زموږ د هیواد د خوږ ژبي، مبتکر شاعر او ژورنالیست
ښاغلي خیال محمد کټوازی سره مرکه
مرکه کوونکې: انجنیر عبدالقادر مسعود
خیال محمد کټوازی
ښاغلي خیال محمد کټوازی زموږ د هیواد هغه پیژندل شوې، با احساسه او تکړه لیکوال او شاعر دی، چې په خپل شعر او شاعری یې پښتو ادب رنګین کړی دی. د خلکو سره د ده ناسته ولاړه او د ده صحبتونه ډیر شاعرانه او مینه ناک رنګ لري. ده د خپلې خوږې ژبې د پر مختګ، ودې او غوړیدلې لپاره په خپل توان سره لیکنې او څیړنې کړې دي، چې د ده هڅې او خدمتونه د ستاینی او قدر وړ دي.
ښاغلي خیال محمد کټوازی د عبدالغفور خان زوی دی، چې په (۱۳۲۹) کال کې د پکتیکا په ولایت کښې د دې ولایت په مرکز (ښرنې) کې د ملکانو په کلي کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي. ده خپل لمړنۍ زده کړه د ښرنې د علي بابا په لیسه کې او نورې زده کړې یې د رحمان بابا په لیسه کې تر سره کړې دي. ده خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د ادبیاتو د ژورنالیزم په څانګه کې پای ته رسولې دي. ده د کوچینوالې څخه د شعر او ادب سره ډیره مینه لرله. دی دری شعري ټولګې لري چې د علم، ادب او فرهنګ مینه والو ته یې د کتاب په بڼه وړاندې کړې دي.
ده له (۱۳۴۹) کال څخه تر(۱۳۵۷) کال پورې د هیواد په مختلفو ورځپاڼو کې خپلې لیکنې خپرې کړې دي خوپه تیره بیا هغه وخت کې چې ده په رادیو افغانستان کې کار کاوه زیاتې لیکنې او څیړنې لري.
د جهادي ډلو ټپلو په جنګونو کې د هالند هیواد ته مهاجر شو اوس مهال په دې هیواد کې د مهاجرت شپې تر سره کوي. ده په هالند کې هم خپل ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته ادامه ورکړه او د هالند د روتردام په ښار کې یې دوې شعري ټولګې چې د(ستورو ورا) او (بریښنا ولولې) نومیږي ولیکلې.
که چیرې د کټوازی صاحب د شعرونو کتابونه په دقیقه توګه مطالعه شي، نو داسی معلومیږي چې د ده په شعرونو کې مینه، خواخوږې، طبیعی ښکلا، درد او رنځ، غم او خواشینی، لوږه او تنده، جنون، هیله، وطني احساس او انساني عواطف نغښتی دي.
د ده په زیاتره شعرونو کې د طبیعت ښکلا، د انسان او وطن سره مینه د ټولنیزو نا خوالې او کړاوونه، یاس او نا امیدي، خفګان او داسی نور تصویرونه او سمبولونه په ډیر ښکلي انداز څرګند شوي دي. د بیلګې په توګه لکه په دی بیتونو کې:
د زړه په سر باندې مې ځای لرې وطنه
د لوړو غرونو په لمنه کې پلنه
په هر لویښت دې د لمانځه سجده روا ده
د مسلې غوندې دې پاکه ده لمنه
چې کوم ابلیس دې په ویاړونو لګیدلی
په ماته ژامه دې شړلی دی مننه
یا:
که لرې را نه پاته دي که برې را نه پاتې
د زړه دواړه ټوټې مې برابرې را نه پاتې
په ځالو د ګوربتو کې چرګوړې میشته شوې
د چوتکو په منګولو کې کوترې را نه پاتې
یا:
هسې چارې دې را وکړې مینتوبه
چې اوس ګرځمه رسوا له لیونتوبه
که هر څو ژور ویده یمه هیواده
ستا توده مینه مې وباسي له خوبه
یا:
په زړه باندې رنځور یمه صنم راسره نشته
درمل ته یې حیران یمه ملهم راسره نشته
په مړینې نڅا ګانې د ژوندیو په ما کاندي
تر اوسه هم لا فکر د توکم را سره نشته
یا:
چې هر چیرې لټومه ښکلی یار
مخامخ را ته څیرمه شي اغیار
خپلې ډکې خزانې ته چې ورځمه
ترې چاپیره وي د بل کلی ښامار
یا:
مړاوی شانته ګل یم له پرهاره سره اوسم
اوس چې د ازغیو له بهاره سره اوسم
نن یې تر ملا پورې بمونه را تړلې
څه ساده پښتون یم له هوشیاره سره اوسم
یا:
دیدن ته دې هیواده له جرګو سره درځم
ستا غیږې ته د عشق له ولولو سره درځم
پوهیږمه چې لارې پاټکونو دې نیولې
زما جنت نښانه له خطرو سره درځم
یا:
بیا به پسرلی شي میناګانې به راځي
تورې شپې به لیږدي رڼاګانې به راځي
واورې به خپل سپین کفن ور ونغاړي له ځمکې
خاندي به ګلونه ښکلاګانې به راځي
یا:
داغ د بې پتي دې د لمن په برخه مه شه
ترخې او ځوځان دې د چمن په برخه مه شه
خاوره دې که خپله وي ولکه یې د پردیو
هسي پاچاهي دې د وطن په برخه مه شه
یا:
چې زما په شواخون باندې خبر شو
ساندې وایستې پتنګ په اسوېلي کې
د بلبل له ستونې سوی چغار جګ شو
د غوټۍ ګریوان شو څیرې په شنېلي کې
یا:
د زاهد ګوزاره نشي په داهسې واړه جام
ساقي خم ورته را، اخله دې حریص ته هر ماښام
ماتوي توبې په پټه د ګناهو په کولو
حریف روږدی دی په دواړو په حلال او په حرام
کټوازی صاحب په خپلو شعرونو کې د پښتو د متلونو نه هم ګټه اخیستې ده. د بیلګې په توګه:
(که په لاره باندې مار په هر رقم ځي
خپلې سوړې ته چې ورسېږي سم ځي)
که یې هرې خواته اړومه څو که
برابر مې د وطن په لو قلم ځي
یا:
(یو متل دی وایي مه کړه هغه منډه
چې لمن دې شي په کلې کې بربنډه)
(چې په لاس باندې وازیږي څه حاجت دی
چې په خوله یې خلاصوي تړلې ګنډه)
یا:
غلیمانو مو بیاتي په لاس نیولې
له هر لورې غوڅوي د وطن څنډه
(لا تر اوسه پورې مږه ورته وایي
د پټي ریشکه وخوړله غونډه)
یا:
که د زړه د مینې راز غواړې د چټې
کیسې ټولې دې له اوښکو سره پټې
(نڅا ګره چې نڅا کولای نشي
وایي ځمکه خو کږه وینم له سټې)
خپلو ښکیل کړو د پردیو په دامونو
کنه موږ خو درلودلې پخې مټې
(که یی لاستی له خپل ځانه څخه نه وای
تبر څنګه ماتولې ونې غوټې)
(اوس د یوې سپږې لپاره چې لري یې
ټول پوستین په اور کې غورځوي دالټې)
د پردو تر منت لاندې مه شې (خیاله)
(د لاهور تر ګټو ښې دی د کور ګټې)
یا:
زړګی مې شور لري بلوا غواړي
لیونۍ مینه بر ملا غواړي
د زمانې هسې دستور ته ګوره
(ږیره زما واک یې ملا غواړي)
یا:
ستا د مخ په شیشه سره او سپین ځلیږي
که رنګونه په هینداره کې ماتیږي
ګرانه بیا درته راستون شوم مجبوري ده
(مات لاسونه خپلې غاړې ته ورلویږي)
لنډه دا چې د کټوازی صاحب په شعرونو کې هغه انساني احساس او عواطف پراته دي چې د انساني ټولنې او په تیره بیا پښتني ټولنې په مختلفو اړخونو باندې یې هر اړخیزه لارښوونه کړې ده او د ده شعرونه د هر چا له ذوق سره سم مطالب لري.
