اسدالله زمری
خپل وطن
دا د دځمکی په سر جوړ جنت: آلمان کې
لکه پروت چې یم د غم په تور زندان کې
نه غړیــــږی یــــې لیــــــدو ته زما سترګې
همیشه دی یم وطــــــنــــه پـــــــه آرمان کې
د تا مینی مې په ټـــــــول بـــــدن اور بل کړ
د سوز چیغه می خــوره شوه په آسمان کې
ستا په یاد می د زړه ویــــنی وهــی داری
راته سوزی می هډونه ســتا هجــــران کې
چی به نوم د خپل وطن وربــــاندی کیږدی
داسی ځای به پیدا نه کړی ټــول جهان کې
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat