یکشنبه، ۱ اپریل ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

ایران؛ ښکاره ملګری، پټ دښمن

میرویس جواد

 

په افغانستان کې د ایران لاس وهنې د امریکایانو راتګ پورې منحصر نه کېدای شي؛ بلکه دغه لاس وهنې نولسمې زېږدیزې پېړۍ او حتی له هغه وړاندې پورې تړلي دي، چې غواړم په لنډه توګه تاریخي شالید ته یې اشاره وکړم او وروسته به په اوسنیو حالاتو کې د ایران لاس وهنې و څېړم.

په ۱۹ پېړۍ کې د سیستان ولایت، چې د تاریخ او اسطورې له پلوه د پخواني (خراسان او آریانا) او اوسني افغانستان تاریخي ښار وو د روسيې او برېټانيې د استعمار پاملرنه له دې امله ورته وشوه، چې د افغانستان، بلوچستان، هندوستان او ایران د لارو پر سر پروت ولایت وو.

په ۱۸۶۶ زېږديز کال کې د ایران حکومت سیستان ولایت، چې د افغانستان خاورې پورې تړلی وو لاس واچاوه، چې د ایران او افغانستان ترمنځ شخړې او حتی جګړه پیل شوه. د دغې جګړې ختمولو لپاره برېټانیې د منځګړي په توګه میدان ته را ودانګل البته د برېټانیې منځګړيتوب د ایران او برېټانیې ترمنځ د پاریس تړون له مخې، چې په ۱۸۷۲ زېږدیز کال کې لاسلیک شوی وو رامنځ ته شوو، نو هماغه وو، چې د برېټانیې له لوري یو پلاوی، چې مشري ګولډ سمټ کوله او د پالک په نامه یې یو تن غړی درلود قضیې ته دننه شول.

په دغه وخت کې ایران د برېټانیې تر نفوذ لاندې وو او د ایران لومړی وزیر سپه­سالار میرزا حسن خان د انګلیس جیره خور وو، په داس حال کې، چې د افغانستان پاچا امیر شېر علي خان د انګلیس له سیاستو سره په ټکر کې وو، نو طبیعي خبره ده، چې انګلیسي پلاوي به هم خپله پرېکړه د ایران په ګټه کوله.

د دغې شخړې حل کولو لپاره د افغانستان له لوري سید نور محمد شاه خان د ایران له لوري مرزا معصوم خان او وروسته مرزا ملکم خان د استازو په توګه و ټاکل شول. له ډېرو هڅو څخه وروسته انګلیسي پلاوي په ۱۸۷۲ زېږديز کال د اګسټ په ۱۸ نېټه خپله پرېکړه صادره کړه. د پریکړې په ډېری برخو کې له سیستان څخه د افغانستان خاورې په توګه یادونه شوې ده؛ خو په پایله کې سیستان د انګلیسي پلاوي له لوري په دوو برخو وویشل شو. هغه برخه یې، چې ډېر وګړي په کې مېشت ول او ښېرازه سیمه وه د ایران ته یې ورکړه؛ خو د چخانسور کم وګړي سیمه او همدا راز د نادعلي کلا او تر کوهک بندره پورې د هلمند سیند دواړې خواوې افغانستان ته پرېښودل شوې.

په هغه وخت کې دغه پرېکړه د افغانانو د منلو وړ نه وه او د سید نور محمد شاه تر جدي نیوکې لاندې هم راغله.

ستنونزه دلته پای ته و نه رسېده؛ بلکې په ۱۸۹۶ زېږدیز کال کې د هلمند د سیند مجرا، چې له نادعلي څخه تېرېده او په مستقمه توګه مخ په شمال روانه وه مسیر یې بدلون موند، چې له امله د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش پر سر بیاځلي شخړې رامنځ ته شوې.

د شخړ حل لپاره د سرهنري مک مهان په مشري یو ځل بیا د انګلیس پلاوی وټاکل شو، چې د مک مهان پرېکړې په پایله کې د هلمند سیند نیمايي اوبه ایران ته وبښل شوې، چې بیا هم د افغانان له لوري په کلکه رد شو. د هلمند سیند د افغانستان له غرونو څخه پیلېږي او ډېری برخه یې د افغانستان په خاوره کې بهېږي.

له کلونو کلونو شخړو او د دواړو هېوادنو ترمنځ د پلاوو له لېږلو او رالېږلو څخه وروسته بالاخره د ۱۹۷۳ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په ۱۳ د افغانستان د لومړي وزیر محمد موسی شفیق او د ایران له لوری له امیر عباس هویدا سره د هلمند د اوبو بر سر تړون لاسلیک شو.

