Oct 9, 2012 0:24:36

 
محمد عمر ننګیار

 

نوی لیکوال

د محمد عمر ننګیار لیکنه

 

څه موده د مخه مې عجیبه شوق په زړه کې په ټوبو شو و مې غوښټل چې لیکوال شم، شعر، داستان او . . . ولیکم کتابونه مې چاپ شي او نوم مې په نومونو کې را ووځي. هو ریښتیا، هیر مې شول چې څرنګه مې دا شوق په سر کې پېدا شو؟ خامخا به تاسې اټکل وکړۍ د ډېرې مطالعې او لوست څخه مې د پوهې تالی «ظرف» ډک شوی او ترې نور بهېږي، چې دادی اوس سپین کاغذونه پرې رنګوم. نه دوستانو داسې نده. هغه کتابونه مې چې د خپلو سیالانو سره د سیالۍ په خاطر په کور کې د کتابتون په نامه را ټول کړي و او هر سیال ته به مې ځان ددغو کتابونو د لوستلو لیونی ښوده. باور مو وشه چې هغه ټول کتابونه ټول نا لوستي مېلمانه و چې هر یو هماغسې نالوستی په خپله مخه لاړ ځکه هر چا چې یووړ بیا می ورته لټه ونکړه.

پوهېږم چې بیا مې پوښتۍ چې کتاب او لوست سره پردی بیا څنګه لیکوال کېدا شي؟ دوستانو د خدای داد د بنده داد ندی زه د خدای راکړي استعداد څخه برخه من یم او د بلی خوا نه شکر دی په دی هم ډاډه یم چې اوس اوس د کره کتنې او نقد دود او دستور هېر شوی دی هېڅوک بل نه خپه کوي چې لیکنه یې نقد کړي سپکې او درندې خواوی یې په ګوته کړي هنري او ادبي کمزورتیا یې په ډاګه کړي، که دا کار وشي پوهېږي؟ خبره توري او ټوپک ته وځي. نو ځکه خو دلیکوالو شمیره مخ په ډېرېدو ده.

هغه ورځ په یوې غونډې کې یوه لیکوال ته بلنه ورکړه شوه چې خپل لیکلی شعر ولولي کله چې حضارو ته مخامخ ودرید د حاضرینو د چکچکو په وقفه کې یې جب ته لاس ننه ایست او یوه پاڼه کاغذ یې را وایست او په لوستو یې پېل وکړ: د کوژدې د شپې له پاره . . . چکچکې شوې . . . واه واه څه عنوان؟ . . . نکریزې یو خروار. نقل و پتاسې یو چارک. وړه او وریجې . . . بیا چکچکې . . . غږونه پورته شول بیا ووایه، بیا ووایه څه ښه . . . نکریزی یو خروار، نقل و پتاسې، وریجې بیا هم چکچکې پورته شوې. چې مې کاته شاعر وارخطا خپل د کورتۍ بل جب ته لاس تېر کړ او د ځانه سره یې وویل لکه چې د نکریزو پر ځای مې وړه او وریجي لیکلي دي. بیا هم چکچکې. لیکوال چې د آورېدونکو ولولی او احساسات ولیدل ارامه شو او ادامه یې ورکړه: شل منه غوړي، سل منه لرګي، بیا هم چکچکې او دا غږونه ډېر ښه ډېر ښه . . .

لیکوال د خپل ځوی د کوژدنې د شپې د خرڅ لیست چې په غلطه یې د کورتۍ په جب کې دده د لیکل شوی شعر د پاڼې سره بدل شوی وو د شعر او ادب مینه والو ته ولوست او ښه ښایسته هرکلی یې وشو هیچا ورته ونه ویل چې وروره څه لولې؟.

ما چه هغه حال ولید بس د لیکوالۍ شوق چې له ډېره وخته ورته هوسېدم په زړه کې را ژوندی شو او هغه ویره مې چې په هسې اوتو بوتو لیکنو سړی نه لیکوال کېږی له زړه نه ووته.

هو د ښو لیکنو د لوستلو تږو مینه والو! ډېر ژر به که خېر وي په خپلو نابو لیکنو په لیکلو به ستاسې ادبي او هنري تنده ماته کړم. د هنر او ادب د سمسورتیا په هیله.

   

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org