کټوازی صاحب یو پیاوړی شاعر او متفکر انسان دی، دی په شاعری کې نرم او روانه طبع لري. دی د علم، پوهې او تدبیر سره، د خپلواکۍ، وطنپالې او هیواد والو سره، د فطري جذباتو او ملي احساساتو سره، او د پښتونوالي سره او دپښتو ژبې د ادب سره ځانګړې، سپیڅلې او روانه مینه لري. همدا وجه ده چې ما ځانته دا حق ورکړ تر څو د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت او فعالیتونو په هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره ادبي مرکه ولرم، چې د تاسو پام دغی مرکې ته راګرځوم:
کټوازی صاحب زه خپل سلامونه او پيرزوینې تاسو ته وړاندې کوم اجازه راکړی چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
پوښتنه: د تاسو شوق او علاقه په شعر ویلوکې له کومه وخته پیل شوه؟ لمړی شعر د تاسو کوم شعر ؤ؟
ځواب: له شعرونو سره مې له وړکتوبه څخه مینه درلوده خو په خپله مې د شعر لیکلو سره څه ناڅه شل کاله مخکې له نژدې اړیکې ټینګې کړې او لیکم یې.
لمړنې شعر مې په څلویښت کلنۍ کې ولیکه نوم یې (د شهید وینه) وه.
پوښتنه: د تاسو په نظر کوم فاکتورونه باعث کیږي چې یو انسان شعر او شاعری ته مراجعه کوي ؟
ځواب: د شعر ویلو لپاره لمړی باید سړی پخپله ککرۍ کې د شعر ویلو تومنه ولري او د ښه شعري استعداد خاوند وي بل دا چې د شاعر د شعر په پاریدلو کې انساني چاپیریال ژوره اغیزه لري، په ژوندانه کې لوړې ژورې، درنې پېښې او ټولنیز بدلونونه هم سړی شعر ویلو ته لمسوي او د نورو شاعرانو د شعرونو لوستل هم شاعر ته الهام ورکوي او شعر لیکلو ته یې هڅوي.
پوښتنه: د تاسو شوق ولې د ادبي ژانرونوسره پیل شو او د شعر لاره مو وټاکله؟
ځواب: څرنګه چې له هنر او ادبیاتو سره مې له پخوا څخه مینه درلوده نو ځکه د دولسم ټولګۍ له بریالیتوبه څخه وروسته د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي ته ولاړم او د خپلې زده کړې لاره مې ځانته وټاکله. د ادبیاتو په پوهنځی کې مې د ژورنالیزم څانګه پای ته ورسوله او بیا مې په راډیو افغانستان کې هم له هنري، ادبي او اجتماعي خپرونو سره سر و کار درلود، په راډیو کې مې لیکنې کولې خو په شعر ویلو مې ډیر وروسته پیل کړی دی.
پوښتنه: د تاسو په نظر شعر یعنی څه او شاعر یعنی څوک؟ او په شعر کې بهرني او داخلي عناصر کوم دي؟
ځواب: د دې پوښتنې ځواب زما (د ستورو ورا) د کتاب په پای کې د شعر تر عنوان لاندې لیدلای شی، خو بیا هم شعر په وزن لرونکې ژبې سره د مفکورې او تخیل، عاطفي ترکیب ته ویل کیږي چې د باندنۍ نړۍ، چاپیریال او ټولنیزو حالاتو د انعکاس په هکله د انسان له مغزو څخه رازیږي، شعر شکل او مضمون لري چی په خپل منځ کې باید یو له بله ښه تناسب ولري.
پوښتنه: تاسو په شعر ویلو کې له کوم سبک او ادبي مکتب نه پیروي کوی؟
او په پخوانیو او اوسنیو شاعرانو کې د کوم شاعر له شعرونو نه ډیر خوند اخلۍ او په زړه پوري یي ګڼې؟
ځواب: د داستان په لیکلو کې د ریالیزم له ادبي مکتب سره مینه لرم خو په شعر کې ډیر ځله له خپله واکه څخه وزم او د ادبي مکتب په ولکه کې نشم راتلای.
په پخوانیو شاعرانو کې لوی خوشحال خان خټک دومره پیاوړی شاعر دی چې د هغه د درنښت او د ستر توب صفت زما د قلم په وس کې نشته، خوشحال خان خټک لکه یو غر دومره لوړ دی او څوکې یې له آسمان سره خبری کوي، خو د خوند او ښکلا له پلوه د عبدالحمید مومند شعر زما لپاره بېساری ښکاري.
په اوسنیو لیکوالانو کې ارواښاد ښاغلي اجمل خټک یو پیاوړی ستر او غښتلی شاعر دی چې له بده مرغه سږ کال یې له نړۍ سره مخه ښه وکړه، د اجمل خټک د غیرت چیغه په پښتو ژبه کې داسې یو شاهکار دی چې د دې زمانې ډیری پښتنو شاعرانو له هغه څخه الهام اخیستی او تر اغیز لاندې یې راغلي دي او که هر څوک غواړي چې شاعر شي نو ښایي چې د غیرت چیغه هر کله له ځان سره ګرزوي او لولې يې.
په ننیو شاعرانو کې نور هم داسې پیاوړي شاعران شته دي چې زه یې له شعرونو سره مینه لرم او ښه ځلیدلي دي خو د ټولو یادونه یوه لوی بحث ته اړتیا لري.
پوښتنه: زموږ د پښتو په ادب کې شعر او شاعری ته ډیره پاملرنه شوې ده او په پښتو ادب کې زیات شاعران راغوړیدلي دي. د تاسو په آند د دی وجی دلیل څه دی؟
ځواب: له بده مرغه زموږ په هیواد کې د لیک، لوست، ژورې مطالعې او څیړنې کلتور نشته نو د شعر سره مینه لږ څه ځکه ډیره ده چې شعرونه لنډ او خوندور دي او لوستل یې اسانه او په زړه پورې دي. ځینې کسان د خوندونو او ښکلاګانو تنده په شعرونو ماتوي په تیره بیا د عشقي شعرونو لوستل لا زیات دود لري، په هر صورت که څه هم شاعران ډیر شوي دي خو تر اوسه پورې پیاوړي شاعران د ګوتو په شمار دي.
د شعر سره مینه ورو ورو سړی څیړنو، لیکنو او مطالعې ته هڅوي. او ښه راتلونکې لري.
پوښتنه: آیا له پښتو پرته د نورو ژبو ادبیات او شعرونه هم لولی که یې لولی د هغو اغیز په خپله شاعری کې څومره ګوری؟
ځواب: د نورو ژبو د شاعرانو شعرونه کله نا کله لولم او له هغو څخه ګټه او خوند اخلم.
پوښتنه: د تاسو په آند شعر لیکل الهام دی او که انساني تجربه؟ مهربانی وکړی په دی هکله معلومات راکړی؟
ځواب: زما په آند شعر لیکل الهام او تجربې دواړو ته اړتیا لري، زه دا ګڼم چې شاعر ته یو شعر په بشپړه توګه د الهام په توګه نه راځي، ښایي چې شاعر ته یوه سوژه د الهام په توګه راشي خو ښه شاعر هغه څوک دی چې پخپل شعر زیات کار وکړي، هغه ولولي او بیا یې تکرار ولولي، د هنر په ښه ګاڼه یې سمبال اوشتمن کړي. زما په ګمان په شعر کې الهام یوه هګی نه ده چې له چرګې څخه روغه جوړه راووزي بلکه شعر سر بیره په ذاتي استعداد، ډیرې هڅې، مطالعې، تمرین، لوستلو، لیکلواو تجربې ته اړتیا لري.
پوښتنه: د تاسو په نظر یو شعر باید یو ځانګړې او ښه پیغام او ارمان ولري او که نه؟ ښه شاعر څوک کیدای شي او په شعر ویلو کې کوم شي ته باید زیاتره پاملرنه وشي؟
ځواب: هوکې، یو شاعر ته دا ښایې چې ښه پیغام او ښه انساني هدف ولري، ښه شاعر هغه څوک کیدای شي چې خپله ټولنه ښه وپیژني او د هغې اړتیاوو او نا خوالوته د شعر په ژبه ښه ځوابونه ووایې اود غښتلي، مخکښ او لار ښود رول ولوبوي. په شعر ویلو کې ډیرې زده کړې او ډیر تمرین ته باید زیاته پاملرنه وشي، هغه شاعر ښه شاعر کیدای شي چې ډیر ولولي، ډیر ولیکي او خپل شعري استعداد ته وده ورکړي.
پوښتنه: شاعرانو او لیکوالانوته له بهرنیو نړۍ او نړیوالو ادبیاتو سره اشنایې څومره اړینه ده؟ او اغیز به یې څه وي؟
ځواب: له به مرغه زموږ هیواد د ودې او تکامل په ډیر وروستی پړاو کې پاته دی موږ د هنر، ادب، علم، تخنیک او د ژوند هره برخه کې دې ته زیاته اړتیا لرو چې د پر مخ تللې نړۍ له تجربو او زده کړو څخه ډیره ګټه واخلو. د شعر په برخه کې هم د بهرنۍ پرمختللې نړۍ له شعرونو او د هغه له زده کړو او تجربو څخه ګټه اخستل زموږ په شعرونو ګټوره اغیزه لري.
پوښتنه: د نن او پخواني شاعرانو شعرونه څرنګه څیړې او پرتله کوی؟
ځواب: په پخوانیو شاعرانو کې ستر خوشحال خټک اوځینې نور هم د نن ورځې شاعران دي او هم دپرون ورځې، مګر له نورو شاعرانو سره پرتله داسی کیدای شي چې د نن ورځ ځینې شاعران له خپل چاپیریال یعنې ټولنې او هیواد سره تر پخوانیو شاعرانو نژدې اړیکې لري او د شونډو او خال او زلفو په ځای د وطن ټولنې او ژوندانه په هکله زیات شعرونه وایي.
پوښتنه: تاسو په شعر کې حماسه څه ډول څیړی؟
ځواب: حماسي شعرونه په ځانګړو توپاني شرایطو کې را زیږي، په انقلابي حالاتو کې د استعمار په ضد، په تنګسه کې، د جنګ او زور زیاتي سره د مقابلې په مهال کې، د طبقاتي توپیرونو دشدت او د بغاوت په وخت کې حماسي شعرونه رامنځ ته کیږي.
کله چې د خلکو د غم کاسه ډکه شي حماسي شعرونه ته ډیره اړتیا رامنځ ته کیږي چې په زیاته کچه پارونکې، او د ولولو لرونکې وي.
پوښتنه: سپین شعر، نوې او آزاد شعر او کلاسیک شعر څه توپیر لري؟
ځواب: د سپین شعر، نوې او آزاد شعر له کلاسیک شعرونو سره توپیر په دې کې لیدل کیږي چې کلاسیک شعرونه وزن او قافیه او ځنې یې ردیفونه لري خو په دا نوروکې قافیه او ردیفونو، نه استعمالیږي یوازې وزن لري، وزن په هر شعر کې حتمي او ضروري دی، آزاد شعر یا نوی شعر دا معنی نلري چې له هر څیز څخه آزاد وي بلکه باید وزن، آهنګ ولري او په هغه برسیره ټول شعرونه یعنې آزاد، سپین، نوې، کلاسیک او قافیه وال شعرونه دا ټول باید وزن، مفکوره، تخیل او احساس (عاطفه) ولري، بیله دې څخه د شعر له چوکات څخه وزي.
پوښتنه: مهربانی وکړی د لنډیو په هکله خپل معلومات راسره شریک کړی؟ او راته ووایاست چې لنډۍ د غم زیږنده ده او که د خوښۍ؟
ځواب: لنډۍ د پښتو ژبې هغه آزاد شعر دی چې د ګڼ شمیر خلکو د شعر ویلو د اوږدو تجربو په نتیجه کې رامنځ ته شوې دي او ځانګړی شاعر یې نه دی معلوم نو ځکه د خلکو مال بلل کیږي. لنډۍ هم د غم په وخت کې ویل کیږي چې (ساندې) ورته وایي او هم د خوشالتیا او، ولولو په مهال کې له مستو سندرو، اتڼونو او موسیقي سره ویل کیږي.
لنډۍ د شکل او څیرې له پلوه داسې ده چې لمړی بیت یې نهه (۹) او دوهم بیت یې دیارلس (۱۳) سیلابونه لري، ټولې لنډۍ په (مه) او په (نه) باندې پای ته رسیږي، یعنې د هرې لنډۍ د پای تورې (م، هه) او (ن، هه) دي.
هغه لنډۍ چې په (مه) باندې پای ته رسیږي لکه:
زړه مې د تورو، وینو ډنډ دی
که غر غړه کړم ملک به ټول په وینو کړمه
یا:
زما او ستا تر منځ لوی غرونه
سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه
هغه لنډۍ چې په (نه) باندې ختمیږي لکه
چناره ستا ځواني زما وای
ما به د پاڼو په ځای کړي وو ګلونه
یا:
سورت د یاسین را باندې وایه
په ما خولې د زنکدن راغلې دینه
لنډۍ که څه هم د شکل له اړخه وړه ده خو د مضمون له پلوه ډیره شتمنه، خوندوره او د سکندر کچکول دی چې سمندر پکې ځایدای شي. ځنې لنډۍ دومره پیچلې، خوندورې او له غورځنګونوڅخه ډکې دي چې په ډیرو لویو شعرونو کې یې ساری نه لیدل کیږي لکه:
سینه مې دیګ زړګی مې غوښې
اوښکې اوبه دې بیلتون اور پسې کوینه
یا:
زړه مې د شنې نکریزې پاڼه
د باندې شین د ننی رنګ په وینو ده نه
یا:
په زړه مې نوم د آشنا لیک دی
د اوبو غړپ کولای نشم ړنګ به شینه
لنډۍ کله کله ډیره ساده او اسانه لیدل کیږي خو پخپله سادګي کې ډیره خوندوره او ښکلې وي، لکه:
د سرو اوښانو غرغړې شوې
د غرو لمنو ته کوچیان راغلي دینه
یا:
په سور سالو کې ګناه نشته
ګناه جلکۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځینه
د مینې لپاره:
خوله دې مکه زلفې جنډې دي
زه د ثواب لپاره خولې پې لګومه
د غم لپاره:
نصیبه وسوځې لمبه شې
تندیه مات شې په تا څه لیکلې دینه
غم که له غمه شرمیدلای
په ما به نه راتله جوړه جوړه غمونه
د لنډیو ډیره برخه د ښځو له خوا ویلې شوې دي، پښتني ښځینه (ښځمونې) تر نارینه پښتنو ښه شعري طبعه لري خو له بده مرغه چې زموږ ټولنه د ناپوهی خپسکې تر ستونې نیولې ده. ناوړو دودونو مو لاس او پښې راتړلې دي او پیغور، وبا په موږ باندې کډې اړولې دي.
پوښتنه: تاسو د متلونو په هکله څه نظر لری؟ معلومیږي چې تاسو په خپل شعرونو کې د متلونو نه هم ګټه اخیستی ده، د دغو متلونو اغیزه به د تاسو په شعرونو څه وي؟
ځواب: متلونه هم د لنډیو په شان د پښتني ټولنې د اوږدو تجربو په پایله کې د خلکو څخه خوله په خوله تر موږ پورې رارسیدلې دي، یو شمیر متلونه وزن هم لري، خوندور، ګټور ژور او په زړه پورې دي.