د تړون له لاسلیک کېدو څخه وروسته او هغه مهال، چې سردار محمد داوود خان د ظاهر شاه پر وړاندې کودتا وکړ، نو دغې کودتا د ایران شاهي نظام اندېښمن کړ؛ ځکه په ګاونډ کې یې شاهي نظام نسکور شوی وو او دغې کړنې د ایران شاهي نظام مخالفانو ته جرات ورکاوه، څو د شاه پر وړاندې و درېږي. د کودتا په ترڅ کې ایران چوپ کېنه ناست؛ بلکې هڅې یې وکړې، څو د داوود خان پر وړاندې په شاهي کورنۍ کې بل ځای­ناستی را پیدا کړي، خو و نه توانېد. له دې مخې ایران اړ شو، څو له داوود خان سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور انقلاب سره جوخت په ایران کې اسلامي انقلاب بریا تر لاسه کوي، نو هماغه وو، چې د اهل تشییع ډېری برخه ایران ته کډوال شول.

په لومړیو کې د ایران مذهبي مشر روح الله خمیني په دې لټه کې وو، څو د ایران انقلاب اسلامي نړۍ ته د بېلګې په توګه وړاندې کړي او له ټولې اسلامي نړۍ سره یې اړیکې پاللې؛ خو له لنډې مودې څخه وروسته نظر یې بدل شو او یوازې د اهل تشییع په فکر کې شو، چې د بېلګې په توګه د لبنان د حزب الله له رامنځ ته کېدو څخه یادونه کولای شو. په افغانستان کې هم همدا مسئله وه، هغه شیعه افغانان، چې ایران ته کډوال شوي وو د ایران دولت په مرسته یې په لس ګونو ډلې ټپلې رامنځ ته کړې، په لاندې توګه دي:

·        شورای انقلاب اسلامي افغانستان

·        حرکت اسلامي افغانستان

·        سازمان نصر افغانستان

·        سازمان نیرو اسلامي افغانستان

·        نیروی انقلاب اسلامي

·        نهضت اسلامي افغانستان

·        حزب اسلامي اعلاْ افغانستان

·        روحانیت و جوان افغانستان (رجا)

·        فداییان اسلام افغانستان

·        امت اسلامي مکبت توحید

·        سازمان فلاح اسلامي

·        حزب دعوت اسلامي افغانستان

·        کانون مهاجر

·        اتحادیه مهاجرین افغانستان

·        شباب الهزاره

·        شورای انقلاب آزادي بخش اسلامي

ایران وکولای شول، چې د دغو ډلو ټپلو په رامنځ ته کولو سره په افغانستان کې پراخ نفوذ ولري او د شورویانو پر وړاندې د "جهاد" پر مهال له همدغو ډلو ټپلو څخه د ځان په ګټه، ګټه پورته کړي. غواړم دغه مسئله نوره هم روښانه کړم: په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې هغه مهال، چې د ایران او عراق ترمنځ جګړه پیل شوه، نو په لومړیو کې د ایران وسلې بسنه کوله؛ خو د جګړې له غځېدو سره هغه وسلې، چې د امریکا له لوري د ایران له شاهي نظام سره مرسته شوې وې مخ په خلاصېدو وې او هغه وسلې او توغندي، چې پاتې هم وو، نو ډېری پرزې او نور توکي یې په ایران کې شتون نه درلود او یوازې له لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه له امریکا سره وې. همدا راز د ایران آخوندي رژیم د لوېدیځو له بندیزونو سره مخ وو، نو له دې امله ایران شوروی ته مخه کړه. لکه څنګه، چې شورویان په افغانستان کې د افغان "مجاهدینو" له "مقاومت" سره مخ ول، نو شوروی له ایران څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې دې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره د دغه هېواد سرتېرو پر وړاندې جګړه نه کوي. هماغه وو، چې پورتنیو افغان تشییع ډلو ټپلو په بشپړه توګه د ایران غوښتنې ومنې او له ایران سره د روسیې مرستې جاري شوې.

د "طالبانو" د واکمنۍ پر مهال له "طالبانو" سره د ایران اړیکې خرابې وې او حتی دا، چې په ۱۳۷۰ لمریز کال په مزار شریف کې د ایراني ډپلوماټانو وژنې له امله نږدې وو، چې د ایران او افغانستان ترمنځ جګړه پیل شي، چې وروسته بیا ثابته شوه وژل شوي کسان، چې ظاهراً ډیپلوماټان وو؛ خو په اصل کې د ایران د ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) غړي وو او په خپله د ایران څارګرې ادارې له لوري وژل شوي، څو له یوه لوري پر افغانستان فشار راوړي او له بل لوري د دوی ماموریت افشاء نه شي.

