نثار احمـــد بهین

 

عقده یی لیونیان :

 

د زړه سوی سره آشنا ایم، نن بل شان می ځوروی

له هیواده ایم چی لیری، ټول جهان می ځوروی

نلرم دلته محرم څوک چی د زړه تسل پری وشی

لکه شــمع هیــلی کیږم، دا مــکان می ځوروی

د امید په تمه ناست ایم چی ارمان به می پوره شی

خو ارمان هم ځنډنی شو، اوس خپل ځان می ځوروی

د حسرت خوبونه وینم هسی شپه او ورځ رنځیږم

بی سفره عمر می لنډ شو دا کاروان می ځوروی

زمانه شوله بدله خپل یاران راته دښمن شو

له پردو څخه ګیله نشته خپل افغان می ځوروی

نه پوهیږم چی زه څوک ایم په کوم جرم سزا وینم

هوښیاران خو لا ته پریږده، لیونیان می ځوروی

کله ویښ کله ویده ایم، برخلیک می نا معلوم دی

دا د ژوند قفس کی ګیر ایم دا زندان می ځوروی

له هر چا سره چی ښه کړی پر څپیړی دی ځواب کړی

دا فریب د زمانی او دغه مکر د انسان می ځوروی

اخلاقی اصول هیر شوی، لوچکی شوی رواج ده

دا رنګ رنګه پیدا شوی لوچکان می ځوروی

د هغه چا چی تر پرونه، نه شرف وو نه ابرو

نن ادعا د سرخ رویی کړی دا وجدان می ځوروی

چی نه خوله پټه نیوی شی، نه یی خبرو که منطق وی

د دی داسی بد زبانو پوچ بیان می ځوروی

چی نظر یی د عقدی او حسادت پر خط ولاړ وی

دغه شانی تنګ نظره عقدیان می ځوروی

«بهین» نه غواړی بربنډ د چا څیری او چا رازونه

خو د ځینو سپین سترګی او سست ایمان می ځوروی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نثار احمد بهین ـ ماینز ـ جرمنی ـ ۲۹/۶/۲۰۱۵

 

 

 

§         منطـق -  نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         رسوایی : نثار احمـــد بهین

§         د مړو جـنــازی - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د شهـید هیــــــله - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د کلــی شیطـان - نثار احمـــد بهین

§         هغـــــــــه ورځ - نثار احمــــــد بهــــــــین

§         ځان ځانی: - نثار احمد بهین

§         د غـــم بــلا - نثار احمد بهین

§         مینه: -  نثار احمد بهین

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org