Mon, June 7, 2010 23:29:33   

------------------------

داکتر حنیف بکتاش

راته ویې وایه

هرڅه چې غواړې،

راته ویې وایه

د زړه غمجنې شېبې

د زړه خواږه یادونه

خو راته ویې وایه

دغه زما زړه درته پرانیستې نړۍ

 

په کې مسکا شه

په کې غم شه

په کې ولامبه ته

زړه مې د سین په شان پرانیستی درته

 

سترګې دې مه پټوه

مسکا دې مه درېغوه

د خدای لپاره

خندا دې مه درېغوه.

 

دغه زما زړه،

لکه یوه ماته بیړۍ

دا ستا د شونډو له ساحله نه ځي

دغه زما سترګې،

د غمونو په څېر

دا ستا د سترګو له کابله نه ځي

دا زما نظر،

لکه د سیوري په څېر

ستا د قدم له یوه منزله نه ځي

 

مسکا دې مه درېغوه.

خندا دې مه درېغوه.

۱

 

 

ته راته ولیکه،

د زړه پر مزل

زموږ د یادونو آواز

ته راته ولیکه،

د باغ په ژبه

د غوړېدلو پرواز

ته راته غم شه

ته مې ونړوه

ته مې مسکا شه

ته مې وسپړوه

ته یو غاټول شه زما د زړه پر سحر

ته مې نړۍ شه،

 راته ویې وایه

هرڅه  چې غواړې،

راته ویې وایه!

 

 

 

اوړی ۲۰۰۴ کال لندن

 

۲

 

------------------------------------------------------------------------

When the Sun reads the Verses of God

Hanif Baktash London “2003

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org