مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

۷-۷-۲۰۱۷

 مشروعیت ته هر اړخیزه کتنه

 

که څه هم ډیر سیاسیون پدې عقیده دي چي مشروعیت د شریعت یا شرع څخه اخیستل سویدی خو په لغت کي د (قانونمند یا د قانون مطابق) په معنا دی او په ټوله کي د درست، پر حق، قانوني، حلال، مشروع او حقانیت معنا ورکوي چي په انګلیسي کي Legitimation ورته وایي.

غصب Usurpation د مشروعیت قاتل بلل سویدی، کله چي یو څوک په زور یا نیرنګ باندي د کودتا یا نورو غیر قانوني لارو څخه قدرت تر لاسه کړي معنا دا چي نوموړي شخص قدرت غصب او مشروعیت یی تر پښو لاندي کړی دی .

مشروعیت په اصطلاح کي هغه عقلاني توجیه ده چي یو حاکم ئې د خپلو اعمالو د پاره وړاندي کوي.  په بل عبارت مشروعیت په یوه حکومتي نظام کي هغه ځانګړتیا ده چي یو حاکم د هغه ځانګړتیا په کومک خپله حکمراني  صحیح او قانوني بولي چي خلګ هم د هغه ځانګړتیا پر بنسټ د حکومت تابعیت خپله دنده ګڼي.

مشروعیت د سیاسي فلسفې و دغه سوال ته هم جواب ورکوي چي: ولي ځني خلګ باید حکومت وکړي او نور خلګ مؤظف دي چي اطاعت ئې وکړي. همداسي مشروعیت روښانه کوي چي یو حاکم د خپل حکم د نافذولو د پاره باید کومي ځانګړتیاوي او صلاحیتونه ولري .

آلماني تاریخ، اقتصاد، سیاست او حقوق پوه ماکس وبر همدغه موضوع څیړلې ده او د مشروعیت لپاره ئې لاندي درې سرچینې وړاندي کړی دي:

۱- سنتي مشروعیت.

۲- کاریزماتیک Charismatic (ذاتي جذابیت) مشروعیت.

۳- عقلاني مشروعیت.

۴ - زه هم د ماکس وبر پر مشروعیت تخصصي Vocation مشروعیت ور اضافه کوم چي په نوبت به بانډار پر وکړو.

لومړی سنتي مشروعیت: دوود، عُرف یا سنت یو خاص تګ لاره دی چي خلګ په یوه معینه مسئله کي د هغه پیروي کوي بیله دې چي په قانون کي ذکر سوی وي، په بل عبارت سنت غیر لیکل سوی قانون دی .

بیله شکه چي د افغاني ټولني په شان په وروسته پاته او قبیلوي ټولنو کي سنت غښتلی او د قانون رول لوبوي ځکه نو سنت د خپل صلاحیت پر بنسټ په ټولنه کي حاکمانو او ځینو دودیزو بنسټونو ته مشروعیت وربخښي، د بیلګي په ډول:

-  د جرګو جوړیدل او د جرګو په واسطه د قوانینو او حاکمانو ټاکل.

- د سیاسی رهبرانو ټاکل د میراثي یا سنتي رواجونو پر بنسټ.

- د قومونو د مشرانو ټاکل.

- د کليو د ملکانو ټاکل .

- ملا او پیرانو ته مشروعیت ورکول.

- په قوم او قبیله کي د صلحي او جنګ کولو پریکړه کول او داسي نور.

دوهم کاریزماتیک مشروعیت: کاریزما د یوه رهبر هغه نبوغ او جذابیت دی چي پخپلو پلویانو کي د محبوبیت،  تأثیر ښندني او اعتماد سبب کیږي ځکه نوموړی رهبر یا شخص کولای سي چي د خپل نبوغ پر بنسټ ښه مدیریت او ښه رهبريت وکړي. یعني کاریزماتیک د مشروعیت هغه ډول دی چي د یوه شخصیت په ځانګړتیاوو پوري اړه لري څو نوموړی رهبر وکړای سي چي د خپلو ځانګړو صفتونو پر بنسټ د یوه مقام، حکومت او قدرت تر لاسه کولو لپاره مشروعیت تر لاسه کړي.

دریم عقلاني مشروعیت: هغه مشروعیت دی چي یوه حاکم یا حاکمیت د څو اړخو څخه خپل معیارونه پوره کړیوي یعني په قانوني ډول قدرت ته رسیدلی وي، د بیلګي په ډول:

عمر ئې پر معیار برابر وي، د ښاروالي شرطونه ئې پوره کړی وي، د تحصیلاتو معیار ئې پوره وي او بنسټیز شرط دا چي رایي ئې اخیستي وي یعني انتخاب سوی وي.

څلورم تخصصي مشروعیت: تخصصي مشروعیت یا د ځانګړو کمالاتو مشروعیت هغه مشروعیت دی چي یو شخص د خپل تخصص یا د خپل ځانګړي کمال پر بنسټ دې حد ته رسیدلی وي چي خلګ ئې د هغه ځانګړي کمال پر بنسټ د رهبري یا حکومت والي جوګه وبولي او د خدمت کولو او ښه مدیریت باور پر وکړي.

د بیلګي په ډول: یو څوک ډیر زړه ور، غښتلی، پهلوان، یا په یوه سپورټ کي نامي وي، یا یو شخص ډیر بډای، عالم، پوه، مخترع، هنرمند یا ښه شاعر او لیکوال وي. دا ټوله هغه شخصي ځانګړتیاوي دي چي یو څوک د عامو خلګو څخه جلا او فوق العادګي وربخښي څو د همدغه ځانګړتیاوو پر بنسټ په ټولنیزو او سیاسي مسایلو کي مشروعیت اخلي.

تخصصي مشروعیت کیدای سي ذاتي وي یا کسبي او زه ځکه تخصصي مشروعیت د ماکس وبر پر مشروعیت ور اضافه کوم چي موږ ئې په نړۍ کي ډیري بیلګي لرو لکه:

د امریکا  پخوانی رئیس جمهور رونالد ریګن (۱۹۱۱- ۲۰۰۴) چي لومړی ئې د سینما په هنر کي شهرت او محبوبیت حاصل کړ وروسته ئې د اولس مشرۍ لپاره د مشروعیت زمینه برابره سول. د امریکا اوسنی اولس مشر دونالد ترامپ هم لومړی په خپله پانګه او شتمني باندي مشهور سو وروسته اوولس مشر سو، همداسي د هند پخوانی  جمهور رئیس او لوی ساینس پوه ذین العابدین عبداکلام وو چي لومړی ئې د خپلي اټومي پوهي پر بنسټ د هندیانو په زړونو کي ځای پیدا کی او وروسته د (۲۰۰۲ ۲۰۰۷) پوري د هند اوولس مشر سو . .

مشروعیت د میلاد نه مخکي لومړی ځل د (سیسرون) لخوا چي فیلسوف، خطیب او سیاست پوه وو په روم کي مطرح سو اما په مډرن عصر کي د خلګو باور او رضائیت پر مشروعیت اضافه سوی دی.

زما په اند د مشروعیت پر ټولو شرطو سربیره حتا تر ټاکل کیدو هم د خلګو باور او رضائیت مهم دی. ځکه چي کیدای سي یو کاندید د پیسو په واسطه، د زور او تحدید په واسطه، د قومي یا سیاسي پیوند پر بنسټ، په کاندیدانو کي د بد او بدتر تر منځ انتخاب یا هم په ټاکنو کي د درغلیو په واسطه رایي واخلي او قدرت تر لاسه کړي خو تر څو چي د خلګو باور او رضائیت ئې نه وي خپل کړی نوموړی حاکم ځکه په خپلو کړونو کي پاته راځي چي د خلګو ملګرتیا نلري، پورته عوامل په هغه ټولنو کي چي قانون پوره حاکمیت نلري ډیر لیدل کیږي.

پایله داچي رضائيت او باور هغه څه دي چي خلګ یا ټولنه د خپل حاکم څخه دده د کړنو پر بنسټ په عقلاني ډول خوښ او باورمند وي. یعني خلګ بیله کوم شک او تشویش څخه د خپل حاکم کړني په پوره باور باندي تائید او ملاتړ کوي ځکه چي حاکم ئې په عمل کي صداقت، قابلیت، محبت، وطندوستي ثابته کړې او د خلګو اعتماد یی حاصل کړي وي، په هره ټولنه کي چي د خلګو او حکومت تر منځ باور او رضائیت شتون ونلري هغه ټولنه تل د ستونزو، کمبودیو او جنګو سره مخ وي.

لحاظا سالم حاکمیت باید د هر ډول قومي، ژبني، دیني، مذهبي او سکټریستي تعصباتو څخه پاک او په ملي جامو باندي ملبس د ملي ګټو په خدمت کي وي څو د ټولني د هر قشر او طبقې حمایت او باور د ځانه سره ولري.   

 

 

 

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)