وزن لرونکې متلونه لکه:
اوبه چې څومره زور لري، ځمکه ورته سور لري
یا:
میړونه غرونه دي، ښځې یې اړمونه دي
یا:
میړانه په سیالي وه، اوس سپېتانه په سیالي ده
البته ټول متلونه هم وزن لرونکې نه دي، خو خوند، ښکلا، ژورې ماناګانې، ګټې او رنګینې لري، ما هم د خپلو شعرونو په دریمه ټولګه کې ډیر شمېر متلونه راوړې دي، دا د دې لپاره چې هم متلونه تکرار او ژوندي پاته شي او هم زما شعرونه را ښکلي کړي. زه دا ګڼم چې متلونه به زما شعرونه هم ګلالي کړي او هم ښې رنګینې او اغیزي ورباندې وشیندي.
پوښتنه: غزل، رباعي (څلوریځې)، قصیده، مثنوي په خپل منځ کې څه توپیر لري، مهرباني وکړی په دی هکله لنډ مالومات راکړی؟
ځواب: د غزل او رباعي (څلوریځې) او د قصیدې په منځ کې د څیرې او شکل له پلوه دومره توپیر نشته خو د غزل د بیتونو شمېر تر څورلس (۱۴) یا پنځه لس (۱۵) پورې رسیږي. د څلوریځې بیتونه دوه (۲) دي یعنې څلور، نیم بیتي لري مګر قصیده له شپاړلس (۱۶) بیتونو څخه نیولې تر سل (۱۰۰) بیتونو پورې رسیږي.
۱- غزل د مضمون له پلوه د شعر هغه برخه ده چې په هغه کې په مینه پورې تړلې ولولې او انګازې ځای لري یعنې غزل عشقي شعر دی په پښتو ژبه کې هم په غزلو کې د عشق او مینې تودوخي موجوده وو خو لوی خوشحال خان خټک د غزل په محتوا کې په عشق برسیره، وطني، اخلاقي، ملي، حماسي، اجتماعي او نور افکار ونغښتل او یو نوی او ښکلی مضمون یې ورکړ چې اوس هم ډیر شاعران په هموغه کرښه روان دي.
۲- په رباعي (څلوریځې) کې د مضمون ډګر پراخ دی او په خپله غیږه کې یې هر څه منلي دي.
۳- قصیده د پښتو د شعر په لمړی دور کې د شاهانو او لویانو په هکله د هغوی ستاینې، ویاړنې او یا د خواشینۍ په مهال کې ویرنې لیکل کیدلې خو په ورستیو دورو کې سربیره په دې چې د پاچاهانو ویاړنې، ستاینې او ویرنې یې درلودې، مینې، بیلتون، اخلاقو، ښکلا ګانو او نورو ستاینو ته هم ځای ورکړ شو.
۴- مثنوي د شکل او څیرې له اړخه له غزل قصیدې او څلوریځې سره توپیر لري که څه هم په مثنوي کې اوږدې کیسې او نکلونه لیکل کیږي خو د ژوند نورې برخې لکه عشقي، وطني، حماسي، اخلاقي او ملي افکار هم پکې انعکاس مومي. د ما په آند مثنوي دشعر د ټولو اشکالو په پرتله اسانه او لیکل یې دومره زیات ستونزمن نه بریښي.
پوښتنه: زموږ یو شمېر شاعرانو او لیکوالانو د بهرنیو شاعرانو او لیکوالانوآثار هم ژباړلي دي د تاسو په اند ژباړ د یوې ژبې د ودې او پرمختګ لپاره څومره رول لوبولې شي؟
ځواب: ژباړې په هنر، ادب، علم، او نورو پوهنیزو برخو کې ډیرې اغیزې لري، ځکه چې نړۍ ډیره لویه ده او په هغه کې انساني ټولنې په ډیر چټکۍ سره، نوې پرمختلنې او تجربې تر لاسه کوي چې دا په لیکلو اثارو کې هم انعکاس مومي او د موږ پوهان او ادیبان کولای شي چې د ژباړې له لارې له هغو څخه خبر شي او ښې تجربې ورڅخه تر ګوتو کړي، ځکه چې ډیری افغانان په بهرنیو ژبونه پوهیږي، نو له ژباړې څخه ډیره ګټه تر لاسه کولای شي. ژباړې د نورو پوهنیزو اثارو په څنګ کې له هنر او ادب او په تیره بیا له شعر سره هم ښه مرسته کولای شي.
پوښتنه: په یوه ټولنه کې په شعر او ادب باندې د سولې، امن او ثبات اغیز څرنګه ارزوې؟
ځواب: که څه هم په انقلابي شرایطو کې په جنګونو کې د طبقاتي مبارزو په غورځنګونو، د خپلواکۍ د غوښتلو په ځانګړو حساسو حالاتو او دټولنیزو توپانونو او بړبکیو په درشل کې شعرونه او داستانونه په ډیر لوی هنري زواک او قوت سره غوړیدلي اود نړۍ لوی لوی هنري او ادبي شاهکارونه د ټولنو په توپاني شرایطو کې را زیږیدلي دي، د فرانسې په لوی انقلاب کې (ویکتور هوګو) او د هغه همځولي د روسانو د اکتوبر انقلاب کې (ماکسیم ګورکي) او د هغه همځولي د مغلو د استعمار په وړاندې (خوشحال خان خټک) او نورې ښې نمونې کیدای شي خو په سوله او امن کې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره لا ښه امکانات شته دي چې شعرونه، داستانونه، ډرامې اونور هنري، ادبي او علمي اثار خلق کړي او خلکو ته د خدمت وړ وګرزي.
پوښتنه: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور موجود وي د تاسو په آند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغیز لري؟ او یو شاعر او لیکوال په څه ډول باید د دی نیمګړتیاوو سره مبارزه وکړي؟
ځواب: د سانسور په حالاتو کې احساسات او ولولې لا زیاتې پاریږي او شاعر او لیکوال کولای شي چې د خپلو ټولنو د شرایطو او امکاناتو سره سم خپل اثار رامنځ ته کړي. د بړبوکۍ مخه هیڅکله خاشې او ایرې نشي نیولای.
پوښتنه: تاسو نقد او کره کتنه په ادبي او فرهنګي عرصه کې څرنګه ارزوی؟ آیا یو کره کتونکی باید د کره کتنې لپاره د ښه او پیاوړي استعداد خاوند وي او که نه؟
ځواب: هر شاعر او لیکوال کره کتونکی نه وي او هر کره کتونکی، شاعر او لیکوال نه وي. شاعر او لیکوال کولای شي چې کره کتونکی شي خو ښایي چې په اړونده اړخ کې ژورې زده کړې او څیړنې وکړي او ځان د یوه پوه او په کر کتنه کې د حاکم دریځ ته ورسوي، هر کره کتونکی نشي کولای چې شاعر او لیکوال شي مګر په هغه مهال کې دا ویاړ ترلاسه کولای شي چې پخپله ککرۍ کې د شعر او لیکوالۍ تومنه ولري هغه وروزي په کار یې واچوي او بیا د خپل شعر نیلی مخ په وړاندې وزغلوي. هر شاعر او لیکوال ویاړلی نه وي، ویاړلی شاعر او لیکوال کیدای شي چې خپله ټولنه وپیژني، د خلکو ناخوالې او دردونه بیان کړي او د ولسونو غوښتنو ته مثبت او ګټور ځوابونه ومومي هغو ته په میړانه انعکاس ورکړي او انګازې یې خپرې کړي او همدا رنګه د خپل هیواد او د خلکو سره مینه ولري، هغه وستایي او ویې لمانځي. کره کتونکی کولای شي چې لیکل شوي اثار په خپل ژور فکر کې د علم او ادب په تله وتلي، سره پرتله یې کړي د پوهې په غلبېل یې وچڼي او ښیګڼې او اشتباهات یې راوباسي.
پوښتنه: تاسو په خپل وخت کې د دولتي او سیاسي کارونو سره هم بوخت وی، آیا تاسو ته دولتي او سیاسي کارونه په زړه پوری وو، او که شعر او شاعري؟
ځواب: هغه مهال چې په سیاسي او دولتي چاروکې لګیا وم د نورو شاعرانو شعرونه مې لوستل، خوند مې ترې اخیست او په راډیويي خپرونو کې مې ګټه ترې پورته کوله خو پخپله مې لا په شعر لیکلو پیل نه وو کړی.
په هر صورت، د شعر سره تل تر تله مینه لرم لولم یې او د امکان سره سم یې لیکم.
پوښتنه: تاسو په ټولنه کې ځان زیات یو سیاست پوه ګڼی او که یو ادیب او شاعر؟
ځواب: زه نه سیاست پوه یم، نه ادیب او نه شاعر. په افغانستان کې سیاست، شعر، ادب او پوهه تر لاسه کول ستونزمن کار دی ځکه چې زموږ ټولنه د تمدن له کاروان څخه ډیره وروسته پاته ده، په داسی شرایطو کې په ړندو خلکو کې د یوې سترګې څښتن پاچا وي. څرنګه چې موږ د تکامل په یوه شاته پاته پړاو کې پاته یو همدغسې مو شاعر، لیکوال او سیاست پوه وګڼه، یو پښتو متل دی چې وایي:
(چې څنګه غر هسې یې کربوړی)
مګر هوډ او همت ته هر څه آسانه دي، خو سر له همدې شیبې څخه باید لیڅې راونغاړو.
پوښتنه: مهربانی وکړی د پښتو نثرونو په هکله خپل نظر راسره شریک کړی، آیا تاسو نثرونه لیکلي دي او که نه ؟ که مو نوی کښلي ولې؟
ځواب: په پښتو ژبه کې لیکل شوی نثر له شعر څخه وروسته تر ګوتو شوی دی او نثر د شعر په پرتله په پښتو ژبه کې لږ لیکل شوی دی ځکه چې د موږ په ټولنه ګې لیک او لوست دومره ډیر دود نه درلود او له بده مرغه موږ د علم او پوهي له فرض نعمت څخه محروم او رټلې پاته شوی یو، که څه نا څه لوست موجود وو هغه یوازی د ژمې په موسم کې د فارسي ژبې زده کړه وه چې د زکات په مقابل کې د ملایانو له خوا سر ته رسیده خو درۍ میاشتی ژمی هغه هم په فارسی ژبه زده کړه اسانه کار نه ده، که یونیم چا یو څه لیک لوست زده کړې وو هغه یوازی پنج کتاب او ګلستان او یا ځنې سرکاري قبالي لوستل وو چې دا له هیڅ سره برابر وو، په فارسي ژبه کې کتابونه هم یوازی د شعر په ژبه لوستل کیدل، له بده مرغه اوس هم په پښتنو میښت سیمو کې، علم او پوهې ته پام نه کیږي، ګڼ شمېر ښونځي د اور په لمبو کې وسوځیدل او دا اوس هم د کرښې دواړو خواوته هره ورځ ښونځي په باروتو سره الوزي او له منځه ځي. که لږ څه لیک لوست، شعر او ادب وجود لري هغه په ځینو لویو ښارونو کې په کم شمېره سره شته دي، خو انشاالله چې اوسني ځوانان له علم، پوهې په تیره بیا له هنر او ادبیاتو سره زیاته مینه لري او د شعر په څنګ کې ادبي نثر ته هم وده ورکوي، وړې کیسې، ناولونه، ډرامې، طنزونه او نور نثرونه لیکي او مخته روان دي. ما هم لمړی په شعر لیکلو پیل کړی وو او درۍ شعري ټولګې مې چاپ شوي دي خو اوس مې وړې کیسې هم تر لاس لاندې دي ښایي څه موده وروسته به چاپ شي.
پوښتنه: د هیواد دننه او بهر په یو شمېر تلویزوني او رادیویي خپرونو کې ادبي او فرهنګي پروګرامونه او بر نامې خپریږي، د تاسو نظرد دغو خپرونو په هکله څه دی؟
ځواب: تلویزوني او رادیویي خپرونې د یوې ژبې په وده کې ګټورې اغیزې لري او دانسان د شعور او پوهې په پر مختګ کې ښه رول درلودلای شي په تیره بیا هغه خپرونې چې که د نویو علمي بدلونونو، عصري تکنالوږي دنن ورځې د بهرنیو پر مختللو هیوادونو د ګټورو تجربو مثبت انعکاس پکې وشي نو ښې اغیزې به ولري.
د ادب په هکله هم ځنې خوندورې او په زړه پورې خپرونې کیږي چې دهغو اوریدل او لیدل به ښه راتلونکی او ګټورې پایلې ولري.
پوښتنه: شعرپه مجموع کې د یو ټولنې د پرمختیا لپاره او د ژبې او ادب د پراختیا لپاره څه اغیز لري؟
ځواب: شعر که چیرې ښه هدف او ګټور الهام ولري نو د ټولنې له پر مختیا او هم د ژبې او دهغې له ادبیاتو سره ښه مرسته کولای شي. یو شاعر ته ښایي چې د خپلې ټولنې ناخوالې، نا دودې او ذهني او مادي نیمګړتیاوې په غور سره وڅیړي، بیا یې د شعر په ژبه بیان کړي او د خلکو پام ورته راواړوي. ښه شاعر کولای سي چې د یوه توکم په ویښولو او د ملي احساساتوپه روزلو او وده کې په زړه پوری رول ولوبوي.
پوښتنه: د تاسو نظر د پښتو ژبې د ادب د تاریخ په هکله او هغه شاعران چې په کوزه پښتونخوا کې اوسیږي څه دی؟
ځواب: د پښتو ژبې د ادبیات د تاریخ په هکله رنګارنګ نظریات وړاندې شوې دي، خو یو شمېر ادب پوهانو د پښتو ژبې ادبیات په دریو برخو ویښلي دي، چې په لاندې ډول د تاسې پام ورته را اړوم.
۱- لمړۍ دوره د امیر کروړ پاچا په هغه شعر پیل کیږي چې د(۱۳۹ هه، ق ) کال په شاوخوا کې لیکل شوی او دا دوره تر ( ۱۰۰۰هه، ق) کال پوری رسیږي. په دې دوره کې د پښتو شعر ډیر ښکلی دی، ژبه یې سوچه او سپیڅلې ده چې په هغه کې ملي او پښتني دودونه او دستورونه تصویر شوي دي، او د کلیوالي او غرني چاپیریال څخه یې اوبه څښلې دي، د بڼې او څیرې له اړخه هم ښکلي او په زړه پورې دي، داسې ښکاري چې تردې مهاله پورې د پښتو شعر یوه ډیره اوږده لاره وهلې ده تر څو چې دې پوخوالې ته رسیدلې دي. خو څرنګه چې په دې دوره کې هم په پښتو باندې د یرغلونو او تاړاکونو پړاونه راغلې نو ښایې چې ډیر زیات اثار به له منځه تللې وي. په دې لمړۍ دوره کې د نثر لیکنې هم شته دي چې دسلیمان ماکو د تذکرهّ الانبیا یعنې له (۶۱۲ هه، ق) کال څخه پیل شوې دي چې دا نثر یو ښه او ښکلی سبک لري بیا په (۹۰۰هه، ق ) کې د بایزید روښان خیرالبیان او د اخوند درویزه او د هغه د کورنی لیکنې دي چې دغه لیکنې مصنوعي او متکلف اثار دي.
څر نګه چې د ژبې ادبي تاریخ یوازې هنري ادبیات څیړي، نو د لمړۍ دورې نثر د هنر له پلوه فقیر دی او ګمان کیږي چې په دې دوره کې یوازې د ژبې عادي نثر شتون لري.
