نثار احمـــد بهین
منطق :
هر منطق لری له ځان سره خبر
ښه وینا پر هر انسان کوی اثر
کوم ګفتار چی استدلال ځینی خالی وی
تش یو پوف دی چی په درد نخوری د سر
خلګ به ناست وی درته ګوری به په زغرده
خو افکار یی بله خوا وهی چکر
که ته غواړی جامعه کی عزت و مومی
ځان سمبال کړه د منطق په ښه جوهر
منطقی انسان هر چا ته وی منلی
بی منطقه کسان ځان له دی خطر
دا منم چی نن هیواد کی منطق زور دی
خو د زور منطق پخپله دی لوی شر
مرګ او ژوبله نور حلال د ستونزو ندی
دا منطق دی چی منلی دی بشر
ډیر، منطق تعبیروی په جلا ډول
ښه منطق له عقلانیت ندی بهر
راشه واوره د «بهین» پر خبر پوه شه
توپک پریږده د منطق جوړ کړه سنګر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بهین ـ ماینز، جرمنی ـ ۱۳ـ۱ـ ۲۰۱۵
توجه:
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat