جمعه، ۲۵ دسامبر ۲۰۰۹

لنډۍ

 


دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ

 

داسې اولسي او ملي بڼ چې په هغه کې په زرګونو زرګونو مختلفو باغوانانو د خپلو خاصو سليقو له مخې رنګارنګه ګلان لکه مرسل، ګلاب، نرګس، پتوني، انتري، فرشي، ملکې شب، فلاکس، نوري شبو، زيړګل، جريبن، رامبيل، چامبيل او نور ئې کينولي اوکرلي دي چې هريوئې خاصه ښکلا، رنګ او بوی لري، خلک ورڅخه خوند اخلي، د هر رنګ او بوی څخه په خپله اندازه لذت وړي او ورڅخه متآثره کيږی. ددی اولسي او ملي باغ ګلان همدا زمونږه لنډۍ دي چې هر شاعر په خپله خوښه او سليقه پښتون قام ته بې له کومې توقع او امتياز څخه د سوغات په توګه بښلي او هديه کړي دي.

لنډۍ د پښتو د اولسي ادب او فولکلور اساس او تهداب تشکيلوي او داسې فولکلوريک، ساده، روان او نامتوازنه شعر دی چې د قيمتي ډبرو کان ته پاتې کيږي. داسې کان چې د سرو زرو، لاجوردو او نورو ډيرو قيمتي منرالونو څخه ډک دی چې په اميلونو، غاړه کيو، پیزوانونو، د ګوتو په غميو، په تومانچو، ټوپکو او توورو کې، ځان په خاصو رنګونو، مفهومونو، ځلاوو او ښکلاووکې راښئې لکه عشقي، حماسي، اجتماعي، اصلاحي، انتقادي اونور.

دا د ګران هيواد د اديبانو، ليکوالانو، شاعرانو او نورو دنده ده چې دا کانونه ولټوي، پيدائې کړي، وه ئې څيړي، تفحص او اکتشاف ئې کړي او بيائې د اولس د ګټې اخستنې لپاره استخراج کړي ترڅو چې خپل رسالت ئې د اوسني او راتلونکي نسل لپاره سرته رسولې وي.

تر کومه ځايه چې معلومه ده لنډۍ له دوو بندونو (دوه ويشت سيلابونو) څخه جوړه ده چې لومړۍ بند ئې نه (۹) سيلابه او دوهم بند ئې ديارلس (۱۳) سيلابه لري. د هيواد په بيلو بيلو برخو کې لنډۍ د مصری، ټپې، ټکۍ او نورو نومونو هم يادوي چې بيل بيل تعريفونه ورکول کيږي لکه:

لنډۍ ـ لنډۍ د يوه وړوکي لنډ مار نوم دی چې سترګې ئې د رڼا سره حساسيت لري نو ځکه د شپې له مخې راوځي او ډير زهرجن دی، زهر ئې په ښکار باندې داسې اثر کوي چې نور د خلاصيدو توان او مجال ئې نه وي. نو لنډۍ هم په همدې دوو لنډو بندونو کې ډير لوی مفهوم او مضمون زايوي چې اغيز ئې خورا زيات دۍ، د همدې تآثير له مخې ئې لنډۍ بولي.

مصره ـ مصره د يوې تيرې توورې نوم دۍ چې په مصر کې جوړيدله او د پخوا وختو په جګړو کې خورا مؤثره وسله وه چې پښتنو ورڅخه زياته استفاده کوله، د تآثير له مخې لنډۍ ته مصره هم وائې.

ټپه ـ ټپه د ټپ (ذخم) څخه اخستل شوې ده، څنګه چې ټپ په انسان اثر کوي همداسې لنډۍ هم په اوريدونکي اغيز کوي نو ځکه لنډۍ ته ټپه هم ويل کيږي.

د لنډۍ شروع، شمير او شاعر معلوم ندۍ مګر په ټول اولس پورې مربوط شعر دی. د پښتو ګرامر ليکوال ليکي چې: ((ټول په دی په يوه خوله دي چې د پښتو لنډۍ، سروکي، . . . د ويدي سندرو پيل دی خو څوک په هغې پسې ندي ګرځيدلي.)) ويل کيږي چې لنډۍ د ويدي سندرو سره پيل شوي دي چې لږ تر لږه څلورنيم يا پنځه زره کلونو ته ئې عمر رسيږي.

