پنجشنبه، ۱۱ مارچ ۲۰۱۰
غلام نبی رنجبر، خظاط چهار قلمی نسخ، نستعلیق، شکست و ثلث و شاعر معاصر کشور کارگری نظام په بلخ کی کارگری نظام کی کار می درلوده ملگرو، کارگرانو کی شهکار می درلوده احساس راسره مل وو د دردونو ترجمان ووم په غم کی مبتلا زړه کی انگار می در لوده پخوا خو زه کارگر ووم، مارکسیست نه ووم د روسی ژبه می زده وو سنگر ووم د ملگرو ښه روزګار می درلوده ملگرو د کاروان سره پیوسته توفانی ووم حریف باندی شاهین په څیر گوذار می درلوده په عشق کی د وطن به خامخا په اتڼو تلم ببرک* غوندی کارپوه او شهسوار می درلوده د وخت د قافلی هغه دوران چی را په یاد کړم کارگر ووم پخپل هوډ باندی ټینگار می درلوده ۱۲/۱۲/۱۳۸۸ دوشی، بغلان- غلام نبی "رنجبر"
* ببرک کارمل د افغانستان د کارګرانو او خواریکښانو ستر رهبر
! توجه کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد. Copyright©2006Esalat
|