جمعه‏، ۱۰ اپریل ۲۰۱۵

حکيم روان

 خوست په وير او ماتم کې

 

 

 

څو لسيزې سر په سر زمونږ تاريخي او لرغونی هېواد د بيسارو غمونو او تراژيديو توپان په سر اخيستی دی. د وېرې او وحشت تورو څپو د خوښيو او آتڼونو، ګډاګانو او نڅاګانو هېواد په ويروونکی ماتمځای بدل کړی دی. بې شرمه او بی حياء غمونه د نابللو مېلمنو په څېر يو په بل پسې را روان دی او زمونږ د کورونو دروازې ټکوی. د اخترونو له ټاټوبی خوښيو او نېکمرغيو کډې کړی دی. دلته له ژونده سا خيږي. دلته د مرګ خپسو ژوند له ستونی نيولی دی، چغې او ژړاګانې، آهونه او فريادونه د خپسو په تورو منګولو کې خاموش دی. دلته د ويرونو او ماتمونو په تورو او اوږدو شپو کې لمر ورک دی. دلته انسان ميرات دی او خونې ورانې دی.

دلته وزرماتی ناهيد، انګيزه او فرخنده د رڼا په څرک پسې ولاړې، څو د پيړيو تيارو وهلو ته د رڼا څرک راوړي خو لاهم ژوره او وحشتناکه تياره خوره ده. دلته د سرو ګلابو او غاټولو، ريديو او کشماليو له هېواده د دوزخ بوی ځي. ويرونه او ماتمونه، ژړاګانې او واويلاوې د ژوند په نورم او دستور بدل شوی دی.

دلته د خدای په نوم د خدای له نومه سره جوخت بم چوي او وينې فوارې کوی او د خدای په نوم سرونه غوڅيږی. دلته د خدای په نوم د خدای سره جنګ روان دی. دلته تور لښکر په تورو توغونو او تورو نقابونو د خدای او د خدای دخلکو او مخلوق مقابله کوی.

په خوست کې ځانمرګی بريد، دا د خدای او د هغه د مخلوق سره د جنګ يوه بله بګنونکی صحنه ده او دا بريد د سلګونو هغو نورو خونړيو بريدونو او بی رحميو د ويره اچوونکی ځنځير يوه په وينو لړلی کړی ده، چې د افغانانو د اسارت له پاره لکه اژدها زمونږ له سرلوړی هېواده تاؤ شوئ دئ. ددې بريدونو بنسټ انګريز ډګروال لارنس چې په پير کرم شاه مشهور وو ايښی دی لارنس زمونږ د نا لوستو او بې پوهې خلکو پيری کوله او خلک يې د افغان وطنپالونکی پاچا غازی آمان الله خان پر ضد پارول. ځکه غازی امان الله د خپل هيواد د خپلواکی او افغان ملت د نېکمرغۍ له پاره ملا تړلی وه. پرنګی پیرکرم شاه (لارنس) خلکو ته ويل چې امان الله کافر شوی دی. په داسې حال کې چې آمان الله د قرآن عظيم الشان حافظ وو، خلکو ته به يې امامت کاوه خو زمونږ بې پوهې مسلمان ملت د خپل دښمن سره پرنګی خبره ومنله او د خپل زړه ور او په خپل مسلمان ملت او مسلمانه خاوره مين مسلمان پاچا امان الله خان خبره يې ونه منله، دوی يو زړه سوانده مسلمان پاچا له واکه وغورځاوه او په ځای يې د انګريز د شوم پلان سره سم يو غل او قطاع الطريق، يو ناپوهه او جاهل د سقاؤ د ځوی په نامه واک ته ورساوه.

نن دا دی کم زيات سل کاله وروسته هم زمونږ خلک د ناپوهی په هماغه دوزخ کې سوځی چې وطن پالونکی امان الله غوښتل د پوهی او رڼا په ذريعه زمونږ خلک ترې خلاص کړی. که زمونږ د خلکو ناپوهی نه وای، مونږ غمونه په غمونو نه هېرولای. اوس هم دادی هر ګوډ او ړوند ملا، بيا نوی لارنس پيرکرم شاه (مولوی جلال الدين حقانی) د آی-اس-آی برحال جنرال زمونږ په غملړلی هيواد کې وينې تويوی. دا نن نه ده چې حقانی د خوستيانو وينی بهوی، بلکې د دېرشو کالو راهيسې حقانی د خوستيانو په وينو تويولو اخته دی د افغان لارنس حقانی د تورو شيشو د موترو زړه بګنوونکی کيسې د هر خوستی په ياد دی. د حقانی د تورو شيشو موتر به د شپې او ورځې ګرځيدل تر څو د هيچا په اوږو داسې سر پرې نږدی په کوم کې چې د افغانستان سره مينه، د افغان ولس د نېکمرغی خيال او د پاکستانی داړه مارانو سره د نه پخلاينې احساس وی. خوستيانو د بې شماره داسې سرتېرو او ميړنيو زامنو جنازې په اوږو وړی، کونډې او يتيمان يې تر دا اوسه ورته پاتې دی.

په خوستوالو وروستی انتحاری بريد هم د افغانی لارنس مولوی حقانی له خوا تنظيم شوی وو چې له شلو زيات بيګناه مسلمان په کې شهيد، په سلګونو ماشومان يې يتيمان او تر شلو زياتې تورسری يې کونډې، تر شلو زياتې ميندې يې بورې او په سلګونو خويندې او وروڼه يې بې وروڼو او شپيته نور يې په وينو ولمبول. د افسوس خبره خو داده چې داسې نامردان مونږ وژني چې د هيڅ دين او آئين، اصولو او قاعدې، دود او دستور تابع نه دی. کاشکې زمونږ دښمن زمونږ سره د دښمنۍ وړتيا درلودای!

مونږ د يوه نامرده، جبون او ټيټ دښمن او د بل د نوکر سره مخامخ يو، د داسې يو چا سره چې زمونږ سره د دښمنی کولو وړتيا نه لری.

سوال پيدا کيږی چې مولوی حقانی چې په اسلام آباد او مختلفو هېوادونو کې پرېمانه بنګلې او په بانکونو کې پرېمانه مليونونه لری، زمونږ له مسلمانو، تش لاسو او بې وسه خلکو څه غواړي؟

زما په خيال مولوی حقانی شتو، سپينو او سرو ته نور اړتيا نه لری خو هغه څوک چې حقانی يې د بې شمېره مرګونو او وينو تويولو په بدل کې د دومره شتمنيو څښتن کړی دی، لا هم د حقانی مسلمان وژنې او قتل او قتال ورته کم ښکاری او حقانی د هغوی (آی-اس-آی) د يوه مامور او نوکر په توګه د هغوی د پلان مطابق بايد کار وکړی. زمونږ خلک وايي: «ونې ژړل چې که تبرلاستی مې له خپله تنه نه وای، ولې به لنډيدلای؟»

زما مشوره خپلو خوستوالو عزيزانو ته داده چې بايد خپل ګريوان ته سرونه ور ټيټ کړی. دوی د چا سره د چا پر ضد مظاهره کوی؟ د دوی تش په نوم نمايندګان د ولسی جرګې غړو د يوه لايق او په اردو کې په پاک نفسی د مشهور افسر شېر محمد کريمی په ضد کمپائن وکړ، تر څو هغه د هېواد د دفاع وزير نه شي. خو دوی د مشهور غله او لاروهونکی د شورای نظار د داړه مار ملا بسم الله محمدی سره جوړ وو. له دې دوو لومپنانو نه چا سړی جوړ کړل؟ چا په خپلو رايو د مځکو غاصبين، په قراردادونو او مالی جناياتو کې شريکان او په حکومتی چارو کې مداخله ګران ولسی جرګې ته د خلکو د استازو په توګه وليږل؟ د همايون همايون با شرفه او غيرتی پلار خو هېڅ نه لرل، دا له کومه د مليونونو ډالرو، نمرو او ځمکو څښتن شو؟ د کمال ناصر پلار او نيکه له لوږې ملخی خوړل او اوس په مليونو، مليونونو ډالرو قانع نه دی او د خوست والی بايد د همايون او کمال ناصر د لا بډايي له پاره د دوی فرمايشونه ومنی او کنه مظاهره کوی او په لکونو «کلدارو» خيمې، توشکې او بالښتونه آخلي. په لکونو «کلدارې»! دا کسان نه يواځې د خوست د خلکو واقعی او رښتينی استازی نه دی، بلکې له دې امله چې په اصطلاح د استازو په نوم په خوست کې په کلدارو سودا کوی، خائېنان او وطن پلورونکی هم دی.

وايي چې کله به چې سخت باد او بوړبوکۍ وه، حضرت محمد مصطفی(ص) به جومات ته پناه وړله. خو زما عزيزان خوستوال برعکس د باد، بړبوکۍ، شر او فساد سره يو ځای ځی. هغوی ته رايې ورکوی او د هغوی په خوله کوی. نو داسې نتائج او عواقب خو به خامخا لری. اوس به وګورو چې دا مطلب آشنا وکيلان د شهيدانو د يتيمانو او کونډو رنډو او ټپيانو د کورنيو سره څه مرسته کوی؟ آيا خپل ناروا مليونونه د دوی سره شريکوی او کنه؟ بل انتظار مه لرئ، داسې لکه تر اوسه يې چې ستاسو د رايو سره خيانت کړی دی او ستاسو له اعتماد نه يې يواځې د ځان د پړسيدو د پاره سوء استفاده کړيده، په عين شکل به د شهيدانو او ټپيانو د وينو سره چلند وکړی. په داسې حال کې چې په وطن کې هره ورځ د بيګناه انسانانو، ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو وينې توئيږی، زمونږ وکيلان صاحبان هره ورځ تر ها بلې شتمن کيږی. دې ته وايي انسانيت او مسلمانی. زه د يوه خوستوال په توګه شرميږم چې زما د ميړنی خوست استازيتوب داسې نا اهله کسان کوی لکه همايون همايون، کمال ناصر اصولی يا بيسواده غازی نواز تڼۍ.

خوستوالو داسې مخور مشران درلودل چې په ليرې او نږدې سيمو کې به يې ويجاړوونکی شخړې په جوړوونکو خبرو او حيرانوونکو جرګو فيصله کولې.

نن په هغه خوست څه شوی دی چې د کمال ناصر، همايون او غازی نواز په شان ماشومان يې استازيتوب کوی؟ داسې کسان چې په مويسو او نخودو هم د خوست د ميړنی ولس آبرو او عزت خرڅولای شی؟

په داسې حال کې چې زه د خپلو خوستوالو وروڼو او خويندو سره ددې درانه غم او وير په مناسبت خپل د ډاډګيرنې او تسليت مراتب شريکوم، دې ته د ورته نورو غمجنو پېښو د مخنيوی په موخه خبرداری ورکوم چې بېدار اوسی خپل دوست او دښمن وپيژنی، له خپله منځه ستاسو په شان او ستاسو په رنګ، ستاسو په غم شريک، رښتينی، صادق، زړه سواند او وطنپالونکی استازی غوره کړی، څو ستاسو د نېکمرغی او خير ښيګڼې له پاره هڅې او هاند وکړی. نه داسې کسان چې د خپلو ځانی ګټو له پاره د غلوغديو، جنايتکاره بانډونو او مافيا غړی دی او له دې لارو د مليونونو خاوندان شول. دا نامردان تر هغو نامردانو کم نه دی، کوم چې د بېګناه مسلمانانو منځته ماشومان د انتحاری واسکټونو سره راليږی.

زما عزيزانو، خويندو او وروڼو! پوهې او زده کړې ته مخه کړی! تر دې دوو نامردو ډلو هم تر ټولو په زړه سخت دښمن زمونږ ناپوهی ده. زمونږ ناپوهی مونږ د مختلفو دښمنانو په دام کې اچوي او چې دام ته يې ولويږو، نو وينې مو زبيښي او غوښې مو خوری. که غواړی چې په دنيا او آخرت سرلوړی شی دينی او دنيوی پوهی ته مخه کړی. الله تعالی د اسلام پاک دين د انسانانو د نېکمرغی او خوشبختی له پاره راليږلی دی. خو د الله تعالی او د اسلام د مقدس دين دښمنان زمونږ له ناپوهيو څخه په سوء استفادې سره د خدای او د اسلام په نوم مسلمانان وژني او د مسلمانانو وينی بهوی.

پوه شی چې د مسلمانانو په منځ کې انتحاری بريد او مسلمان وژنه د اسلام پاک دين نه بلکې دا د آی-اس-آی له خوا نوی جوړ شوی دين دی چې ړانده او کاڼه ملايان يې د کلدارو له پاره عملی کوی. د آی-اس-آی او حقانی د دين پر خلاف د اسلام پاک او مقدس دين د عدالت، انصاف، ترحم، زړه سوی، سولې او انسان دوستی دين دی.

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org