سپوږميه سروهه راخيږه    يار مې د ګلو لو کوي ګوتې ريبينه

دا هغه زړه لنډۍ ده چې عمر ئې زرګونو کلونو ته رسيږي. ښاغلي حبيب الله رفيع د يوه بهرني څيړونکي (جون زانولسونيو) له خولې د پورتنۍ لنډۍ په هکله وائې چې: ((دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريائېان به د شپې له خوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې سپوږمۍ (د څوارلسمې شپې سپوږمۍ) راوخيژي او دوی د سوما بوټۍ لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوی وای شيره ئې خرابيدله، نو دوی به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست او ټول به راټول وو بيا به ئې ددې بوټي لو کاوه او له هغه به ئې شيره ايستله او له هغه به ئې مشروب جوړول چې دوی ته ډير مقدس وو او له هغې به ئې استفاده کوله. دا لنډۍ یا له څوارلسم (د څوارلسمې شپې) وړاندی ويل شوی يا په داسې ځای کې ويل شوی چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخيژي يا هرڅه چې دي د مينې له خوا دا لنډۍ ورته ويل شوی ده.)) نوموړۍ دوام ورکوي چې:

مازديګرۍ دی ښيری مکړه     ته به د ناز ښيری کوې رښتيا به شينه

دا دلمر پالنې د وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لويده نو په دې وخت کې به لمرپالونکو عبادت کاوه دوی باور درلود چې په دې وخت کې هره دوعا قبليږي. نو په همدی اساس ګوري چې مينه (معشوقه) ښيرې کوي او هلته مازديګر دی نو وائې چې: مازديګرۍ دی ښيرې مکړه ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه. دا دواړه زړې لنډۍ دي مګر يقيناً کلمې ئې بدلې شوي دي ځکه د هغه وخت د کلمو په استعمالولو سره اوس څوک پوهيدای نشي نو د وخت په بدليدو سره کلمات هم اوسني حالت ته رارسيدلي دي. مګر يواځې فکر او مطلب ئې تردې دمه راليږديدلي دي.))

په لنډه توګه ويلۍ شو چې د لنډيو شاعر معلوم ندې مګر د شاعرانو د زړونو نه راوتي دی او د خلکو د پراخو پرګنو په زړونو ئې چنګ وهلۍ دی د يوې سينې نه بلې سينې ته او له يوه نسل نه بل نسل ته ئې انتقال کړيدی، لنډۍ ژوندۍ دي او د تل لپاره به ژوندۍ پاتې شي ځکه دا د اولس شعر دی او په اولس پوری اړه لري او همدا اولس ئې تر څو چې دا نړۍ نړۍ ده د تل لپاره ژوندۍ ساتي.

لکه چې معلومه ده د لنډۍ اساسي موضوع انسان او د هغه چارپيريال دی او هرڅه چې په انسان پوری اړه لري د ټولو خصوصياتو سره ئې په ساده، روان، ښايسته او ظريفانه بڼه بيانوي، په همدی اساس د حقيقتونو او خيالونو د مينې او محبت د عشق او وفا د ديدنونو او وصلت د حماسو، ننګ، غيرت، ميړانې، زړه ورتيا او ځان تيريدنې همدارنګه د بې غيرتۍ، پيغور، موزيتوب، غم، غماز، هجران د سختيو او محروميتونو د هيلو او نا هيليو د وفا او بې وفائې د باور او بې باوريو د توبو او تشبهاتو، لنډه داچې د ژوندانه له ټولو برخو څخه بحث کوي او هغه څه چې د انسان په محيط او ماحول کې قرار لري او را څرګنديږي، هغه هم ورڅخه پټ نه پاتې کيږي لکه غرونه، سيندونه، سيلابونه، باغونه، ګل، بلبل، سپوږمۍ، باد، باران، تندر، ستوري او آسمان او په خاصه توګه ګودر، مازديګر، چنارونه او نور.

