شنبه، ۲ جون ۲۰۱۲

 


دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ

 

مينه

 

د سترګو په کاسو کې چې د مينې څراغ بل شي

زړګۍ ئې شي ساقي، خمار د يار ور سره مل شي

خالونه شي بې نظمه د بنګړو نه هم څه مات شي

دنــيــا ورتــه بــدلــه جــنــتــونــه هـــم بــدل شـي

کچکـول له غاړې وباسي واکمن د ارادې شي

په زړونو پاچاهي کړي خو اسير د تور اوربل شي

د تندې روژه ماته کړي د شونډو ښکلي جام کې

اختر د خوښۍ جوړ شي ټول ترخه ورته عسل شي

کاکړ چې ټـپې اوري د رباب ښکـلـو تـارو کې

د شعـر څـيـره بدله لکه نـثـر چې غــزل شي

 

انجينر کبير کاکړ     ۱۴ . ۰۵ . ۲۰۱۲

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org