دوشنبه، ۸  فبروری  ۲۰۱۰

 

ننګ

 

په دې (جان آغا)، دغـه کلۍ څـنګه ودانـيـږي؟

چې (مور ئې بټيارۍ وي) ځوی ئې نه فتح خانيږي*

*****

چې نه ګوري تاريخ د پلار نيکه او د خپل قام ته

وطن ورته پردۍ شي، په پـردو به حسابـيـږي

*****

چې خـپل لکه پردۍ او پردي دوست حسابـوينه

دا نه ده سرلوړي، چې اورميږ هر چاته ټيټيږي

*****

غـږيـږي به په نورو ژبـو، فـخـر به کـوي هـم

په خپلې مورنۍ ژبه، ګونګۍ شي نه غـږيـږي

*****

آزاده اوسيدل، په خـپـل آزاد وطـن کې ښه دي

بې نـنګ، د غلامۍ په ژوندانه باندې خوښيږي

*****

د چا چې نه وي شرم، نه حـيـا لـه خـپـل اولـسـه

پـه دې آزار ګـټـلي مې، زړګـۍ کلـه خـوږيـږي

 

انجينر عبدالکبير کاکړ

 

جرمني ۱۸ .۱ .۲۰۱۰

 

*فتح خانيږي (فتح خان کيږي)

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org