په لنډيو کې ښځو ته ځانګړۍ او مهم ځای ورکړل شوی دی او همدائې وجه ده چې د ښځو په وجود کې زولفې، اوربل، باڼه، وروځې، مړاوې او تورې سترګې، شونډې، اننګي، زنه، غاړه، قد، موسکا، په ناز کتل او تلل، خالونه، ټيک، پيزوان، چارګل . . . زيات ستايل کيږي او له بلې خوا نارينه چې د سکې بل مخ دی، هم په خاصو الفاظو ستايل او رټل کيږي. که نارينه پښتونولي او افغاني ارزښتونو ته په درنه سترګه وګوري او عمل پرې وکړي نو هغه ستايل کيږي لکه:

 

جانان مې سر په وطن کيښود       په تار د زولفو به کفن ورته ګنډمه

نن په خيبر د زلمو جنګ  دی      خوشحاله پاڅه چې مغول راغلي دينه

د  اکبر خان غازي  په  توره        وطن رڼا شو دښمنان په ماتې ځينه

دا هره مور به ځامن  راوړي        د احمدشاه په شان به لږلږ پيداشينه

د  توريالي  اکبر  له  برمه          ځوانان د ننګ تورې وهي سرورکوينه

د  هندوستان  پيرنګۍ  ژاړي          که ژيړ ايوب په دنيا وه کونډې به شونه

 

او چا چې پښتونولۍ ته شا کړيده هغه رټل شوي او رټل کيږي لکه د جنګ څخه تيښته،موزيتوب.

 

عالمه رايشۍ  مخ راتور کړۍ          ما د بې ننګو ياري کړه وشرميدمه

جانان له جنګه  په  شا  راغۍ          په پرونۍ ورکړې خوله پښيمانه شومه

موزي  په  مينه  څه  پوهيږي          په نس ئې موړکړه ترسهارکوي خوبونه

خدايه بې ننګه اولاد ورک کړې        چې ننګ ناموس د موراوپلاربربادوينه

 

په لنډيو کې کوچيان، ايلبند او ګودر (د ديدنونو قرارګاه) زيات او په حقه ستايل شوي دي لکه :

 

د مازديګر ګودر ته رايشه           زه به منګۍ په لپو ورو ورو ډکومه

اوبه د کوز ګودر خوږې دی         ليلا د يار لپاره بر ګودر ته ځينه

چې مازديګرشي زړه مې ښه شي        په ګودرجوړشي د منګيوقطارونه

موری کوچيانو کې مې ورکړه        چې توراوربل مې دايلبندشمال وهينه

 

کله ناکله لنډۍ د غم غلطۍ او يا د خوش تبۍ لپاره هم ويل شوي او ويل کيږي چې د ښه کيفيت څخه بهره منې دي لکه لاندنۍ لنډۍ :

 

ما چې  ويل  نوکري  مکړه          آزار ګټليه اوس رخصت نه درکوينه

دغه  سپيره  چيرې  ولاړ دی         ساړه ساړه اوسيلي کړي بادئې راوړينه

ما  ويل چې ښه ښځه به وکړم         د علي آباد په مريضانو وا وښتمه

رب دې د دوه ځامنو مور کړه         چې يو ډاکټر شي بل رئېس د کانال شينه

ما به موزي ته پرتوګ جوړکړ        د موزي غټ غټ کناټی پرتوګ شکوينه

سپيره  پمن ئې  ته غټ سرۍ         چې نورئې شونډې ښکلوي ته ئې غوږونه

دا  موزيګۍ  د  اوړو   ګوډۍ         چې په څپيړه ئې وهم دوړې ترې ځينه

د موزي سترګې  د  ليوه  دي          دا رټ کاته ئې له غوائې زده کړي دينه

نور به دې نوم په خوله وانخلم         بيګا دې مور له دروازې شړلۍ يمه

د  پتاسو  ياران  دې  نور دي          شوتلو پنډو ته دې زه نيولۍ يمه

تګ ئې په پيغلو کې معلوم دی         د ظالم لور د جفت او تاق رفتار کوينه

چارګل په پزه ښه ښکاريږي           په پيته پزه د چارګل خندا راځينه

چې  اوچکان  ساتلۍ  نشې             د پنډوری لوری څشته دی کونه

 

