یکشنبه، ۲۰ فبروری ۲۰۱۱

لولۍ دنیا

بیا یې خواږه خواږه یادونه په ما لوبې کوي

بیا یې خندا ده چې زما په ژړا لوبې کوي

بیا مې ریښې ریښې لمنه له اغزو ډکه ده

بیا د خزان سیلۍ د ګل په خندا لوبې کوي

بیا مې ځلېږي د بڼو په سر لړزانده ستوري

بیا مې د تورې شپې قسمت، په رڼا لوبې کوي

مغل کاته یې هیروي رانه انګریز وختونه

خوشحال غیرت مې د شملې په رپا لوبې کوي

خمونه تش، ساقي خمار، زه دعمرونو تږی

بدل محال دی صراحي په صهبا لوبې کوي

کله دما،  کله د تا، کله د بل غیږه کې

لولۍ دنیا ده، هم په ما هم په تا لوبې کوي

د زړه ټوټې ټوټې ښیښه مې د آشنا په لاس کې

لکه ماشوم یې د شغلو په ځلا لوبې کوي

هغه چې وژني مې په مړي مې هم هغه ژاړي

شهیده ساه مې د قاتل په ژړا لوبې کوي

ګلبویه زلفې یې خورې ورې د باد په اوږو

لکه قصې د مینتوب چې په چا لوبې کوي

نه مې ماضي په شغلو پټ نه مستقبل په ستورو

پرون ایرې، نن مې لوګی په صبا لوبې کوي

 

آلمان ۶ مارچ ۱۹۹۴

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادر مسعود

 

پردی

دلته پردی یم څوک مې نه پیژني

څوک مې سلام ته هم سلام نه وایي

څوک مې له ځانه سره ځان نه ګڼي

څوک راته سیال د ننګ او نام نه وایي

***********

نه مې له چا سره خندا ویشلې

نه مې له چا سره ژړا شریکه

نه مې له نورو سره مینه یو شان

نه مې له نورو سره سا شریکه

**********

لکه له ونې جلا شوې پاڼه

دزمانې سیلۍ په سر اخیستی

لکه د شپې توفان وهلی مرغه

سړو بادونو مې وزر اخیستی

**********

لکه له یاده تښتېدلې قصه

نور د چا ذهن تخنولی نه شم

لکه د وخت په شپو کې ورکه هیله

نور د چا زړونه تودولی نه شم

**********

لکه په سوبه کې مات شوی سرباز

له ځانه ستړی، له جهانه ستړی

لکه په مینه کې ناکامه مین

له هوډه ستړی، له پیمانه ستړی

**********

هلته مې سر وو تر آسمانه اوچت

دلته پردی یم، خیراتخور مې ګڼي

هلته اتل ومه په خپله خاوره

دلته بې ویاړه یمه، تور مې ګڼي

**********

د سرو سکروټو له بارانه راغلم

د تومتونو د ږلیو ښار ته

له تورو وریځو نه راوتښتېدم

راغلم د باد او د سېلیو ښار ته

**********

زما شرقي وینه د مینې تږې

خو دلته کرکه ده په هر قدم کې

زه د یوې پستې خبرې لیوال

خو دلته تیږې دي زما په چم کې

**********

راته سړو سړو کتو کې وایي :

ته بیګانه یې ته وطن نه لرې

ته د سپیرو دښتو سپیره اغزی یې

ته لیاقت د دې چمن نه لرې

**********

ته دوزخي یې ستا یې څه په جنت،

ته صحرایي، یې ته چمن څه کوې .

ته وچ لرګی د سوزیدلو وړ یې

ستا یې په باغ څه، په ګلشن څه کوې؟

**********

که لیرې پاتې شم وحشي مې بولي

که ورنژدې شم رانه ځان ټولوي

که مینه وغواړمه کرکه کوي

که کرکه وکوم، دنیا نړوي.

**********

د بوټو څانګې یې اغزي دي راته

د ګل خندا یې له پیغوره ډکه

له وړو ونو نه یې زهر څاڅي

ځوانه اروا یې له سره اوره ډکه.

**********

زه د وطن د جګو غرو بوټی یم

دلته پردي چمن کې نه شین کیږم

په لمر خاته کې مې ریښه ښخه ده

دلته غربي ګلشن کې نه شین کیږم.

**********

دلته پردی یم، څوک مې نه پیژني

زما عزت او زما پت هلته دی

دلته پردي جنت کې نه ځایېږم،

زما دوزخ، زما جنت هلته دی.

 

آلمان – اکتوبر، ۱۹۹۴

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادر مسعود

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org