یکشنبه، ۲۶ فبروری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

د مصر او امریکا تقابل

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

 

په ټونس کې له پاڅونونو څخه وروسته، چې په پایله کې یې د دغه هېواد واکمن زین العابدین بن علي نسکور شو مصر دویم هېواد وو، چې پاڅونونه په کې بریا ته ورسېدل او حسنې مبارک له دېرش کلنې واکمنۍ څخه وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.

له هغه وروسته، چې د ۱۹۸۱ زېږدي کال د اکټوبر میاشتې په ۶ نېټه د مصر پخوانی ولسمشر انور سادات ترور شو حسنې مبارک د یاد کال د اکټوبر میاشتې په ۱۴ نېټه واک تر لاسه کړ. درې ځله په ولسمشریزو ټاکنو کې پرته له دې، چې کوم سیال یې پر وړاندې موجود وي بریالی شو او په ۲۰۰۵ زېږدي کال کې د څلورم ځل لپاره د مصر د ولسمشر په توګه وټاکل شو او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۱۱ زېږدي کال تر سپټمبر میاشتې د ولسمشر په توګه پاتې شي؛ خو بخت ورسره یاري ونه کړه او د خلکو له پاڅون سره مخ شو، چې په پایله کې یې استعفا ورکړه.

په منځني ختیځ او همدا راز د افریقا په شمال کې د پاڅونونو په لومړیو کې داسې انګېرل کې ده، چې ګواکې امریکا دې د دغو پاڅونو تر شا لاس ولري؛ خو له هغه وروسته، چې د لومړي ځل لپاره په ټونس کې آزادې ټاکنې تر سره شوې او په پایله کې د النهضه اسلام­پاله ګوند د دغه هېواد په پارلمان کې ډېرې څوکۍ تر لاسه کړې، نو دغه انګېرنه غلطه ثابته شوه. بل لور ته د لیبیا د انتقالي شورا مشر هم ویلي دي، چې لیبیا یو اسلامي هېواد دی او په لیبیا کې به ټول قوانین د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، چې دغو څرګندونو هم لوېدیځ په ځانګړي توګه امریکا ولړزوله. د مصر په پارلماني ټاکنو کې د اسلام­پاله ګوندونو په ځانګړي توګه د اخوان المسلمین تر چتر لاندې د عدالت او آزادۍ ګوند بریا د دې لامل شوه، څو هغه انګېرنې په بشپړه توګه غلطې ثابتې شي، چې ویل کېده د منځني ختیځ او د افریقا د شمال په پاڅونونو کې د امریکا او لوېدیځ لاس دی.

په لومړي سره کې به د مصر پاڅونو ځانګړتیاوو ته ځغلنده نظر واچوم او وروسته به د مصر پر وړاندې د امریکا چلوټو ته راشم.

د مصر په پاڅون کې تر ټولو مهم او اساسي ټکی په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې د دغه پاڅون د تر سره کېدو نه وړاندوینه وه، چې د امریکا لپاره اطلاعاتي ماتې او په امریکا کې د بحث له اصلي محورونو څخه شمېرل کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هېلاري کلنټون وايي، چې موږ د دغه پاڅون له ترسره کېدو څخه وړاندې په دې آند وو، چې د مصر پخواني واکمن حسنې مبارک پر وړاندې به خلک را پاڅېږي؛ خو موده مو دومره ژر ورته نه وه ټاکلې. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د دغه هېواد پر څارګرو ادارو نیوکه کړې او څارګرو ادارو بیا ویلي، چې موږ د پاڅون وړاندوینه کړې وه؛ خو دا معلومه نه وه، چې کره وخت به یې کله وي؟.

په دغه پاڅون کې بل اساسي ټکی د نویو جریانونو رامنځ ته کېدل وو او د دغو جریانو بستر څلورم یا اړیکتیايي انقلاب دی. لومړی انقلاب ټيلیفون او ټیلېګراف، دویم انقلاب چاپ، درېیم انقلاب سپوږمکۍ او څلورم هغه یې ویب، چې د مصر په پاڅون کې د ویب او په ځانګړي توګه د ټولنیزو شبکو ونډه د پام وړ وه.

د مصر د پاڅون درېیم اساسي ټکی په دغه پاڅون کې ټولیزې غوښتنې او د ټولو وګړو ترمنځ همغږي وه، چې ټول سره په یوه غږ د استبداد پر وړاندې و درېدل. دغو بدلونونو په ډاګه کړه که چېرې یو ملي جمعیت د ګډو او ټولیزو غوښتنو پر بنسټ سره همغږی شي بریا به د دوی په برخه وي.

څلورمه ځانګړتیا یې هم پر سیمه د دغه پاڅون اغېز وو.

له هغه وروسته، چې امریکا د منځني ختیځ او د افریقا د شمال په پاڅونونو په ځانګړي توګه د مصر په پاڅون کې له ماتې سره مخ شوه؛ یعنې دا، چې امریکا هغه څه، چې له دغو پاڅونونو څخه یې غوښتل تر لاسه یې کړي لاسته یې را نه وړل، نو د دې په لټه کې شوه، څو د تېر په څېر بیا هم په منځني ختیځ او په ځانګړي توګه په مصر کې د پښو ځای پیدا کړي او ملاتړي تر لاسه کړي.

د همدغو هڅو په لړ کې امریکا د مصر خپلواکه او مدني بنسټونه ته پیسې ورکول پیل کړل، څو وکولای شي د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو امریکا پلوه نوماندان بریا تر لاسه کړي. په همدې لړ کې څه موده وړاندې یوه مطرح مصري شناندي د مصر پارلماني ټاکنو په څنډه کې وویل: "امریکا په دوحه، ریاض او قاهرې کې د خپلو سفیران له لارې د مصر د ولسیز پاڅون له پیل څخه امریکا پلوه ډلو سره اووه ملیونه ډالره مرسته کړې". چې دغه اووه ملیونه ډالره د رسمي شمېرنې له مخې دي او کېدای شي د پیسو دغه ورکړه څو برابره زیاته وي.

د امریکا له لوري مصریانو ته د پيسو ورکولو او د مصر په کورنیو چارو کې د امریکا د بشپړې لاسوهنې څخه وروسته د مصر قضايي چارواکو پتیله ده، څو ۱۹ تنه امریکايي وګړي او همدا راز ۲۴ تنه د نادولتي ډلو او بنسټونو غړي په مصر کې ناآرمیو ته د لمن وهنې په تور محاکمه کړي. دغه کسان تورن دي، چې له بهرنۍ بودیجي څخه یې په مصر کې د ناآرامیو رامنځ ته کېدو په موخه ډلې ټپلې جوړې کړي دي.

د دغو کسانو محاکمې پر وړاندې امریکا خبرداری ورکړی دی که چېرې دغه ۱۹ تنه امریکايي وګړي تر قضايي څار لاندې راشي نو واشنګټن به له مصر سره خپلې مرستې پرې کړي. په ورته وخت کې بیا د مصر دولت ویلي دي، چې قاهره به هېڅ­کله د واشنګټن تر اغېز لاندې را نه شي او د مصر محکمې به خپله پرېکړه کوي.

که چېرې د قضیې ظاهر ته وکتل شي، نو داسې برېښي، چې د امریکا او مصر اړیکې مخ په سړېدو روانې دي او شونې ده، چې دغه اړیکې په بشپړه توګه له منځه لاړې شي؛ خو که چېرې د مصر او امریکا پخوانیو اړیکو ته ځیر شو، نو په ډاډه زړه ویل شم، چې امریکا به هېڅ­کله هم و نه غواړي، څو په منځني ختیځ کې خپل دغه ځواکمن متحد له لاسه ورکړي.

د سړې جګړې پر مهال د جمال عبدالناصر په مشرۍ، مصر پخوانۍ شوروي ته لېواله وو او ځان یې د ختیځ بلوک غړی باله؛ خو په مصر کې د انور سادات له واکمنۍ څخه وروسته دغه لېوالتیا لوېدیځ بلوک یعنې امریکا خواته ډېره شوه. د ۱۹۷۸ زېږدي کال د سپټمبر میاشتې په ۱۷ نېټه د مصر ولسمشر انور سادات او د اسراییل لومړي وزیر مناخیم بګین ترمنځ د امریکا د ولسمشر جیمي کارټر په منځګړيتوب د کمپ ډېوېډ تړون لاسلیک کول، چې له مخې د اسراییل او مصر ترمنځ جګړه پای ته ورسیده او اسراييل د مصر له لوري په رسمیت وپېژندل شو، امریکا ته یې د سادات ژمنتوب لاس ثابت کړ. د انور سادات د دغو کړنو په پایله کې مصر په منځني ختیځ کې د امریکا لپاره له اصلي متحدینو څخه وشمېرل شو، چې د انور سادات له ترور څخه وروسته حسنې مبارک هم یو په یو د امریکا غوښتنې پلي کړي او د امریکا له متحدینو څخه شمېرل کېده.

امریکا مصر ته په خبرداریو ورکولو سره غواړي په لومړي ګام کې خپل دغه ۱۹ تنه غړي، چې په مصر کې ناآرمیو ته د لمن وهلو په تور نیول شوي او ټاکل شوې، چې محاکمه شي؛ له محاکمې څخه وژغوري او په دویم ګام کې د مصر په کورنیو چارو کې لاس­وهنې ته دوام ورکړي.

اوس مهال، چې امریکا مصر ته د خپلو مرستیو له بندېدو څخه خبر ورکړی دی شونې ده، چې امریکا د دې لپاره، څو وکولای شي مصر تر فشار لاندې راولي دغه مرستې د یوې مودې لپاره و ځنډوي؛ خو په اوږد مهاله کې امریکا اړتیا لري، څو له مصر سره خپلې اړیکې ښې وساتي.

د مصر اوسنیو حالاتو ته په کتو او همدا راز د مصر په پارلمان کې د اسلام­پاله ګوندونو بریا ته په پام سره د مصر اوسنی دولت به، چې مشري یې کمال جنزوري کوي دغه ۱۹ تنه او پاتې ۲۴ تنه نور یې محاکمه کړي، څو له یوه لوري د پارلمان او مصریانو تر نیوکو لاندې را نه شي او له بل لوري توانېدلی وي په دغه هېواد کې بهرنیو لاس وهنو ته د پای ټکی کېږي.

دا به د مصر په چارو کې د امریکا د لاس وهنې وروستۍ هڅه نه وي او تل به په دې لټه کې وي، څو د مصر په پارلمان او همدا راز په حکومت خپل پلویان زیات کړي، څو له یوه لوري په مصر کې د امریکا ګټې خوندي او له بل لوري له مصر څخه اسراییل ته کوم ګواښ پېښ نه شي.

 

مجیب الرحمن ساپی،  کابل

 

برېښنالیک:

 

intezar.safi@gmail.com

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)