سره له دی چې د لنډيو عمر معلوم ندی مګر د ځينو لنډيو څخه د لنډۍ عصر او زمان (نه دقيق تاريخ) چې په محيط او ماحول کې د خاصو پيښو او تغیيراتو سره تړاو لري معلوميدای شي لکه:

 

په ځمکه ډير غمازان ډير دي          زه مې جانان هليکوپتر کې ګرځومه

لکه   چورلکه   راکږه   شوه          په راکټونو ئې په زړه کې وويشتمه

په مرګي  وران شې کمپيوټره         ځوانان زمونږ مينه پر تا باندې کوينه

که  په ميوند کې شهيد  نشوې         خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

د مؤمن خان چيغه شوه پورته         د شيرينو شرط به په سرباندې ګټمه

چې رامداد خان  دې وويشتلو          نامرده نکړي پښتانه داسې کارونه

مؤمن په جګه غونډۍ کيږدۍ          چې بووره مورئې هرسهار زيارت کوينه

 

په پورتنيو لنډيو کې د چورلکې، کمپيوټر، ميوند، مؤمن خان، رامداد خان د يادولو څخه د لنډيو عصر يا زمان معلوميدای شي مګر دقيق تاريخ ئې نه. لکه چې مخکې يادونه وشوه چې لنډۍ داسې ښکلۍ ظريف شعر دی چې په ډيره لنډه توګه ډير لوی او عمده مطلب بيانوي چې په بل هيڅ شعر کې دا خصوصيت نشته او نه ليدل کيږي، د بيلګې په توګه:

 

يار مې هندو زه مسلمان يم           د يار لپاره درمسال جاړو کومه

 

په دی لنډۍ کې ټول تضادونه لکه قومي، ژبني، سمتي، طبقاتي او حتّا مذهبي او ديني اختلافات په نظر کې ندي نيول شوی. دلته مينه قدسيت لري او صرفاً مينه. انسان او د هغه مينه ورته ارزښت لري او بس. مين (عاشق) چې مسلمان هم دی د خپلې پاکې مينې په احترام او دهندوې معشوقې لپاره درمسال (د هندوانو د عبادت ځای) ته ځي او د هغې د رضايت او خوښۍ لپاره درمسال پاکوي او ديدن ئې کوي. يا دا لنډۍ چې وائې:

 

خدای به دې زولفې په لاس راکړي       ماته د کلي ماشومان دوعا کوينه

 

په دې لنډۍ کې شاعر (مين) د ځوانانو او لويانو نه مرسته نه غواړي، دۍ د ماشومانو په دوعا ځکه خپل ځان ته تسليت ورکوي او د مطلب د ترلاسه کولو لپاره هيله من دی چې ماشومان، بې ګناه او معصوم قشر د بشريت تشکيلوي، د ماشومانو سره ديني، مذهبي، نژادي، قومي، ژبني او نور تبعيضونه وجود نلري، دوی لا د توربور، ظالم، زبيښاک، شيطانت، غلا، زنا او نورو ناوړو کلماتو سره نا آشنا دي. نو په دې اساس د شاعر لپاره د ماشومانو معصوم والۍ او بې ګناهي او د دوی دوعا د الله په دربار کې د منظوريدو تر ټولو ستره اُميدواري تشکيلوي او په دې باور دي چې د ماشومانو د دوعا په نتيجه کې به خدای پاک، عاشق خپلې آرزو ته حتماً رسوي.

لنډۍ په زياته اندازه د ښځو له خوا يا د هغوی په نماينګۍ د نارينه وو له خوا ويل شوي دي او اکثراً د ښځو او پيغلو جينکو له خوا د خوښيو په مراسمو کې د داريا د وهلو سره يوځای ويل کيږي چې د خوښۍ محفلونو ته نور هم رنګ او ښکلا ورکوي او کله کله خبره د لنډيو سوال او ځواب ته ورسيږي چې ټکۍ جنګي ورته وائې لکه:

 

ددې ټکۍ معنا (معنئ) مې راکړه       ګولۍ يوه مرغان ئې دوه ويشتلي دينه

ددې  ټکۍ  معنا   دې   واخله         جلۍ يوه  ياران ئې  دوه  نيولي  دينه

ددې مصرې جواب مې راکه         کور مې د سيند په غاړه دی له تندې مرمه

ددی مصری ځواب دی دادی         څوک چې مين شي هميشه له تندې مرينه

 

