د ښار په څلور لارو کي، هزاره ګان، ازبکان او پښتانه کارګر، د کار او ډوډۍ په لټه یو ځای سره ناست وي. که تاسي د هغو ګډي مکالمې واورئ، اکثره یې د خپلي بې وزلۍ، ټولنیزي بې عدالتۍ او بدي ورځي څخه کړېږي او پر هغه باندي د زړه خواله سره کوي، خو د همدغو قومونو په اصطلاح سواد داره، نکټايي پوښه، روښانفکران، لیکوالان، مدني فعالان، سیاسیون او قومي مشران پر ټولنیزو رسنیو، ګردي مېزونو او غونډو کي لکه د سګوانۍ د سپیانو غوندي، داسي یو پر بل باندي حملې کوي. په ځانګړي ډول، د تېرو اتلسو کلونو راهیسي، د هر قوم دلالان دا شکایت لري، چي زموږ حقوق تر پښو لاندي سوي. دا دلالان د حقوقو څخه خپل تعریف لري: خپل طبقاتي تعریف! هر کله چي دوی او کورنۍ یې پر واک وي؛ نو ورسره د ټول قوم حقوق تامین دي او چي لیري سول؛ نو نه دي تامین! چي دولتي عاید او موقف يې درلودی، نو قوم يې هم جنتي ژوند لري؛ چي نه یې درلودل، نو تبعیض او نسل کُشي یې روانه ده!
که رښتیا هم موږ د دغه سیاسي چټیاټو او کثافاتو څخه څه زده کولای سو؛ هغه دادي، چي د حقوقو طبقاتي تعریف وکړو او طبقاتي تحلیل یې وکړو. د طبقاتي تحلیل لپاره یې د دا سوالونو طرح کول او ځواب موندنه اړینه ده:

۱ آیا د کوم قوم پر وړاندي داسي یو ملي تبعیض سته، چي د هغه قوم فیوډال، خېټور او شتمن هم ورسره ځپل سوی وي، که یا فقط یوه طبقه یې ځپل سوې ده او مشران یې چړچې کوي؟

۲ آیا هغه مقابل او حاکم قوم، چي په تبعیض تورن کېږي؛ د هغه قوم د ټولو طبقاتو ژوند برابر دی، که هلته هم یوازي یو اقلیت حاکم دی؟

۳ هغه څوک چي د قومي حقوقو د تامین دعوه کوي؛ موخه یې د حقوقو څخه د یو اقلیت لپاره دولتي موقفونه اخیستل دي، که دا چي د ټول قوم د تعلیم، زده کړي، کار، اقتصاد او ښې راتلونکي لپاره یو سم علمي پلان او طرحه لري؟

دغه سوالونه په تصنعي قومي تضادونو او کثافاتو باندي د ټیټ سیاسي شعور لرونکو کسانو د غولېدني مخه نیسي. که چیري موږ دا پایلي ته رسېږو، چي دا مسئله قومي نه، طبقاتي ده؛ نو بیا باید د طبقاتي حقوقو د اخیستني لپاره مبارزه وکړو، چي د مارکسیزم – لنینزم د زرینو اصولو او لارښوونو سره سم، سازمان، تیوري، تاکتیک، سټراټيژي، د کادرونو روزل، سیاسي کار او نور ورته پکارېږي؛ نه د کالو کښل!

 

 

 

25-07-2020

 

 

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org