شنبه، ۳ نوامبر ۲۰۱۲
نذر محمد بړيچ
جنوبي پښتونخوا، کوټه
د افغانانو او پښتنو لپاره په افغانستان او سوات کښي عمارت غواړي او د خپل ځان لپاره په پاکستان کښي جموريت او وزارت. په افغانستان او پښتونخوا کښي د مسلحه جهاد فتوې ورکوي او پاکستان کښي جمهوري جد و جهد زنده باد مرده باد. په پښتنو باندي د ټيلي وژن کتل حرام دي خو په خپله په اسلام اباد کښي په پنځوس ټي وي چينله کښي سياسي مذاکرې. |
from: Nazar Barech Quetta
د پاکستان سياست او سياسي ليډر شپ هر وخت په داسي تذبذب او ګډوډي کښي راشکېل وی چي هر سهار راپورته کيږي د يوې نوي ډرامې سره مخامخ وي سياسي بيانات او عمليات ماښام يو ډول وي او سهار ځني منکر وي. ماښام چي يې کومه خبره کړي وي سهار يې نه مني سياسي کړنلاره نسته، نظريات بدل سوي دي، په انګريزي او اردو سياسي شعار نارې، جائز دي، خو پښتنو په پښتو باندي پابندي لګولي دي سياست د پښتانه په نوم کوي خو مفادات يې له پنجاب سره تړلي دي، مذهبي ګوندونو ځان د اسلام ټهيکيداران جوړ کړي دي. اوس خو يې په عربي سندري شروع کړي دي. څوک چي يې څلويښت کاله د قام او دين دښمن کڼی هغه يې نن خپل راهبر جوړ کړی دی. هر څومره چي مردارخور اوپليت وي خو که په قامي پارټۍ کښي وي خو ډېر ښه غيرت مند پښتون دی او که په مذهبي ګوند کښي وي هغه ډېر مسلمان وي.
د هر ليډر په جېب کښي بېلا بېل کارډونه وي چي چيري يې ضرورت شي هلته هغه کارډ استعمالوي. سياسي ليډران اوس پټي ټهيکيدار جوړ شوي دي. د يو فوجي په شان په سياست کښي داسي U Turn خوري لکه په فوجي پريټ کښي يو فوجي. نظريات دا ډول بدلېږي را بدلېږي لکه د کراچي او د لاهور فيشن چي په کښي نر او ښځه نه معلوميږي سرمايه داره او قابضه طبقه چي هر ډول بې حيايي او بېشرمي کوي هغه ته فيشن وايي هم په دغه شان په سياست کښي چي سياسي ليډران کمي فيصلې کوي کوم طرف ته ځي د چا سره ځي او کومه نظريه خپله وي. که فکر او ضمير خرڅوي خو دغي پېمانه ته دا حالات سياسي شرائط وايي. د پرون د مذهبي سکرپټ نن د قام پرست سکرپ جوړ سوی دی. د مذهبي ګوندونو پاليسي نن قام پرستو خپله کړي ده.
نن بلور غوندي انقلابي هم په مذهبي جنونيت کي د خپلي سرامايې تحفظ لټوي. نن د نظرياتو پر ځای ايشوز د سياسي ګوندونو نظريه جوړه سوې ده. سياست خو کوي خو نظريه نسته چي کله د بار نه سکرپټ راشي بيا سياسي عمل شروع شي. مذهب خو اوس يو داسي هتيار ځني جوړ کړی دی چي د عام سړي سر نه په خلاصېږي. فرقې دومره زياتي کړي چي د پښتانه سره يې خپل اسلام ورک کړی دی. او هر فرقه په بلي فرقې د کفر فتوی لګوي. د انتها پسندۍ او فرقه واريت په وجه د اسلام اصل روح يې د خلګو پټ کړی دی. هغه ته يې د وهابيت او د انتها پسندي ماسک وراغوستی دی د رياض او د تهران په مسلکي جګړه کښي پښتون وطن يې د مذهبي جنونيت په اوور کښي سېځلی دی او لايې سوځي. عربي کلچر او تاريخ يي د اسلام په نوم په پښتانه او پښتونخوا وطن يې مسلط کړی دی. نن د عام پښتون بلکه ډېر تعليميافته خلګ د عربي کلچر او د اسلامي روايات او د تاريخ فرق نه شي کولای. عرب تاريخ يې د اسلام سره تړلی دی. عرب چي په تاريخ کښي وحشت او بر بريت کړی دی. د اسلام دښمن قوتو نه هغه د اسلامي تاريخ سره بيانوي حالانکه اسلامي تاريخ کښي مينه، امن، محبت او سلامتي ده. د هر چا د پاره يې د خپل حقوق تعين کړی دی. بلکه د ځنګل ځناورو، درختو، حيوانات، انس او جنس لپاره يې خپل حقوق بيان کړې دي. حضرت انسان محترم ته يې د اشرف المخلوقات درجه ورکړې ده خو دلته چي کله د سرامايې، دولت، ذاتي يا شخصي مفادات راشي بيا اسلام تر پښو لاندي کړي. کومه مسله چي حکمرانانو يا قابضي طبقې ته ورپېشه شي هغه بيا هغي مسلې ته د مذهب نوم ورکوي او بيا خپل سياست په کوي. مذهبي سياست يې د اسلامه بالا کړی دی.