د "طالبانو" له نسکورېدو څخه وروسته او افغانستان ته د "نړیوالو ځواکونو" له راتګ سره سم په افغانستان کې د ایران سیاست هم بدلون وموند.

ایران په افغانستان کې هغه ښوونځي، پوهنتونونه، رسنۍ او مدرسې رامنځ ته کړې، چې په بشپړه توګه د دوی په خدمت کې دي او له همدغو دریځونو څخه په افغانستان کې د نړۍوالو پر وړاندې په بشپړه توګه کار اخلي.

هغه رسنۍ، چې د ایران له لوري تمویل کېږي لیدونکی به یې توپیر و نه شي کولای، چې دا ایراني رسنۍ دي او یا هم افغانستان پورې تړاو لري.

د ایران دغه نفوذ پر وړاندې افغان دولت هم چوپه خوله ناست دی او هېڅ نه وايي، کېدای شي هغه هم د دې لپاره، وي چې ایران په افغان دولت او حتی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پراخ نفوذ کړی وي، چې ښه بېلګه یې د ولسمشرۍ دفتر ته د پيسو ورکړه ده، چې تېر کال ولسمشر په خپله ومنله، چې د ایران له لوري له دوی سره مرستې کېږي.

په افغانستان کې د ایران یوه بله موخه د شیعه مذهب پراخول او خورول دي، چې په دې موخه یې په پلازمینه کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو او مذهبي مرکزونو رامنځ ته کړي دي.

د ځینو لاسوندونو له مخې ایران د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره په مستقیمه توګه مرستې کوي او هغه هم د دې لپاره، څو په افغانستان کې د بهرنیو پر وړاندې یې و جنګوي، چې په وار وار د هېواد له بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي توګه له هغو ولایتونو څخه، چې له ایران سره په پوله پراته دي ایرانۍ وسلې تر لاسه شوي دي؛ خو بیا هم افغان حکومت چوپه خوله ناست دی.

بله مسئله، چې ایران په افغانستان کې ورته لمن وهي هغه د افغانستان فارسي ژبي بلل دي، چې په بشپړه توګه ناسمه ده؛ ځکه که د ایران معیار دا وي، چې په ایران کې د نورو ژبو په پرتله د فارسي ژبو سلنه لوړه ده، نو ایران فارسي ژبی دی؛ خو په افغانستان کې بیا د پښتنو سلنه لوړه ده. دلته هم ښکاره ده، چې ایران د ژبې تر نامه د سیاسي ګټو تر لاسه کولو په لټه کې دی.

ایران له هغو ډلو ټپلو څخه، چې رامنځ ته کړې یې وې اوس مهال د لوېدیځ پر وړاندې او د خپلو ګټو د خوندي کولو په لار کې ګټه اخلي.

په پای کې غواړم په افغانستان کې د ایران موخې په لنډه توګه خلاصه کړم، چې پر هر رښتوني افغان لازمه ده، څو د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.

 

1.    په افغانستان کې د لوېدیځو پر وړاندې جګړه، چې دغه جګړه دوی له افغانستان څخه د خپلو ګوډاګیانو له لارې تر سره کوي.

2.    په هېواد کې د نا امنیو رامنځ ته کول، څو دوی له دې لارې وکولای شي خپلو شومو موخو ته ورسېږي، چې د دغو موخو یوه برخه د هلمند اوبه دي.

3.    شیعه مذهب ته وده ورکول.

4.    د پښتنو پر وړاندې دښمني حتی ویل کېږي، چې ایران د پښتو مسخې تر نامه یو پروګرام تر لاس لاندې نیولی، چې له مخې یې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پښتو کتابونه را ټولېږي او وروسته بیا ایران ته لېږدول کېږي، چې هلته بیا د ایران له لوري سوځول کېږي.

5.    له افغانستان څخه د فارسي ژبې هېواد په نامه سیاسي ګټه پورته کونه.

6.    په افغان دولت کې د ایران د نفوذ لا پراخوالی.

7.    د افغانستان وروسته پاتې والی.

8.    د افغانستان د اقتصادي بنسټونو له منځه وړل.

 

 

اخځونه:

افغانستان در مسیر تاریخ                                                  میر غلام محمد غبار

رقابت های ایران با کشور های دیګر در افغانستان                      وحید مژده

رد پای فرعون                                                             رزاق مامون

پوهنغونډ (ویکي پډیا)                                                     انګلیسي

 

jawadimirwais@gmail.com

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)