۲- د پښتو ژبې د ادبیاتو د تاریخ دوهمه دوره له (۱۰۰۰هه، ق) کلونو څخه وروسته هغه مهال پیل کیږي چې ستر خوشحال خان خټک چې په ( ۱۰۲۲هه، ق) کې زیږیدلی د ادب ډګر ته را وړاندې شوی او تر (۱۳۰۰هه، ق) کال پورې اوږدیږي. دا دوره د پښتو ژبې د ادبیاتو یو ډیره ځلانده دوره ده چې ستر خوشحال خان خټک د هغه زامنو، لمسیانو، د نوموړې کورنۍ او همدارنګه رحمان بابا، حمید مومند، او نورو پیاوړو شاعرانو دغه دوره ښه غوړولې او ځلولې ده، په دې دوره کې تر هر مهال زیات غښتلې شاعران منځ ته راغلي او هغو ډیر خوندور او په زړه پورې ادبي اثار په تیره بیا رنګینې شعري ډالۍ موږ ته را پرې ایښېي دي. په دې دوره کې خوشخال خان خټک او په تیره بیا د هغه اولادونو، ښه نثرونه هم لیکلې دي چې د پښتو په ادبیاتو کې لوړ ځای لري.
۳- د پښتو د ادبیاتو دریمه دوره له (۱۳۰۰هه، ق) کال څخه پیل کیږي، که څه هم دا نیټه د امیر عبدالرحمن خان له پاچاهي سره برابره ده چې د پښتو ژبې ادبیات د هغه د اوږدې پاچاهي په مهال بې خونده او تر دې چې په ټپه ولاړ وو. وروسته د پښتو د ادبیاتو په بڼ کې بیا نوې نموڼۍ راوغوړیدلې، د دې دورې د شعر په برخه کې د لمړنیو هغو شاعرانو څخه چې شعر یې ډیر ځلیدلی هغه اجمل خټک دی. او د غیرت چیغه یې یو ادبي شاهکار ګڼل کیږي. د نثر په برخه کې د لمړنیو لیکوالانو له ډلی څخه چې له خپلو کیسو څخه یې د کونډې نجلۍ کیسه ډیره ښه وځلیده. له هغه وروسته د ادبیات لمن پراخه او ورځ په ورځ ښه ګړندي پړاوونه وهي او نن ورځ د پښتو هنر او ادبیات نسبتا په ښه زور کې روان دي.
پوښتنه: د پښتو د ادبیاتو په ډګر کې هغه فعالیتونه چې باید ترسره شوي وای نه دي شوي. تاسو د یو ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه دا ستونزه څه ډول څیړی او په دې برخه کې کوم رغنده کارونه باید تر سره شي؟
ځواب: د یوې ژبې ادبیات هغه مهال شه وده کولای شي چې هغه ژبه علمي شي، او ښه غښلې پوهنیز بنسټونه ولري او د هغې ژبې ویونکي د پوهې او ادب په ګاڼه باندې سمبال شي. له بلې خوا چارواکي او دولتي واکمنان د ژبې په وده او د ادبیاتو په غوړیدلو کې پیاوړی رول درلودلی شي، خو له بد مرغه چې زموږ په هیوان کې له یوې خوا ناپوهي خپله توره کمپله غوړولې وه له بلې خوا د موږ د هیواد دولتي چارواکې او لمړۍ درجه حاکمان په پښتو ژبه نه پوهیدل او سره له دې چې پښتانه په هیواد کې ډېری اوسیدونکې دي خو پښتو ژبه هیڅکله د دربار ژبه نه وه هغه په دفتر کې نه چلیدله، ډیری لوی ښونځي، پوهنتون او نور علمي مرکزونه داسې وو چې په هغو کې د پښتو ژبې څرک نه تر سترګو کیده نو ځکه د پښتو ژبې او دهغې ادبیات له پامه غورځیدلي او دا ژبه بکره او ادبیات یې مړاوې پاته شوي دي. په تیره بیا دا وروستنۍ پیړۍ او په ځانګړې توګه شلمه پیړۍ خو د علم، پوهي، تکنالوژي، هنر او ادبیاتو د چټکې ودې او سترو بدلونونو پیړۍ وه په دې مهال کې هم دهیواد چارواکو او لمړۍ درجه حاکمانو، سره له دې چې هغوی په توکم پښتانه وو له پښتو ژبې او د هغې د ادبیاتو سره یې جفا وکړه او په دې ژبه هیڅ نه پوهیدل.
اوس خو د ډیورند د کرښې دواړو خواوته د پښتون توکم نسل وژنه روانه ده د پښتو ژبې او دهغې د ادبیاتو علمي مرکزونه له منځه وړي په باروتو یې الوزوي او تباه کوي یې چې راتلونکی یې ښه نه بریښي. ځکه چې پښتانه د یوې تورې وبا په خوله کې کېوتي دي.
پوښتنه: ادبي ناستی او ادبي غونډې او فرهنګي ټولنې د پښتو ادب د پر مختیا او ودی لپاره څه اغیز لري؟ مهربانی وکړی په دې هکله یو څه معلومات راکړی.
ځواب: ادبي غونډې او کلتوري ټولنې د پښتو ژبې او د هنر او ادب لپاره ډیرې ضروري او ګټورې ګڼم. هر څومره چې خپل افکار او تجربي سره بدلي کړو او هر څومره چې له نژدی څخه خپلې ستونزې او اړتیاوې سره ګډې کړو هغومره د ابتکار، خلاقیت، نوښت او پیدایښت امکانات ډیر تر لاسه کیدای شي. غونډې، مرکې او جرګې دعلم او ادب د تشویق لپاره په زړه پورې بنسټونه دي او د ذهن د رشد او پوهې دشتمني کولو لپاره ښې ګټې لري. د پښتنو لویه بدمرغي په ناپوهي، نفاق او ځانځانۍ کې ښکاري نو غونډې او ټولنې په تیره بیا ادبي او کلتوري غونډې او جرګې د تفاهم او یووالې لپاره ښې اغیزې لري.
پوښتنه: ځینې کسان ویره لري چۍ د انترنیټ سره به د مجلو، اخبارونو، او کتابونو مینه وال کم شي او بازار به ونلري. دا اندیښنه څومره په ځای بولی؟
ځواب: زه ګڼم چۍ د انترنیټ په څنګ کې به د مجلو، اخبارونو او کتابونو سره مینه لا ډیره شي او هر څومره چې د لوستلو ډګر پراخ شي هغومره د لوستلو دود او دستور پیاوړی کیږي او د لوستلو څیړلو سره مینه او تلوسه زیاتیږي.
پوښتنه: تاسو نه یوازی چې شاعر او لیکوال یاست بلکې ژورنالیست هم یاست. کومې اړیکې د یو شاعر او ژورنالیست تر منځ کیدای شي موجودی وي او اغیز به یې څه وي؟
ځواب: ادبیات او ژورنالیزم له یوې چینې څخه اوبه څښي او یو ژورنالیست باید په ادبیاتو کې ښه لاس ولري، کنه نو له ستونزو سره لاس په ګریوان کیدای شي.
پوښتنه: په اوسنیو شرایطو کې د شاعرانو او لیکوالانو فعالیتونه څرنګه ارزیابي کوی ؟
ځواب: له دې اوسني تورتم سره چې دموږ په هیواد کې یې لمن راغوړولې ده یو شمېر شاعران او لیکوالان لګیا دي، د پښتو ژبې هنر او ادب او د موږ د هیواد کلتوري ښیګڼو ته پاملرنه لري او د هغه په ښکلا او سمسورتیا کې زیار باسي او کار کوي.
پوښتنه: په هیواد کې د ننه او بهر ننی ادبي او فرهنګي حالات څه ډول څیړی او د تاسو پیغام ټولو ادیبانو او فرهنګیانو ته څه دی ؟
ځواب: په هیواد کې د کرښې دواړو خواوته د ویر لړې راخورې او د مرګي باد راالوتلی دی، ادب او ټول کلتور هم وژل کیږي، ښوونځي او ادبي او کلتوري مرکزونه قصدا په باروتو الوزول کیږي، تردې چې دلوی، پیاوړي شاعر رحمان بابا زیارت ته بمونه کیښودل شول او دهغه ودانۍ یې له قرآن شریفونو او نورو علمي او مذهبي او ادبي کتابونو سره یو ځای په اور کې وسوځله. د وحشت دغه خپسکه غواړي چې پښتانه او دهغوی ژبه، ادب، ژوند او کلتور د تل لپاره تباه کړي. زما پیغام دا دی چې راځی د خدای(ج) په خاطر او د انسان مقام ته د احترام په هیله د دې درنې غمیزې د مخنیوی لپاره لیڅې را ونغاړو او دا اورونه چې یوازی پښتانه په کې سوځي مړه کړو.
پوښتنه: د تاسو پیغام هیوادوالوته او دهیواد نه بهر مهاجرو وطنوالو ته څه دی ؟
ځواب: بیا هم ټولو هیواد والوته په تیره بیا هغه چاته چې د علم، پوهې، هنر او ادب سره تړلې دي زما پیغام دادی چې راځی د دغه غم لړلی ویر چې د موږ د خلکو مادي او معنوي ژوند او شتمني له منځه وړي په مخنیوي کې له هیڅ راز سرشیندنی څخه ځان ونه سپموو او په دې برخه کې ښې هلې ځلی وکړو او ټولنه مو بسیا او هوسا کړو.
په آخر کې ستاسو ګران مشر ورور نه ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل دستاسو د لا ډیرو بریاوو په هیله.
زه هم په پای کې له تاسو ډیر محترم ورور انجنیر عبدالقادر مسعود څخه چې له علم او ادب سره ډیره مینه لری د زړه له کومې مننه کوم چې له ما سره مو د زړه خواله وکړه او دا موکه تاسو راکړه څو خپل نظر د محترمو لوستونکو په وړاندي کېږدم. او غواړم ووایم چې: څه موده کیږي چې انجنیر صاحب عبدالقادرمسعود د هنر، ادب او ځینو لیکوالانو او شاعرانو په هکله ګټور معلومات خپاره کړي دي چې د پښتو ژبی د هنر او ادب لپاره لوی خدمت او د نورو لیکوالانو او شاعرانو د تشویق او هڅونې لپاره ګټور کار دی، هیله ده چې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړي څو زموږ شعر او لیکوالۍ لاپسې وغوړیږي.
د ښاغلي کټوازی صاحب د شعري ټولګو څخه مو یو شمیر شعرونه غوره کړي دي چې د دی شعرونو د لوستلو لپاره د تاسو پام ورته راګرځوم.
په مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود
وطنه
د زړه په سربــــانــــدې مې ځای لرې وطـنه
دلوړوغرونوپه لمــــــنــــــــــوکــــــــې پــلنه
په هره لوېشت دې دلمانځه سجـــده رواده
دمسلې غوندې دې پــــــــــاکه ده لــــمـــــنه
چې کوم ابلیس دې په ویاړونولــــګېدلی
په ماته ژامه دې شـــــړلــــی دی مــــنـــــنه
هره دره دې یوه زانګودهــــــوســــایــــــنې
په هر بچي باندې دې ډېره لــــورېــــــــینه
که دې هرڅوپه راکټونوبانـــدې ولــــــــو
لادې پرانستې راته غېږه ده پتــــــــمــــنه
ددښتوهربوټي دې څانګه دلــــــونـــــګو
غردې په رنګ کې ښایسته دی له چمنه
دتاله پت سره مې ژوندتړلی ویــــــــــنم
له سر اومال سره دې فرض ګڼم پـــــالنه
که دې زماد وجود ویـــــــــــنوته وي اړه
په دواړو سترګو مې منــــــلې ستابلنه
دتادجګوغرودڅــــــوکوبلاواخــــــــلم
والله چې ډېر راباندې ګران یې زماتنه
خیاله که زړه ته دې ارام لیدلی نه وې
دهیوادخاوره درنـــــــځونـــــــودرملنه
راځه
دواړه سترګې دې لږتورې کـــــــــــړه راځه
امېلونه دې درپــــــــــــــورې کـــــــــړه راځه
یووار بیا دبڼوبریدرابـــــــــانـــــــدې وکړه
دزړه ستنې مې نســــــــــــکورې کړه راځه
له تندي دې دلـــــــــونګوخوشبويي ځي
تورپــــــــېکی دې دورې دورې کړه راځه
که زمادزړه تـــــوتـــــي په دام کې ساتې
دازړې لـــــــــومې دې نورې کړه راځـــــه
چې ځواني دې په نظر نشي لــــــــه مانه
غوړې څڼې دې لږ سپورې کـــــــړه راځه
که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې
دروازې درسره پــــــــورې کـــــــړه راځه
مرغلرې
که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته
دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاته
په ځالودګوربتوکې چرګوړې مېشته شوې
دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته
پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی
له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه پاته
نسیم یې له پلوسره خوځښت کولای نشو
دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته
نږدې ورته ورتلای نشم له زهرو یې وېرېږم
په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته
واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژنې
وطن مې ترغدیولاندې لرې رانه پاته
له تېکې څخه توره مودبل په امر وزي
بدله زمانه شوله ډغرې رانه پاته
د«خیال »دزړه شاهین دی دهواپه لټه پایي
دښکارپه تورولوموکې وزرې رانه پاته
واګې
ګردچاپېره مې راګــــــــــــــــــرزوې ګــــــــــردابه
لا ترڅومې څرخوې دغـــــــــــــــــــم دریـــــــــابـه
د وطن دمینې اورته چې کــــــــــــــــړېــــــــــــږې
ته زمادزړګي غــــــــــــوښــــــــــه یې کـــــــــبابه
هرمطرب مې شرنګوي دزړه تــــــــــــارونــــــه
ستاپه شانې وچ لــــــــــــــــــرګـــی شومه ربابه
اوس غبارد ناپوهي راپـــــــــــــسې ګـــــــــرزې
چې مې غېږې ته پــــــــــــــناه دروړه کـــــــــتابه
دژوندواګې مې دعشق په ولــــــــــکه ولاړې
له اورمېږسره مې څه غـــــــــــــــواړې تــــــنابه
لکه شپه چې په رڼــــــــــــــــاورشې زړښــــــــته
زه دې وایستمه هسې له شــــــــــــبابـــــــــــــــه
مادعشق په نوم خپل سرپه لاس کــې در ووړ
تا په پڅه توره غــــــــــــــــوڅ کــــــــــړانقـــــلابه
چې د«خیال »په سرکې شوراومستي ګورې
ستادزړه په شان مــــستي لــــــــــــري سیـلابه
پاڅون
زېړی ګل یم له ازغي سره زرغون شوم
دخاټول غوندې په زړه کې ځګرخون شوم
کرۍ شپه دغم ګلۍ راباندې اوري
پاڼې پاڼې په لمن دسباون شوم
دتوکم توپیر مې نه وو خدای خو شته دی
ددښمن په ځنځیرونوکې پښتون شوم
دلیلا دکوڅې سپي راپسې غاپي
زه شکیدلای ګرېوان ګرزمه مجنون شوم
ددېب سیوری مې دسردپاسه ګرزې
له بابته یې په خوله باندې زبون شوم
اوس مې چیغه بندولای نشي »خیاله»
چې په پټه خوله کې زوږومه پاڅون شومه
څلوریزه
د زړګي د مینې ګل مې، په هغه مهینې ګرو دی
چې په (د) پسې یې (ر) توری په (خ) پسې یې (و) دی
دآشنا له تورو زلفو د عطرونووږمې پاڅي
چې کرلې یې ګلونه په لوونګو کې یې لو دی
څلوریزه
موږ دې وشړو، ته بیا راشې هجومه
نا بللې میلمنه راڅخه درومه
که مو بیرته پخواني سوټي ته لاس کړ
بیا به وزې له دې غرو څخه په کومه؟
سلا
موږ به سل ځله په خــپل منځ کې سلا کړو
چې دسولې په ډیــــوه سیــــــمـــــه رڼا کړو
اوس د جنګ په سنګرونــــو کـــــې ولاړ یو
چې دښمن له خپل وطـــــن څــخه په شاکړو
هیله
دمـخ ډېوه دې بله کړه تيـــــاروته چـــــــــــې راځې
دزوندپه تروږمۍ کې مې ليدوته چــــــې راځې
مشال د نيموشپو شه داشـــــــــنا دتنـــــــدي خالـه
دعشق په ر نګينو کې لګـــــېدوتــه چـــــــې راځې
دزهروبرخه بس ده نوره موږته په بل وېــــښ کې
ساقيه ! پام دې ونيسه پـــيالوته چــــــــــې راځې
دزړه دوينور نــــګ خومې دتادښـــــــکلا ياد شي