سياست خو مذهبي کوي خو اوس يې دومره جنونيت اختيار کړی دی چي مذهب هم سياسي کړی دی خپله که شراب، زنا، فحاشي او هره ګناه چي کوي ځان ته يې جائز کړې ده. خپل بچيان يې په امريکه، روس او يورپ کښي د انګريزانو سره نر او ښځه ګډ اعلی تعليم کوي. خو د قام بچي په خپل کور کلي کښي د ټاټ سکول ته نه پرېږدي. د انګريزانو او د نامحرمه خلګو سره يې د بچيانو تعليم جائز دی که ملاله په سوات کښي په خپل کلي کښي د خپل پلار په مکتب کښي سبق وايي بيا قاضي حسين احمد، فضل الرحمن اينډ کمپني په دغه بچيانو باندي ناروا فتوې او بېهوده الزامونه لګوي. او د پښتنو د بچيانو مکتبونه په بمانو الوزوي، ماشوم بچيان په ګوليو ولي، دلته به يو پښتون بچی په کيږدۍ کښي پيدا کيږي يخ او ګرمي لمر او واوري سره د بچاو هيڅ اميد نه لري پخپله به خپل بچی به په يورپ او امريکا کښي پيدا کوي چي د هغه ځای نيشنلټي واخلي. هيڅ يو سياسي قام پرسته يا مذهبي ليډر ايم. اين. اے – ايم. پي. اے څوک نه شي راشولی چي د هغو بچيان دي امريکن يا يورپين نيشنلټي نه لري. زما بچی دي د کلي د ملا په تاويز او کلي وال بوټو باندي دي دي ژوندی وي ددوی لپاره دي په واشنګټن او لندن کښي اے او اوو لېول عليشان کيمبرج سسټم دي وي. زه د ټاټ سکول ته نه شم تلای. خپله دي وزارت، جمهوريت او مراعت خوش دي زما لپاره دي د ملا جان تاويز، د عرب تازي امارت او مرګ زما او زما بچو لپاره مزدوري، چوکيداري، تکليف، يخ او ګرمي زما قسمت ګرځولی دی د ځان لپاره حکمراني او د عياشي ژوند، د ځان حق او قسم ګڼلی دی ماته د حورو غيلمانو، د شهاتو شکرو قيصې، خود کش حملې کښي، جنت ته د استولو بهانې او د خپل ځان لپاره په اسلام آباد کښي د وينا ملک او په لاهور کښي د هيره منډی ډانسونه د خپل وخت ضرورت ګرځولی دی. زه د خپلي خور، مور، لور يا ښځي سره ډاکټر يا هسپتال ته نه شم تلی ته په ډېر بې حيايي پردويو ځوانانو سره په غيږه روغبړ د حالاتو مجبوري ګڼې زما لپاره کلرکي، سپاهي، چپراسي يا نوور سرکاري نورکري د نظريې د قام او د اسلام خلاف يوه جاسوسي دنده ګڼې خپله په چاوڼی کښي ناست د کباب او شباب په نشه کښي مست بيا هم سوچه مسلمان، قام دوسته، محب وطن او تکړه پښتون، سپېڅلی مسلمان . . . واه . . . . دا عجيبه اسلام او پښتو ده.
د افغانانو او پښتنو لپاره په افغانستان او سوات کښي عمارت غواړي او د خپل ځان لپاره په پاکستان کښي جموريت او وزارت.
په افغانستان او پښتونخوا کښي د مسلحه جهاد فتوې ورکوي او پاکستان کښي جمهوري جد و جهد زنده باد مرده باد.
په پښتنو باندي د ټيلي وژن کتل حرام دي خو په خپله په اسلام اباد کښي په پنځوس ټي وي چينله کښي سياسي مذاکرې.
دغه اوسني عمليات او سياست د يو بل سره تضاد لري د دغو خبرو قضاوت به پښتانه په خپله کوي چي څوک غلط دي او څوک سم. د سياسي ګوندونو د مشرانو او د هغو په کڼ لاره کښي څومره فرق دی آيا څوک شته چي هغه د خپل غلط سياست تصيح وکړي. او د قام سره معافي واخلي او قام ته په صحي معنا د خپل غلط سياست معافي واخلي او قام ته دي د بري لار ورخپله کړي او قام دي په سمه لاره روان کړي. کني بيا به ملاله بيا چيغه کړي:
که په ځوانانو آزاد نه شوې
پښتتانه جينکۍ به دي ګټينه
ملالي پېغلي خو د سواته د خپلو ملګرو سره د وحشت او بربريت خلاف چيغه کړه نن يې ټوله نړۍ ولړځوله په تاريخ کښي هيڅ يو پښتون افغان که مړه دي که ژوندي دي د هيچا هم دومره لويه چيغه نه ده کړې لکه يوې ملالي خو افسوس په مذهبي ګوندونو چي د ملالي غوندي معصومي بچۍ ته د خپلي انتها پسندۍ ننداره وکړه او خپله پښتو افغان دښمني يې ښکاره کړه. خو صد افسوس په پښتون ليډر شپ باندي چي په دومره لويه وحشي واقع باندي پټه خوله شو بلکې عملي ميدان يې او سياست يې انتها پسندو قوتو ته پرېښودی. سته په پښتنو کښي داسي څوک چي د ملالي غوندي جرات وکړي؟ دغه سوالونه جوابونه غواړي.
(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)