یکشنبه، ۱۱ مارچ ۲۰۱۲
دکتور حنیف بکتاش
که ته نه ېې؟!
زما د کوټې پر زاړه دیوال،
لا تر اوسه هم
هغه زوړ سات زړیږي
او زه لا تر اوسه هم
له همغې زړې دریڅې
کوڅې ته ګورم.
ماښام مخکې له هغه چې،
پر دریڅې،
د آسمان تور څادر پرېوځي
او د شپې نیولی غږ ما
یو ځلې بیا
په رسیو کې را وتړي
زړه مې غواړي
د کوڅې پر مخ
ستا د پښو
خاپونه ولولم
ما دې کوڅې کې،
خپل زړه کرلی
ما ته،
دا کوڅه
د ېوې سپېڅلې مینې، داسې انځور دی
چې په کې د باغ پر وږمو
مقدس روح چلېږي.
خو ګوره،
که ته نه ېې
ما ته دا کوڅه
له څو خټینو دیوالو
له څو تیږو
او څو قالب خښتو
زیاته مانا نه لري
زه، دې کوڅې ته
ستا له سترګو ګورم
که ته نه ېې
زه په نښتو سترګو
څه ووینم؟!
د فبروري درېمه ۲۰۱۲ کال