار دی چې د کابل ښار د ورانۍ او د ۷۰ زره کابلیانو د ټولوژنې پړه پر غاړه واخلي او په دې اړه له کابلیانو بخښنه وغواړي! عبدالله عبدالله چې ارګ کې د سولې او روغې جوړې په اړه نیشداره څرګندونې کوي، کولای شي هغه مهال چې د نظار شورا ویاند وو، په افشارو کې د هزاره ګانو د ټولوژنې په اړه اعتراف وکړي او بخښنه وغواړي!

اوس د دې وخت رسېدلی چې ټول جګړه مار تنظیمونه باید پخپلو تېرو کړو پښيمانه شی، له افغانانو بخښنه وغواړي او د نه تکرار ډاډ ورکړي. البته حق العبد خوندی دي او د هغو په اړه پریکړه بېل بحث دی.

د ولسمشر اشرف غني په بیساري نووښت او د حکمتیار په هېوادپالنې، اسلامي ګوند او حکمتیار سولې او روغې جوړې ته هرکلی ووایه او په زړورتیا سره بیرته هېواد ته راستون شو چې د افغانانو له تود ښه راغلاست سره مخامخ شو.

خو د ده په راتګ  او د روغې جوړې له بهیر سره په ملګرتیا بیا هم همغه  پخوانۍ کړۍ ناخوښه دي او په رسنیو کې پورته شوې غوغا هم له دې خبرې سرچینه نیسي. د حکمتیار په اړه ویل کیږی مذهبي سخت دریځه او جګړه مار دی او تازه دا چې د پارلماني نظام پر ځای ریاستي نظام او د فیډرالي او پاشلې ادارې پرځای مرکزي غښتلی حکومت غواړي. خو اصلي خبره دا ده چې دا پوښتنې څوک کوي، آیا په هېواد کې یوازې حکمتیار مذهبي سخت دریځه دی، په نظار شورا او اسلامي جمعیت کې عطا نور، یونس قانوني، عبدالله عبدالله، صلاح الدین رباني، اسماعیل خان، د مسعود کورنۍ، ضیا مسعود او احمدولي مسعود او ډېر نور چې لږ مهال وړاندې له حکمتیار سره یو ځای ټول د یوه تنظیم غړي ول، فرانسوی دیموکراتان او په افغانستان کې د ژانژاک روسو د اجتماعي قرارداد پلي کوونکي او یا د بلې اروپايي ــ امریکايی دیموکراسۍ ریښتیني لارویان او پلویان دي څه؟

که دي، خو ټول د یوې څمڅې کربوړې دي!

د جبل السراج د شرموونکي تړون څخه وروسته او پر کابل د یرغل په درشل کې احمد شا مسعود د پروان او کاپیسا ولایتونو خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې چې ویدیو يی په YouTube شته دی، وايي «… جهادي مشرانو، نه وایم چې ټولو، ورو ورو له دکتور نجیب الله سره اړیکې ټینګې کړې وې؛ هیڅوک انکار نه کوي، څو تنه زه پيژنم چې د ایټالیا روم کې د نجیب الله استازو سره يي ولیدل، موږ او تاسو هغه په راډیو کې واوریدل. په هیواد کې دننه داسې یوه فعاله او ژوندۍ ټلواله چې د چلوټو مخه ونیسي او بې له ځنډه یوخوځښت راپیل کړي، نه لیدل کېده.

لویدیځوال چې موخه يي له لومړۍ ورځې تر ننه پورې خپلې ګټې دي نه د اسلام بریالیتوب،  دې خبرې ته په پام، دوی داسې یو حالت رامنځته کړی وو چې مجاهدین کمزوري کړي او بیا په دې لټه کې وو چې بالاخره د جهاد ګټې خپل لاس ته راوړي او خپل لاسپوڅي حکومت د سیاسي حل، د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې او د بې پرې حکومت په نوم په کابل کې جوړ کړي. موږ باید تیرې خورا دردناکې  ورځې چې ۱۴ کاله موږ جهاد  وکړ اوله پنځه میلیونو زیات کډوال او له یو یا یونیم میلیون څخه زیات شهیدان او معیوب مو ورکړل رایادې کړو. روستیو ورځو کې ټولو دا انګیرله داسې ځواک چې نجیب راوپرځوي، نلري او لیدل يي چې برخلیک يي له بهر څه لویدیځوال او یا نور هیوادونه ټاکي او دوی دي چې غواړي پردی حکومت راولي او کابل کې يي  واک ته ورسويهغه ورځې هم نه هیروو چې یو شمېر ګوندونو د اسلامي ګوند په ګډون، بې طرفه حکومت ومانه او خپل لس تنه استازي يي وروپيژندل او چمتو شول چې د ملګرو ملتونو د پریکړو سره سم او د دې ټولنې تر مشرتوب لاندې حکومت ومني.

دا د پروان او باګرام نیول وو چې چا اصلآ په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصور هم نه شو کولای. تاسو پوهیږۍ چې یوازې یوه ورځ پاتې وه، یانې یوه ورځ روسته بې طرف حکومت، کابل ته روان وو او په شا کې يي د ملګرو ملتو ځواکونه هم کابل ته رسیدل. یوازې په وروستۍ ورځ مې وویل چې الحمدالله د چلوټې مخه ونیول شوه او دغه ویاړ خدای د پروان او کاپیسا  د خلکو په برخه کړ او دې خلکو پخپلو سرښندنو سره پروان ونیو، باګرام یي ونیو او یوځل پاڼه په بل مخ واوښته….»

دا چې وروسته او نن هم جمعیت او نظار شورا وايي حکمتیار لومړی غوښتل کابل ته ننوځي، دا خوشې ښکرور درواغ دی. لومړی دولت کې د پنځم ستون په مټ، دوی کابل ونیو لکه څنګه چې احمدشا مسعود پورته اعتراف کوي او بیا يي د دولتي واک د انحصار لپاره حکمتیار سره جګړه پیل کړه.

که خبره د سخت دریځۍ او توندلاریتوب پر سر  وي، د برهان الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت او د احمدشا مسعود په مشرۍ نظار شورا په افغانستان کې د مذهبي  Extremismبنسټ ییښودونکي دي چې د حکمتیار اسلامي ګوند يي په ښاخ کې هم نه شي راتلای.

کابل ته د حکمتیار په راتګ سره جمعیتیان او نظار شورا؛ د لطیف پدرام، احمد سعیدی، ملک ستیز او داسې نورو په اصطلاح لسګونو روښانفکرانو سره یوځای په افغانستان کې یوازې حکمتیار د مذهبي سخت دریځۍ په ګنا نه بخښي! دلته که اسلامي جمعیت او نظار شورا چې پېژند او موخې يي له چا پټې نه دي يي یوه شېبه اخواته کړو او له یادو روښانفکرانو پوښته وشي چې تاسو ولې د جمعیت او نظار شورا په مذهبي سخت دریځۍ او توندلاریتوب سترګې پټوۍ، آیا له حکمتیار پرته تاسو نور سخت دریځه نه وینۍ؟

دوی ټول هڅه کوي د جمعیت او نظار شورا مذهبي سخت دریځي او شرارت پټ کړی، پر نورو د مذهبي شعارونو او تورونو لاندې خپل سیکټاریستي او ملي ضد څېره پټه کړي، د جهاد او مقاومت د مذهبي نغارې په بیا بیا ډنګولو سره د افغانانو ترمنځ د یووالي مخه ونیسي او په پای کې پرینږدي افغانان پر مرکزي حکومت راټول شی او هېواد د نظام، ادارې او مرکزي دولت خاوند شي.

که بله پوښتنه هم له دغو دیموکراتانو او جمعیتیانو وشي، اسلامي ګوند او حکمتیار چا اړ کړو چې وسلې ته لاس کړی، آیا تاسو نه واست چې د پرلپسې توطیو په مټ مو نه یوازې اسلامي ګوند بلکې یو شمېر طالبان هم اړ کړي چې د واکمنۍ په وړاندې وسله را واخلي!

آیا نن هم چې د ۱۹۹۲ کال پشان اسلامي جمعیت او نظار شورا د دولتي واک د انحصار په موخه د سولې او ملي روغې جوړې په وړاندې مورچل  نیسي او نیمچه ډیموکراتان يي غږ ورغبرګوي او ملاتړ يي کوي، په لوی لاس د تمام عیار مذهبي سخت دریځه حکومت د رامنځته کېدو لپاره لار نه هواروي او د یوه دیموکرات حکومت او سیکولاریزم په وړاندې خپله نه خنډ کیږي!

په سرتمبه ګۍ سره د فیډرالیزم او نورو سیکټاریستي موخو لپاره له نظار شورا او اسلامي جمعیته ملاتړ او د یوه ریښتیني روښانفکري غورځنګ په وړاندې درېدل او دهېواد له نورو روښانفکرانو څخه څنګځن تېرېدل، په پای کې د مذهبي سخت دریځه واکمنۍ لپاره لار پرانیځي او دلته پر اسلامي ګوند تور ته د وخت اوځای اړتیا نه پاتیږي!

له بده مرغه داسې روښانفکران ځانته ګور خپله کني!

نن چې اسلامي ګوند سوله او روغه جوړه مني، د مرکزي حکومت ننګه او ملاتړ کوي، د ملي ګټو د ملاتړ په سنګر کې دریږي، د ښځو حقوقو ته په درناوۍ او رعایت قایلیږي، باید وهڅول  وشي.

په ارګ کې د حکمتیار دا خبره چې چا د نجونو پرمخ تېزاب پاشلې وي، لعنت دې ورباندې وي؛ اوس د عبدالله عبدالله، یونس قانوني او نورو جمعیتیانو وار دی چې دوی هم لږ تر لږه د هغې ناهید په وړاندې چې د دوی له وحشته يي ځان په مکرویانو کې له شپږم منزل څخه ګوزار او شهیده شوه، پخپله ګناه اعتراف وکړی، پرځان لعنت ووايی او بخښنه وغواړي!

د ۲۰۱۷ کال د مۍ ۹ مه

سرلوڅ مرادزی

 

یادونه: په «دیدگاه ها» کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د «اصالت» توافق ورسره شرط نه دی.
که تاسو غواړئ «دیدگاه ها» کې مو لیکنه خپره شي، 
اړیکه راسره ونیسئ. مننه

 

 

 

 

  

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نمي خواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)