رېديه په دامان کې غوړېــــــد وته چــــــــــې راځې
چې ځان مې پې ستي شي نوزمــــــادمينې اوره
لمبـــــــــې درسره راوړه بلېدوته چـــــــــــــې راځې
چلــــــــېږه دزونــــــدون دســــــبا باده را چـــــــلیږه
ګلو نه مړاوي شوي دي غونچـــوته چــې راځې
په دغه سمند رکــــې خوپياوړي نهنګا ن دي
پرديه لا مبــــــوزنه توپانو تــــــــه چـــــــــې راځې
په ساند وکـــې کمپوز دی دسلګيو غږوه يې
مطربه په ناورین کی فریادو ته چــــــــی راځې
خمار دمینی راوړه لږ تسل دخواشیـــــــنۍ ته
جانانه په خاطر کې مې اسروته چــــــی راځې
هوس دخوشحالــی می لا فارغ له غمه نه دی
زما دزړه ملهمـــه ښکلیدو ته چــــــــــی راځی
ګوزار ته ته دی نښان دغلیمانو ککرۍ شه
د«خیال»دموټـــی توری چلیدو ته چی راځې
راووت
بلبل چي په سلګيو کي له غم سره راووت
خاټول ورته د اوښکو له شبنم سره راووت
طبيب زموږ رنځونه رسوي د ناسور ټک ته
ټپونو ته د مالګي له ملهم سره راووت
رهبر د څو کلو نو د تو بو په يا د ولو
له روبل، له ډالر او له درهم سره راووت
سر تاج د پيغورونو يې چي فخر د ګناه شو
په تورو کجاوو کي له ماتم سره راووت
لاسونه يې سره کړي دي زموږ د زړه په وينو
دښمن ته په تسليم کي له قسم سره راووت
په؛ خيال ؛ باندي ټاپه د کفر هله لګيدلې
ميدان ته چي له توري او قلم سره راووت
زاهد ته
شیخه ستــــــا لپاره ښه وو له سجدو سره محراب
فـــیـــصلې بــــه دې کــــولـــــې دوبــــال او دثــواب
پــــه جــنـــت کې دې دحورو او غلمانو هیله ښه وه
پــه محــــــشر کــــــې دې سودا دګناهو نو دحساب
توبې دې په تســـــبو کې دجمات دګوټ ښکلا وې
ګڼه ږیره په خلــوت کــــې دنــفــلــــونــــو او کتـــــاب
خپل مذهب دې څنګه پریښود دګدۍ دشوق په تمه
په دنیا کـــــــــې دی راولــــــــړل اورونـــــه دعـــــــذاب
کــــــه پـــــه ورځ داخـیرت کې له پو ښتنو سره مخ شې
ددنـــیـــا لـــه هــــوســـونـــو بـــه دی څـــه وایــې ځواب
بت
یــــوګــــل دپســــرلــــي وم ژیـــــړه پــاڼـه شوم دمنې
پــــه لاس کـــــې مــې کیکاږي ژوبلوي مې حرمونې
میچنې په ماګـرزوي عطـــــرونــــه رانــــه بـــاســــي
په څڼو کې مې نه ټومبي ددغـه کلــــي نــــجــــونــــې
یـــو بـــت دزمـــانــــې ومــــه انځور دغره په زړه کـې
باروتو رانه ورانې افسانې کــــړلــــې لـــرغــــونــــې
زمــــوږ دزاهــــدانـــو دیـــهـــودو غــونـدې خوی ده
دژمي په یخنۍ کې ړنــــګوي دخـــلکــــو خــــونــــې
کــــړ کیــــچ دګڼــــو ږیـــرو مـــهـــاجـــر کــړو له وطنه
دبخت پاڼه که واوښتـــله بیــــرته یــــو ورتــــلونــــې
دعصـــر لــــه کــــاروانه « خیـــاله » ځکه شولو پاته
دجهل خپکیو ټینــګ نیــــولي یـــو تـــر ستـــونــــې
بد لون
یــــو جـــام راتـــه جـــانـــا نـــه د جـــنـــون راواړوه
دصــبـر پـه چـوپـتـیـا کـې مـې پاڅـون راواړوه
دعـشــق د سـمــندر دقـسـمـتـو نـو جـالـوانـــــــه
دبـــر خـې پـه تـوپـان کې مې بـــد لون راواړوه
دهجر د تور تم دسپېده چاودپه سرانجام کـې
ســـپــیــن مـخ لـکـه دلـمـر دســبــاوون راواړوه
دبـنـګو پـیـمـا نـه راکړه دستر ګـو لـه خـمـاره
یو، اور مــې په ګـوګل کې دلـړ مـون راواړوه
زمـا دســــــوې زړه دفـریــادونــوســر طـبــیــبــه
درمــل مــــې درنـځـو نــودبــېــلــتــون راواړوه
چې لاره ترمنـزله یـې پـه لـروبـر کـې یـوه شـي
دې ور کـو پـښـتـنـو تـه پـیـو سـتــون راواړوه
دژوند کرلی بـــڼ دی په سېلیو کې بـهــاره
د«خیال»دهیلو ګل پکی زرغون راواړوه
د ستورو ورا
ګلشن په ګلوښکلی دی کېډۍ ورڅخه مــــــــــه وړه
چمن یې رنګین کړی دی غوټۍ ورڅخه مــــــــه وړه
په دښته دآسمان کې یې رڼا لګې تــــــــــورتــــــــمه
د ستورو د وراناوې ده سپوږمۍ ورڅخه مــــه وړه
دسیندپه غورځنګونوکې مستي یې دزړه هیــــــله
کبان ورڅخه مه وژنه هیلۍ ورڅـــــــخــــــه مه وړه
دا غشې دلیندیوڅخه وبــــــــــاســـــــــه صــــــــیاده
بیدیاورسره ښه برېښې هوسۍ ورڅـــــــخه مه وړه
نسیم دپسرلي ورسره لـــــــــــوبــــې کـــــــــــوي بازه
دازرکې دې که زاڼې توتکۍ ورڅخه مـــــــــــه وړه
ادم چې په دې ځمکه خـــــــلیفــــــــــه د الاهـــــي ده
دژوند ښکلې توښه یې دا نــــــړۍ ورڅخه مه وړه
ترڅوبه په دې غرونودتــــــــــاسیوری ګرزې دېبه
د«خیال» دزړه دمینې ښاپېرۍ ورڅخه مه وړه
هوډ
دامینه دمجنـــون ده، دریــــدلای ورتــــه نــــه شــــي
یـــاتـــــوره دپښتــــون ده ټینـــــګیدلای ورته نه شي
جنون دعاشـقــــي یــــې رهنـــــمـــــا دپلـــــټـــــون دی
سنــــګــــر یــــې دی نیـــــولی راوتــلای ورته نه شي
که هوډ دقربـانـــۍ دپـــــروانــــې درســـــره نـــــه وي
عشـــق بـــلـــنده ډیـــوه ده کــــړیـــــدلای ورته نه شي
دزړه له هــــره ټپـــه مـــو دویــــنـــــو فـــــوارې ځــــــي
شــــعــــار دازادۍ دی تـــــم کیـــدلای ورتــه نــه شي
د « خـــیــال » دزړه غوټۍ چې پرهرونه درته سپړي
داښکو له باران ســره کتـــــلای ورتـــــه نـــــه شـــــي
پښتو
ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې
دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې
ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې
سپکه خوبڼکه ده، درنه پښتو به وايې
ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه
ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې
داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی
څانګې ورنه مه شکوه نږه پښتو به وايې
اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې
ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې
ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته
ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې
ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره
ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې
بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه
ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې
ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه
«خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې
توجه!
کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است
کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد
Copyright©2006Esalat