دوشنبه، ۳ جنوری ۲۰۱۱

 

دافغاني پیغلې (ناهید) په یاد، چې د تور استبداد له لاسه یې ځان د کابل د مکروریون د یوې ودانۍ له څلورم پوړ څخه لاندې وغورځاوه او د ژوند په بیه یې خپله سپيڅلتیا وژغورله

 

 

ناهيد

 

توره شپه كې بله كړه د سرو وينو ډيوه ناهيد

چيغه د پاڅون شوه د ننګونو حماسه ناهيد

اور يې د ابليس د هوسونو په كور پورې كه

ووته له ځانه، شوه د ټول ولس شمله ناهيد

پاڼې، پاڼې پرېوته د سرو ګلو غنچه ناهيد

وځلېده، وخندېده، سرو وينو كې سره ناهيد

هغه د ملالې د يادونو سره جنډه ناهيد

هغه د افغان د غيرتونو ترانه ناهيد

ګډه يې غوغا كړه په خاموشو ماښامونو كې

بله يې ړڼا كړه ، تر وږميو د وختونو كې .

* * *

ګل د پېغلتوب ، يې د قاتل د غاړى هار نه كه

ښاد يې په خپل حسن د وحشي هوس ښامار نه كه

يې د قدرت د لېونو پر تندي وليكل" نه "

لړ د تورو زلفو يې بې سرو ته دستار نه كه

لنډ يې كه له ځانه د ياغي ستم ناولى لاس

تور دښمن د خلكو يې له ځانه سره يار نه كه

جګ غيرتې سر يې ټيټ په مخ كې د اغيار نه كه

ځان يې قرباني كه، خپل غرور يې ترېنه ځار نه كه

ستورى شوه، سپوږمۍ شوه، د ننګونو بام ته وخته

كړيكه د غيرت شوه، د يادونو بام ته وخته

* * *

ووايه آسمانه! تا د وينو ځلا وليده

تا د شهادت د ناوې، مسته خندا وليده

تا په خپل هيواد باندې مينه ليلا وليده

تا يې په تندې باندې ليكلې وفا وليده

تا يې په خوږو سترګو كې راز د مينې ولوسته

تا يې اننګيو كې سپېڅلې حيا وليده

تا هغه سپرغۍ، هغه د تورو برېښنا وليده

تايې په لمنه كې د ستورو نڅا وليده

ورته آسمانه! موږ سرونه ټيټوو وګوره

خاورې د پښو يې په سرو سترګو ښكلوو ورته .

* * *

ووايه آسمانه تا د شپې قاصدان وليدل

تا د پرښتو جامه كې تور شيطانان وليدل

تا د افغانانو د عزت تاجران وليدل

تا د وينو تږي، خونړي قصابان وليدل

تا په كتابونو بار بې علمه شيخان وليدل

تا د كنډوالو په تخت سپاره اميران وليدل

تا د ننګ په خاوره كې زنګي غلامان وليدل

تا د چلتارونو د هيواد ملنګان وليدل؟

څنګه ښكاريدل د تر وږميو د ښامار بچي

دا په غيرتي كابل، پريوتي د تاتار بچي

* * *

دا زخمي كابل، دغه په سرو وينو لړلى ښار

دا د اهريمن،  تورو منګلو ته لويدلى ښار

دا د تالانګرو له ستمه سوزيدلى ښار

دا په پټه خوله په سلو ژبو غږيدلى ښار

دا هره شيبه په ماتمونو ژړيدلى ښار

دا د ګلو ښار، زموږ د پيغلو نازولى ښار

دا په جګه غاړه هر دښمن ته دريدلى ښار

دا د يرغلګرو د سپرو د سترګو خلى ښار

بيا د خپلو لوڼو او زامنو په وير، وژړيد

بيا د ځوانو زړونو په زلميو وينو ولمبيد.

* * *

يه آسمانه ، دلته خو مرګونه ستړي شوي دي

چيغې ستړي شوي، فريادونه ستړي شوي دي

لارې ستړې شوې دي، ګامونه ستړي شوي دي

اوښكې ستړې شوي، ګريوانونه ستړي شوي دي

هيلې ستړې شوي، ارمانونه ستړي شوي دي

زړونه ستړي شوي دي، غمونه ستړي شوي دي

دلته په جنت كې دوزخونه ستړي شوي دي

دلته په ګلونو كې اورونه ستړي شوي دي

دلته په دې خاوره، د ستم غدۍ پريوتې ده

دلته په دې خلكو، د ماتم غدۍ پريوتې ده.

* * *

وګوره آسمانه، اراده د پيكار وګوره

لاره د غيرت كې، هنګامه د ايثار وګوره

ژمي د تاريخ كې سره غاټول د بهار وګوره

سره غيرتي وينه د ناهيد په رخسار وګوره

دلته ويره نشته له سرونو سره لوبې دي

دې لمرينه خاوره كې، د ستورو مزار وګوره

پاكې پلوشې به يې د شپې ګريوان ور څيرې كړي

پيغلو د كابل سره، تړون د سهار وګوره

دا ياغي ككرې اهريمن ته د سجدو نه دي

دلته د ستم تورې جنډې د رپيدو نه دي

آلمان (۱۹۹۴) مارچ

 

شاعر: صدیق کاوون توفاني

ترتیب کوونکی: عبدالقادر مسعود

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org