همدارنګه لنډۍ د ځوانانو له خوا د شپې د سپوږمۍ په رڼاکې او يا د غنم لو، شولو لو او د نورو کارونو په وخت کې په لوړ آواز ويل کيږي او خوند ترې اخلي. سازيان ئې د موسيقۍ سره يوځای د سروکو سره او يا د داستانونو په منځ کې او يا په ځانګړې توګه او کله کله هم د سندرې د شروع لپاره  وائې (د مقام په توګه).

ددی ټولو ښکلاوو سره سره چې لنډۍ ئې لري، ځينې لنډۍ شته (محدود شمير) چې زما په آند، يو څه نيمګړې معلوميږي، هغه دا چې شاعر کله ناکله د لنډۍ د دوهم بند د سيلابونو د تکميل لپاره د (مينه) د مين د تآنيس کلمه په ناسمه او غير ضروري توګه کاروي لکه:

 

خاونده  لرې  مې  واده  کړې          چې د آشنا د غاړې هار شمه مينه

بيا  به   په  چا  اعتبار  نکړم           زما د غيږې جانان ټګ وخوت مينه

پښتۍ مې ماتې شوی يارۍ کې          مورته بانه کړمه چې بريښ کوي مينه

په چهل ګزيانو دې  وه  خدايه           يائې زما کړې يائې خاورې کړې مينه

 

په پورتنيو لنډيو کې د دوهم بند په پای کې د (مينه) کلمې راوړل ناسم معلوميږي.

د سيمې وتلي، پياوړي او کم نظيره شاعر محترم اکادميسن سليمان لايق د لنډيو په اړوند څه ښه ويلي دي: ((لنډۍ شعر دی شعر هنر دی او هنر د ايډيولوژۍ يو شکل دی)) ((لنډۍ د پښتنو پرګنو د ادبياتو په تاريخ کې هغه ياغي شعر دی چې پرله پسې ئې حقيقت ستايلۍ دی او هيڅ کله د هيڅ راز حدودو او قيودو اطاعت نه کوي، يواځې حقيقت ستائې، عشق او مينه ستائې او د ټولو په سر کې ښځه ستائې او د هغې په باره کې د مسلط نارينه د زور زياتي او ستمګرۍ داستانونه رسوا کوي او له يوې پيړۍ نه ئې بلې پيړۍ ته ليږدوي.)) ((د لنډيو هغه خالصه برخه چې خالصه عشقي عواطف بيانوي او د انسان د غريزې پر ډيرو ژورو جرړو تکيه لري، تر نورو لنډيو زيات پايښت کوي او ښائې د انسان د هستۍ تر پايه لار ووهي)).

په دې ليکنه کې د لاندی منابعو څخه استفاده شوی ده:

پښتو لنډۍ کتاب، چې د نيو کابل کتاب پلورنځي له خوا چاپ ته رسيدلۍ دی

د پښتو ګرامر، مؤلف: ش. کابلۍ ـ پيښورۍ. او د هيواد ويبسايټ.

ليکنه په لاندنيو لنډيو سره پای ته رسوم:

 

حماسي

 

خاونده  سل ځله ژوند راکړې                      چې د وطن په مينه سل ځله مړ شمه

توری به نکړو نو به څه کړو                     چې مو شيدې د پښتنې رودلي دينه

تورې په خرپ  وهۍ ځوانانو          د بابا ملک دی په سرو وينو ئې ساتونه

توری  وهه  بری  به   مومې          که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرينه

په وطن ننګ  وکړه  شهيد شه          تاريخ به ستا په ننګ ناموس فخر کوينه

ته په سنګر کې ځان شهيد کړه          زه به خپل شال ستا په زيارت وغوړومه

ته  په  مخ  ځه  مه  ايساريږه           ترشا دی ناوې(پيغله) پښتنه ولاړه يمه

ځان دوطن جنګ کې شهيد کړه        چې جنازه دی د آسمان پرښتې(ملکې) وړينه

که نامردي دی جنګ کې وکړه         لکه د ښځو به ټيکرۍ در په سر کړمه

پر مورچل نيغ ورځه ټيټ نشې         ښايسته ځلمي له مرګه څنګ نکړي مينه

پښتون د جنګ  په  ډګر مړ شو        پښتنې نجونې ئې په وينو ږدي خالونه

چې د پښتون د توری شرنګ شي         د جنګ ميدان کې غليم لاره ورکوينه

د  پښتنو  ځلمي  زړه  ور  دي         تر خپل سر تير دي بې ننګي نه قبلوينه

ځلمي  ولاړ توری  تر ملا دي         غزاله ځي پر خپل وطن سر ورکوينه

توکړی توکړی په وينو رايشې         چې پرهارونه دی ګنډم خوله درکومه

په وينو رنګ توره دی راوړه          رايشه په سرو شونډو ئې زه در پاکومه

جانانه ښه شوه چې ټپي شوی          زه (اوس) به دا خپله غاړه هسکه ګرځومه

اشنا مې جنګ کې توره وکړه         ځکه همزولو کې سرلوړی ناسته يمه

رامداد ئې سور په وينو راوړه        مور ئې نارې کړې سره ډولۍ د رامداد ځينه

رامداد پـښـتـون په پښتو لاړو         ور پسې ګوره لوی واړه ژړا کوينه

 

 

مينه

 

چې خوله دی راکړه په خندا شوی     زه دی له خولې نه په خندا خوشحاله شومه

خاطر دی ډير راباندی ګران دی       د چا د وړاندی سترګې نه در اړومه

تر  قند  خوږی  راباندی   لګي        څوک چې خبرې د جانان راته کوينه

تنکۍ  ځوانۍ  دی  ليونۍ  کړم         دی سپينې خولې ته دی پيريانو ونيومه

د  پتاسې په شان  خوه ږه  ئې           ځکه دی مور ته دودسته سلام کومه

چراغ چې بل شي آخر مړ شي          زړه چې مين شي هميشه لمبې کوينه

خالونه   واړه   شنه   خالــونه           د زنې خاله نوکري به دی کومه

د  مينې اور به  مې  مړ  نشي           که د جامو سره درياب ته ودانګمه

د  محبت   په  رنځ   رنځوره            رايشه چې درکړم د سورکو شونډو سرونه

په خوله کې  ژبه  راته راکړه           خلک توتيانو ته شکری ورکوينه

په سپينه خوله کړه روژه ماته            د کفارت روژې به دواړه ونيسونه

ماته په بريتو کې موسکۍ شو            موری را وکړه اوس د صبر تاويزونه

خوله مې غوښته ژبه ئې راکړه          خدايه سخي جلۍ ته ورکړی جنتونه

چې قسم وخورم بيائې مات کړم        مينې د يار وعده خلاف د جهان کړمه

تردی خيالي ځوانۍ دی ځار شم        درکړی خدای ده مينه زه درباندی کړمه

پګــړۍ   کـږه   تـړه   جانانه           يو خو ښه ايسې بل ئې پيغلې خوښوينه

چې سپينه خوله  ورسره نه وي         په تش ديدن مې کله زړه طاقت کوينه

چې دواړه لاسه مې ترې تاوکړل       شپه د جمعې وه په ايمان وويريدمه

په  دنــيا  دوه  شيه  مــزه  کا          يا سپينه خوله يا د بوړي ټوپک غږونه

خبرې کړې شونډې دی ريږدي        لکه سورګل چې د سهار شمال وهينه

دا نيمه  شپه  ده  ټپې  خوند کا         څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

دا  نازولې  لور  د چا   ده             چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه

زه  چې  سهار له  خوبه  پاسم          د کليمې سره دی سمه يادومه

له خوبه ويښ شه ځوانيمرګ شې       خولګۍ مې واخله په بانه راغلې يمه

سوال دی په کوم زيارت قبول شو      چې په سپين مخ مې اوښکې ځي خوله درکومه

دا  پخوانۍ  مينه  دی  نشته              لکه د زرو ګونګرو شور به دی کونه

دا پخوانۍ مينه دی څه شوه           لکه ښامار به تاويدی په ديوالونه

په  خوله  توبې توبې  وباسم          په تا مين زړګۍ توبې نه قبلوينه

د توبې شپه ده  سوال  قبليږي        خلقه زما په حق کې پورته کړۍ لاسونه

حسن  دې  اور  راته  بليږي         زه ورته ناست د زړه قطری پری پخومه

خدايه  په  داسې لمبو  وسوم          چې نه ئې دود شته نه ئې تاو چاله ورځينه

مازديګرلمونځ دی قبول مه شه       زه دی ديدن ته په سهار راغلۍ يمه

که زړه ته سل تسلي ورکړم           سترګو ليدلۍ جانان کله هيروينه

جانانه  ســتا  خاطر  لــپـاره           په ځان منمه د ناکسو تهمتونه

مينه   له  مـيـنې  پيدا کيږي          په مينه مينه دې کاته مين دی کړمه

مينه  په  تلو راتلو  زياتيږي          کله راځه کله به زه درځم مينه

که  ليونۍ دی زما  يار دی           زه مې خپل يار په شاهزاده نه بدلومه

طالبه خدای که خو ملا شې           په کتاب پروت ئې يادوی شينکي خالونه

باد  دې پلو  له  مخه  يوسه           چې ګلابي مخ دې په سترګو ووينمه

زه په عاشق سړي پوهيږم            يائې رنګ زيړ وي يائې شونډې وچې وينه

سوال دی په کوم زيارت قبول شو    چې په سپين مخ مې اوښکې ځي خوله درکومه

مَـيـنـه  يــم  منکـره  نه يــم           که شينکۍ خال مې د چړو په څوکو ځينه

که ته مې روغ ليونۍ نکړی          بيا مې د بنګو پياله مه بوله مينه

سترګې  به  هرچا  تورولې           په دې دله مالت کې زه په ګوته شومه

زما پرې هسې نوم بدنام شو          د ليلا سری شونډی پيزوان خوړلي دينه

د ليونو  سره  خوشحال  يم           زمائې خوښ دي دا شکيدلي ګريوانونه

پيزوانه  څومره  بختور ئې           د ناز ميرمن دی سپور په شونډو ګرځوينه

تخت د شاهي مې پکار نه دی        د خپل جانان سره په لو خوشحاله يمه

خوله دی په خوله کې راته کيده     ژبه مې پريږده چې ګيلې درته کوينه

پر ما دی ځان د انځر ګل کړ         بوی دی راځي ګل دی په سترګو نه وينمه

پاس  په  کمره  ولاړه  ګله            نصيب د چا ئې اوبه زه درخيژومه

اشنا  په  ټوکو  نه  پوهيږي           ما په خورو زولفو واهه مرور شونه

زړه مې ماشوم شو راته ژاړي        له مانه غواړي د سورکو شونډو سرونه

سپوږمۍ سلام به درته وکړم           جانان مې مه رسوا کوه ماله راځينه

د کبر جام به دې نسکور شي          نور په عاجزو خلکو مه کوه ظلمونه

د تورو غرو  لويه  ښاماره             چې دې خوړمه خبر کړۍ به دې ومه

زړګيه   صبر  وظيفه  کړه            په هغه ګل چې نازيدې د بل چا شونه

زما  د  زړه  ناپايه  غــمــه           اور دې چې هرڅه پټوم لوګۍ دې ځينه

که نـصيـبــونه خــرڅيدلای            ما به دا خپل نصيب وړيا ورکړي ونه

ته به د کوم وطن څراغ ئې           زه د هجران په تروږمو کې ناسته يمه

د هندوستان په ميرو  ورکه           مياشتې دې تيرې شوې کلونه دې شميرمه

په تور لحد کې به نارې کړم          زه د دنيا نه ارمانجن راغلۍ يمه

د  اشنا  مـيـنــه  زولانه  ده            بنديخانه ده پکې شپې سبا کومه

څوک چې عاشق شي ملامت شي     د ملامتو مرستې هيڅ څوک نه کوينه

څوک په رضا له ملکه نه ځي        يا ډير غريب شي يا د يار له غمه ځينه

سبا مې ستا په  تومت  وژني         ځای د راستۍ دی چې منکر نشې مينه

په پت کې تور مسلۍ ښه دی          بې پته يار که شاهزاده وي ورک دې شينه

زما او ستا ترمنځ شو غرونه          سپينې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه

 

 

ګودر

 

په  ګودر څه  ټکه  لويدلې           چې کشره خور ئې بدرګه ورسره ځينه

د مازديګر ګودره وران شې         په خندا درشم په ژړا درنه راځمه

چې مازديګرشي زړه مې ښه شي   په ګودر جوړ شي د منګيو قطارونه

په ګودر سور سالو ښکاره شو       ما ويل په تورو اوبو اور ولګيدنه

خدای  دې  آباد  لره  ګودره         په تاکې کيږي د مینو ديدنونه

هر مازديګر دې لوی اختر دی       ګودره ځکه دې صفت هرځای کومه

 

 

تشبه

 

مخ دې ګلاب سترګې دې شمې           نه پرې پوهيږم چې بورا که پتنګ شمه

صورت دې سپين کميس دې شين دی   لکه نرګس چې شين ئې تار سپين ئې ګلونه

جانانه  لاړې  آسماني  شوې         څو آسمان ځمکې ته راځي قيامت به وينه

چې بلبلان  پرې  خفه  کيږي         خزانه تا په باغ کې څه موندلي دينه

څراغ چې بل شي آخر مړ شي       زړه چې مين شي هميشه لمبې کوينه

تر دا سورکو شونډو دې ځار شم     کله غوټۍ شي کله وسپړي ګلونه

زړه  مې د مينې  خزانه  ده           پکې پراته دي د خواږه جانان غمونه

زړه مې داستا خبرې غواړي          لکه للمې غنم چې غواړي بارانونه

زړه مې داستا خبرو تور کړ          لکه د ژمي دود چې تور کړي ديوالونه

د سر ويښته دې ښاماران دي          دا دواړه څڼې منګري خوړل کوينه

چې څانګه ماته شي ګل وچ شي       زولفې چې ماتې شي لا وسپړي ګلونه

خال دې فقير مخ دې زيارت دی       دا نرۍ وروځې دی جنډې ولاړې دينه

خال خو دی شين غاړه دی سپينه      خندا دی سين دی عالمونه غرقوينه

خوله دی ټوپک خندا دی ټک ده       داسره شونډان دی پټاکۍ اور لګوينه

د زړه په سرمې اغزۍ مات شو       نه ئې ويستۍ شم نه ئې درد زغملې شمه

په  باغ  کې  مه  ګرځه  جانانه        ګلاب شرميږي مخ په پاڼو پټوينه

په نيمه شپه مې خوب ته راغلې        لکه يتيم مې تر سبا ژړلي دينه

په باغ کې سرې غوټۍ ته وايه         چې تاته تور کشميالي ډير سلام کونه

 

 

بيلتون

 

اشنائې  وای  جدائې  مه  وای         خدايه په در کې به دې څه کم شوي ونه

بيلتون د  خلکو  د  خندا  کړم          ځکه هروخت ګريوان شکيدلۍ ګرځومه

خبر مې  يار ته  نه  رسيږي           لار کې پيرې د بيلتانه ولاړې دينه

د  بـيـلـتـانـه  ظالـم  د  لاسـه            په ژړا ژاړم په سر خاورې بادومه

د  بـيـلــتـانـه  ظالـم  د لاسـه            د يار مې کډې په زيړي مازيګر ځينه

دبيلتانه کوردې رب وران کړي         پر مائې وکړه نا اشنا  اشنا ظلمونه

د هغه چا دې کور خراب شي          چې يو اشنا د بل اشنا نه بيلوينه

بيلتونه مخ دې مولا تور کړه           چې ورانوې د عاشقانو جوړ کورونه

بيلتونه خوارشې زه دې خوار کړم     د مُلک بادشاه وم د زيارت ملنګ دې کړمه

بيلتونه غبرګ ځامن دې ومره          چې ته غمجن شې ګوندې زه دې هيره شمه

بيلتون ته وايه لاس دې خلاص دی     يار دې جدا کړ نور دې څه پروا لرمه

 

 

انجينر عبدالکبير کاکړ

۲۴. ۱۲. ۲۰۰۹

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org