یکشنبه، ۱۶ جون ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

که نن په ما ده سبا په تا ده

دکتور طاوس وردک

لندن ۱۲ مه د جون ۲۰۱۳ کال

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

دا یو ډیر تراژید او ډیر د پندو نه ډک مضمون دی چې د هر ځوان او خاصتا د هغو افغانانو له پاره دا لیکم چې تر ننه خبر نه دی چې ددوی په شاو خوا کې څه تیریژي او هغه څه چې تیریژي څومره دوی ورسره عادت دی یا څومره د هغو نه خوند اخلي یا څومره د هغو په لیدو خفه کیږي یا خفګان شيي او ورته څه علاج یا څرنګه نظر څرګندوي، زموږ هیواد د تاریخ په اوږدو کې د حماسو- تاریخی کارنامو - بدبختیو - ناورینو- جنګو،  ترور  او اشغالګریو، تخریبکاریو - غلاوو - کډنپ کولو- د ښځو په وړاندې د خشونت ډګر وو او تر هر څه نه مهمه خبره داده چې ددغو ۳۵ کالو خونړي ناورین نه مو هیڅ زده نه کړل – د هغو نه مو هیڅ پند وا نه اخیستو  دهغو په مورد مو یو ساعت هم وخت ضایع نه کړو چې ولې دا هر (نا جایزه – دا هر نا سزا – دا هر ظلم – دا هر وحشت او بربریت – دا هره بې ستري او هر انتحاری او همیشنۍ بیکاري او فقر خدای زموږ د بې دفاع خلکوپه نصیب کړۍ دی)  آیا یو څوک متوجه شوي چې ولې زموږ خلک د نړۍ په مخ تر بل هر چا نه بد بخته او خدای رتلي دی، (ملان - روحانیون - پیران او سیدان) خو وایی دا هر څه د خدای له طرفه دی، دا هر څه هغه څه دي چې خدای پاک ېې نن زموږ د اولادو نه او زموږ له نسلو نه کفاره غواړي.

زما په نظر (ملان - روحانیو - سیدان - اخوندان) دغه د یوه سره د انګریز بچیان وو او دي ځکه زموږ په افغاني لمنه کې ((زي - خیل - قوم - طایفه))  پورتنۍ کته ګورۍ شتون لري او هغه څه چې په قوسینو کې لیکل شوي ټول عرب او د عربانو کرړه شمیرل کیژي چې، همیشه زموږ خلک په واهی او خود ساخته اسلامی احادیثو غولوي، تداوی او بازی ورکوی، د "مجاهدینو" او "طالبانو" رهبران او قوماندانان چې دغه ۳۵ کاله زموږ بیوزلي خلک په اور کې سوزوي په دی نه پوهیژي چې د دغو اور لمبې یوه ورځ د دوی د کور خواته هم ور اوږدیژي په سر د دې چې هره ورځ د دوی د (خپلوانو - عزیزانو - وطنداران - قومیانو) نه ۱۰ یا ۱۰۰ تنه په مختلفو طریقو او اشکالو د دشمن له خوا نه وژل کیژي خو دوی هغه  څه چې خلک وايي (چو عضوی به درد آورد روزګار - دیگر عضو ها را نماند قرار) یعنی د "مجاهدینو" او "طالبانو" جنګیالي په ځان نه ور وړي چې ولې مو یو څوک د وطندارانو نه نن په ویر او غم کې کینولي دي او هنوز هم په ډیر بې شرمانه ډول افتخار کوي چې هوکې دغه - هغه، ننۍ او یا پرونۍ تروریستي او غیر انسانی وژنه یا انتحار زموږ کار وو، د خدایه خو هیڅ نه ویریژي ځکه دوی خدای نه پیژني او په خدای باور نه لري، که د دوزخه - د آخرت له عذابه ویریدلای نن به دوی هیڅ خراب او وژونکي ګذارونه زمو په هیواد والو نه کول او نه تحمیلول، دوی نن په افغانستان کې د خدايي دعوا لري (اخوان الشیاطین) یعنی د اسلام ضد کسان - یعنی د اسلام نه بی خبره انسانان - تصادفی مسلمانان چې فقط دوی ته ډالرې او سره پونډونه او مقام  تر عزت - شرف - ابرو - افغانیت نه ډیر ښه او مهم دي.

وطندارانو که تاسې وایی چې په ما ېې څه، که وايي شکر دی زه او زما کورنۍ نن نه ده زخمی شوې، شکر دی په نني انتحار کې زموږ د کورنی یو غړۍ هم نه دی وژل شوۍ یا زمونږ له کورنۍ نه یو څوک هم په امریکایی یا بل خارجي بمبارد کې نه دي وژل شوۍ، درسته ده تاسې ته ضرر نه دی رسیدلای او د تاسې د کورنۍ خلک روغ رمټ دي، خو د تا د همسایه – د تا د تربره – د تا د کلیوال – د تا د وطندار په کور ویر او ماتم جوړ دی نو ته څنګه بي احساسه او بې پروا انسان ېې چې ښه پوهیژې چې دغه ټول کارونه څوک کوي، زه بیا درته یو ځلې په ډیر جدی او اشکار دول بیدون له ویرې او بیدون له دې نه چې په چا تهمت وکړم یا په چا پسې غلط او ناروا تبلیغ وکړم خو بیا زه درته دیوه وطن دوسته اویوه دردمن او یوه با احساسه افغان او یوه با تجربه افسر په حیث لیکم چې هر هغه ناروا - هره هغه وژنه - هر هغه خاینانه ترور یا هر هغه بمبارد او بالاخره هر هغه انتحاری چې په تاسې نن سبا روان دی د ((لوړ پوړو وزیرانو - معاونینو - والیانو - ولسوالانو - د خاد او داخلې وزارتو د لوړ پوړو مامورینو او کارمندانو په کې لاس دي او هر هغه عملیات او هر هغه نظامی تمرینات چې د وزارت دفاع له خوانه په دشمنانو تر سره کیژي مخکې له مخکې د څارندوی او امنیت او دفاع) د افسرانو او سربازانو له خوانه دشمن ته اطلاع ورکول کیژي او د دوی انتحاریان هم د دوی په ذریعه کابل او نورو ولایتو ته را وړل کیژي، ما درته په وار وار د دشمن د خاینانه اعمالو د شنډولو لارې چاری او هغه څه چې څنګه کولای شو د هغو جنایت کارانو مخه ونیسو شنډ کړو، خو نه وزیرانو او نه د پارلمان غړو ورته توجه وکړه او په قصه کې ېې نه شول یو ځلې ډیر په مختصر دول درته لیکم چې دهغو تدابیرو نه چې تاسې د دشمنانو مخه ونیسۍ په شمیر یو څو مهم درته لیکم او عبارت دی له :

۱ - په وزارت امنیت ملي او داخله کې هغه د "کمونستانو" پخوانی افسران چې فیزیکي حالت ېې ښه وي دوه واري په وظایفو وګمارۍ.

۲ - په وزارت دفاع کې حتما د کشفی او استخباراتی ریاستونه بیرته فعال کړۍ او ((حسام الدین حسام او عبدالروف بیګي) د دغو دوو ریاستو په راس کې نصب کړۍ.

۳ - د ماشوم او مکتب د شاګردانو نه په وسیع ډول استفاده وکړۍ تر څو د خپلو کورنیو خاینین درته معرفی کړي ګویا د دوی وروڼه - پلارونه - کاکا ګان انتحاری واسکټونه - بمونه جوړوي او نور دشمنان په کور کې ساتی تاسې ته معرفی کړي  .

۴ - سرحدی افسران چې پخوانی مهارتونه لری او ډیر زیات په کور ناست دی در وغواړۍ او ورته د سرحد د څارنې او ساتنی وظیفه ور په غاړه کړي.

۵ - د انتحاری او تروریزم ضد ریاستونه په مدرنو وسایلو سمبال کړۍ، او ډیره مهمه داده چې نور د "کمونیست" او "ملحد" خبری طاق نسیان ته واچوۍ، ځکه همدا نن اکثریت "کمونیستان" د تاسې "مجاهدینو" د نظام نه دفاع کوي.

۶ - آخرینه خبره چې هره ورځ ېې لیکم د سربازی دوه کلنه دوره ډیره ژر شروع کړۍ چې د هغو دشمنانو سر چینې چې نن په وسله وال پوځ کې دی وچې کا او هغه په هوایی (جنګي جټو او جنګي هلیکوپترو سمبال کړۍ)  که دغه کارونه ونه کړي هر هغه څه چې نن سبا د نور په کورو کیژي سبا ته د تا په کور هم دغه ټکه لویژي او ته هم ماتم داره کیژي، او مطمین ووسۍ ډیره لرې نه ده منتظر ووسۍ

 

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !