August 12, 2012 14:22:48
بسم الله الرحمن الرحیم
د کوچني اختر مبارکي
د کوچني اختر د مباره کې په پلمه!
د ځان، کورنۍ او راسره ملګرو په سپارښتنه، ټولو مسلمانانو، ټولو افغانانو، د افغانستان ټولو قلموالو، ټولو سیاستوالو په یوه خبر ټولو انسانانو ته ددې نیکمرغه ورځي د را رسیدو مبارکي وایم. د اختر ورځ خو نیکمرغه، بختوره د ټولي اسلامي نړۍ د پاره ده، مګر په زیاتی خواشینې سره زیاته برخه افغانان په خاصه هغه چي په زړونو کي يې دولس د ښیګڼو، سعادت او آمنیت هیلي ټوپونه وهي زما په شمول لا په بدمرغیو، تیارو کي د رڼا په هلي ځلي کوي. یوه هیله لرم چي انسانان په خاص ډول افغانان د نړۍ په هر ځای کي چي اوسیږي (د افغانستان دننه او یا تر افغانستان د باندي)، نور د خپل هیواد (افغانستان) د جوړیدو په باب فکر وکړي، نه یوازي د خپلي کورنۍ، خپلي ډلګۍ او خپل ځان. دا هیواد او هیوادوال د بدمرغیو له ګردابونو څخه راوباسي. دوستانو ډیر مو په کمپیوتري پاڼو (ویب سایتونو) کي ولیکل، زیات مو په شخصي او ځانکړو ایمیلونو کي لیکونه، هیلي، غوښتنې او وړاندیزونه واستول سول، د هر هغه چا ترغوږو (چي غوږونه يې لرل) موږ خپل آواز د تلیفون په زریعه هم ورساوه. د ټولو مو وغوښتل چي د ځان غوښتني، جلاوالي، لیري والي، بد نیتو، تهمتونو، بخیلیو، شخص د شخص، یو ګروپ پر بل ګروپ، یو حزب پر بل حزب، یو قوم د بل قوم په وړاندي له تعصب څخه پرهیز وکړي کوم چي د اسلام د مقدس دین لخوا دغه ټولي کړني مردودي ګڼل سویدي. د غفلت د خوبه را ویښ، د نوي عصر او زمان د غوښتنو مطابق قدم پورته کړی. د ورورې، ملګر توب، سړی توب، یوځایوالې او غښتل توب په هکله فکر وکړی. په دغو محدودو ځان مخته کونکو څیرو، په دغو ځان غوښتنکو ککریو، د دوی په ژبه چي وايې «که زه نه یم هیڅ نسته» باندي بیله دې چي نور هم د خپلې ټولنې جلأ سې بل څه پلاس راوړلای نسې. همدغه مو بدبختي ده، په پټو سترګو، ګور ګورانه، د پخوانیو ګروپي، حزبي، تنظیمي، مذهبي، منطقوي، ژبه ني تمایلاتو لمن مونه ده خوشي کړې. زموږ د افغاني سیاسیونو اساسي مشکل په دې کي دی چي (ددې په عوض چي خپل کمی ومنو او یا د نواقصو د اصلاح د پاره کوښښ وکړو، سرچپه همیشه مو تلاښ داوي چي په هرڅونه ګودره دلأیلو چي کیداسي خپله نقیصه د خلګو د سترګو پټه کړو). ساده توب همدادئ، ځان خطا باسي، خلګ يې هر څه ویني. راځي اول یوګډه ژبه پیداکړې (افغانیت)، علمأ وايې «هغه شی چي سیاسي ټولنه يې ومنځ ته راوستې ده د آزادو خلګو د رضائیت او منلو پرته بل شی نه ده». یقین ولرې چي د خلګو د رضائیت پرته نه سي کولای چي د نوی ټولني اساس منځته راوړي. مطلق، ابدي، دایم او قایم د حزب یا دولت رهبر (مشروع) نه وي. البته تاسي ته معلومه ده چي داسي رهبرۍ مردودي بلل سویدي. یقین لرم چي هر یو له تاسو تر ما ښه پوهیږی. خو په هم دغه علت دې چي وائې :«اکثریت وختونه بیچاره ولسونو زیات کړاونه او بدختې د علماؤ د لاسه لیدلي دي، کوم چي په ټولنه کي د مخکښو اوعالمانو په نوم تر یو حده معرفي دي». بیله شکه تر ټولو بد علم هغه دی چي (علم د شر او فساد په لاره کي پکار واچول سي). نو بیا دانشمندان وائې:«چي د دا قسم علم او عملي ډِګر یوال پوهه لرونکي فاقد د اخلاقو وي او دي». نو دوستانو د منورینو، مبارزینو افغانانو د نه یووالي عوامل په ګوته کړی، او د هغو د له منځ وړلو د پاره لاس پکار سي. پدې لاره کي او د دې هدف د پلاس راوړلو د پاره مبارزه به ستوزمنه وي، ژر مه مائوسه او ستړي کیږې. اخترونه راغله، اخترونه تیر سول افغان ولس لا هغسي تر خپل منځ د اختلاف په لمبو کي سوځي.په اتفاق نه کولو سره منورین (پړ) دي او د بدبختیو په دوام کي مسؤول بلل کیدای سي. د منورینو افغانانو د يووالې پر لور.بریالې اوسي.
معلم عبدالقیوم امریکأ.
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat